له ارشیف څخه. کرېډېټ: پېکچر الاینز/ دي پي اې/ اف، بونګرت
له ارشیف څخه. کرېډېټ: پېکچر الاینز/ دي پي اې/ اف، بونګرت

کډوال نیوز ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د کډوالو ژغورونکې کښتۍ اوپن آرمز مدیترانه کې خپل فعالیت بیا پیل کړی دی. یاده کښتۍ له اګست میاشتې راهیسې د یوې ایټالوۍ محکمې د حکم پر بنسټ دغه هیواد کې بنده پاتې وه.

مدیترانه کې د کډوالو ژغورونکې کښتۍ اوپن آرمز د پنجشنبې په ورځ (د اکټوبر ۳مه) مدیترانه کې خپل ماموریت بیا پیل کړ. یاده کښتۍ چې له ۶ اونیو راهیسې ایټالیا کې بنده پاتې وه، اوس د لیبیا د ساحلي اوبو په لور روانه ده.

د اوپن آرمز یو ویاند کډوال نیوز ته وایي: «موږ بېرته په مدیترانه کې یو. خو تر اوسه پورې روښانه نه ده چې کښتۍ به مو څه وخت د ژغورنې زون ته ورسېږي. اوس مهال د هوا حالات خراب دي او موږ د توپان له خطر سره مخ یو.»

اوپن آرمز د اګست له ۲۰مې راهیسې ایټالیا کې بنده وه. یاده کښتۍ له هغې وروسته ودرول شوه چې له مدیترانې څخه ژغورل شوي ۸۳ کډوال یې سیسیل کې ښکته کړل.

دغه اسپانوۍ کښتۍ د ۲۰۱۹ په جنورۍ میاشت بارسلونا کې او د ۲۰۱۸ په سپرلي کې ایټالیا کې درول شوې وه.

ایلان کردي کښتۍ هم چمتو ده

بله خبره دا چې د سي ای سازمان کښتۍ ایلان کردي هم مدیترانې ته د ورتګ له پاره چمتووالی ښودلی. د ایلان کردي مشر په خپله ټویټر پانه لیکي، هیله لري د لسو ورځو په موده کې له اوپن آرمز سره یو ځای شي.

بل لور ته د اس او اس مدیترانې کښتۍ اوشېن وایکنګ، چې اوس په مارسي ښار کې دی، هم غواړي په راتلونکي کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. یاده کښتۍ په خپل وروستني ماموریت کې شاوخوا ۲۰۰ کډوال له مدیترانې څخه وژغورل.

 


 

نورې ليکنې