ووچیاک کې کمپ ډېری کډوال د افغانستان او پاکستان دي. کرېډېټ: ژن فرانک
ووچیاک کې کمپ ډېری کډوال د افغانستان او پاکستان دي. کرېډېټ: ژن فرانک

د بوسنیا د ووچیاک په پنډغالي کې نږدې ۶۰۰ کډوال په ډېرو سختو او غیرانساني شرایطو کې اوسېږي. دغه پنډغالی د روان کال په جون میاشت کې د بیهاچ ښاروالۍ له خوا پرانیستل شوی او د سره صلیب سازمان له خوا اداره کېږي. تېره جمعه له یاد کمپ څخه د نړیوالو رضاکارانو تر شړل کېدو وروسته کډوالو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ.

د بوسنیا د ووچیاک کمپ ځینو اوسېدونکو د جمعې په ورځ (د سپټمبر ۲۷مه) د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ. کډوالو د بوسنیایي چارواکو پر هغې پرېکړې اعتراض کړی چې پر بنسټ یې نړیوال رضاکاران له پنډغالي څخه وشړل شول. یادو رضاکارانو له څو میاشتې راهیسې د کمپ اوسېدونکو ته روغتیایي خدمات برابرول.

ووچیاک کمپ چې د ۲۰۱۹ په جون میاشت کې د بیهاچ ښاروالۍ له خوا پرانیستل شوی پخوا د کیمیایي تولیداتو د لرې کولو ځای و.

نن سهار ووچیاک کمپ کې هوا سړه ده. د کډوالو خیمې نمجنې دي او سیمه کې برېښنا نه شته.

ځمکه له کثافاتو ډکه ده. تشنابونه ډېر چټل دي او د کثافاتو بد بوی د زغملو نه دی. کمپ کې د اوبو څو نلونه شته او په ورځ کې یوازې څو تنه شاور اخیستلی شي.

کرېډېټ: ژن فرانک

«دلته ټول خلک وږي دي»

د ووچیاک اوسېدونکي وایي چې د خوړو کمښت یې اصلي ستونزه ده. ۳۴ کلن پاکستانی کډوال وسیم چې د خوړو وېشلو په یوه اوږده لیکه ولاړ دی وایي: «دلته ټول خلک وږي دي.» نوموړی زیاتوي چې لس میاشتې مخکې له پاکستانه وتلی خو په دې موده کې یې ډېر وزن بایللی دی.

ووچیاک کې د سره صلیب سازمان کارکوونکي هره ورځ دوه ځله پر کډوالو خواړه وېشي: په ۱۰ بجو او په ۳ بجو. یاده اداره وایي چې مالي امکانات یې کم دي. د سره صلیب د ځایي ډلې یو غړی محمد سهیک زیاتوي: «له موږ سره څوک مرسته نه کوي. په پیل کې د بیهاچ ښاروالۍ له موږ سره د ۲۵۰۰ یورو په ارزښت مرسته وکړه.»

خو د ووچیاک په پنډغالي کې ځینې کوچني دکانونه هم لیدل کېږي. یادو دکانونو کې افغان او پاکستاني کډوال چای او شېدې، سوډا، پاکستاني کېکونه او پخول شوې غذا خرڅوي، خو ډېری کسان یې د اخیستلو توان نه لري.

کمپ کې ځینې دکانونه هم جوړ شوي دي. کرېډېټ: ژن فرانک

د پولیسو تاتریخوالی

کمپ کې داسې کسان هم شته چې تر دې وړاندې یې کروېشیا ته د ورتګ هڅې کړې، خو د پولیسو له ممانعت سره مخ شوي دي. دوی وایي چې کروېشیایي پولیس نیول شوي کسان بېرته بوسنیا ته شړي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: بوسنیا - کروېشیا: د کډوالو او سرحدي پولیسو ترمنځ د پیشو او موږک «ګېم» 

د کډوالو د شړلو پر مهال نه یوازې فیزیکي تاوتریخوالی بلکې د مهاجرو د ټېلفونونو د ماتولو پېښې هم لیدل شوې دي. په ځینې حالاتو کې هم سرتېري د کډوالو جامې، بوټونه او خوراکي توکي ضبطوي.

۱۹ کلن کشمیری کډوال کاشف یوه اونۍ مخکې د کروېشیایي پولیسو له خوا بېرته بوسنیا ته وشړل شو.

نوموړی وایي: «لاس مې ټپی شوی. لومړي سر کې مې فکر کاوه چې مات شوی دی. خو اوس د ښه کېدو په حال کې دی.»

د کمپ په مرکز کې دوه کارتونه په یو دیوال کې نصب شوی دی. کارتونو کې هغې سیمې په سور رنګ نښه شوې چې د ۱۹۹۰ د جګړو پر مهال ماینونه پکې کارول شوي وو.

د کمپ اوسېدونکي همدا راز له وحشي حیواناتو څخه ډارېږي چې په یو نږدې ځنګل کې دي. ځینې کسان وایي چې تېر دوبی یې په کمپ کې مارونه لیدلي دي.

سیمه کې د ۱۹۹۰ جګړو پر مهال ماینونه کارول شوي وو. کرېډېت: ژن فرانک

 «بلې لارې هم شته»

بوسنیا کې د کډوالو نړیوالې ادارې د ماموریت مشر پیتر وان دېر اوسوېرائرت د کډوالو دغه وضعیت د «نه زغملو» وړ بولي.

د کډوالو نړیوالې ادارې د بیهاچ ښاروال له لوري د ووچیاک کمپ د پرانیستلو د وړاندیز پر مهال سیمې ته خپل ماهران واستول. د ښاغلي اوسوېرائرت په خبره: «ښاروال ته مو وویل چې دغه ځمکه د استفادې وړ نه ده.»  

د کډوالو نړیوالې ادارې د ماهرانو څېړنې وښودله چې یاده ځمکه د میټان په نامه یوه اور اخیستونکی ګاز هم لري.

خو د نړیوالو کډوالو ادارې، د اروپایي ټولنې او بوسنیا کې د امریکا سفیر د فشارونو سربېره بوسنیایي چارواکو پرېکړه وکړه چې یاد پنډغالی پرانیزي. یاد دې وي چې د دوبي له پیله د بوسنیا ځینې ښاریان د ښار په مرکز کې د کډوالو د شتون پر وړاندې مظاهرې کوي. د کډوالو نړیوالې ادارې له مخې د ۲۰۱۸ له جنورۍ راهیسې بوسنیا کې ۴۵۰۰۰ کډوال راجسټر شوي دي. چې ډېری یې د اونا سانا په کانتون، او د بیهاچ او ولیکا کلادوشا ښارونو په شاوخوا کې اوسېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: اروپایي ټولنه کډوالو ته د نویو مرکزونو د جوړېدو له پاره له بوسنیا سره د مالي مرستې ژمنه وکړه

ښاغلی اوسوېرائرت وایي چې د کډوالو د ستونزو د هوارولو له پاره نورې انساني لارې هم موجودې دي.

ژمی او ستونزې

د کډوالو نړیوالې اداره او د سره صلیب سازمان دا هم وایي چې دوی نه پوهېږي بوسنیایي چارواکي د کډوالو په اړه څه پرېکړه وکړي.

ښاغلی اوسوېرائرت په دې اند دی چې یوازې د بوسنیا حکومت او د اونا سانا کانتون صلاحیت لري چې د یو نوي مرکز د پرانیستلو پرېکړه وکړي.

نوموړی زیاتوي دا هم ممکنه نه ده چې د ژمي تر رسېدو مخکې کانتینرونه جوړ او سیمه کې نصب شي.

د ښاغلي اوسوېرائرت په نظر یوازنۍ لاره دا ده چې په موجودو ساختمانونو کې یو مرکز پرانیستل شي.

۳۴ کلن پاکستانی کډوال وسیم لس میاشتې مخکې له خپل هیواد څخه وتلی دی. کرېډېټ: ژن فرانک

دا په داسې حال کې ده چې یوه سرچینه کډوال نیوز ته وایي، د بوسنیا د کورنیو چارو وزارت تصمیم لري چې د اکټوبر تر پایه پورې به نږدې ۶۰۰۰ کډوال له اونا سانا کانتون څخه د بیهاچ بیرا مرکز او د ولیکا کلېدوشا میرال مرکز ته انتقال کړي.

خو نن سبا میرال کې له ټاکلې اندازې زیات کډوال اوسېږي. بیرا کې هم یوازې د ۵۰۰ کډوالو له پاره ځای شته.

خوځند کلېنیک

په همدې حال کې ګڼ شمېر نړیوال سازمانونه د ووچیاک پنډغالی د تړلو غوښتنه کوي. له ووچیاک کمپ څخه د نړیوالو رضاکارانو تر شړل کېدو وروسته د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د پنجشنبې په ورځ (د اکټوبر ۳مه) د کمپ په یو کیلومترۍ کې یو خوځند کلېنیک پرانیست.

دا دویم روغتیایي کلېنیک دی چې په اونا سانا کانتین کې پرانیستل کېږي. لومړی کلېنیک په ولیکا کلېدوشا کې دی. بوسنیا کې د بې سرحده ډاکټرانو غړی نیهال عثمان وایي دواړه کلېنیکونه هغو کسانو ته روغتیایي خدمات برابروي چې له کمپونو نه بهر پاتې دي.

د نوموړي په خبره ووچیاک پنډغالي ته نږدې دغه خوځند کلېنیک په اونۍ کې درې ځله ناروغانو ته روغتیایي مرستې برابروي.

 

نورې ليکنې