له ارشیف څخه: لامپدوسا ټاپو ته نږدې د ایټالیا د سمندري ځواکونو کښتۍ. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه: لامپدوسا ټاپو ته نږدې د ایټالیا د سمندري ځواکونو کښتۍ. کرېډېټ: رویترز

د ایټالیا ساحلي ګارد وایي، د لمپدوسا ساحلي اوبو کې د یوې کوچنۍ کښتۍ تر ډوبېدو وروسته د ۱۳ ښځو جسدونه موندل شوي او تر لسو ډېر مړي لادرکه دي.

د ایټالیا ساحلي سرتېرو د دوشنبې په ورځ (د اکټوبر ۷مه) وویل، د لمپدوسا ټاپو په اوبو کې د یوې کښتۍ تر ډوبېدو وروسته د ۱۳ کډوالو مړي موندل شوي خو د ځینو نورو کسانو جسدونه لادرکه دي.

د ساحلي ګارد په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کښتۍ د لمپدوسا ساحلي اوبو په ۶ مایلۍ کې موقعیت درلود او نږدې ۵۰ کسان پکې سپاره وو.

سرچینه دا هم وایي چې سیمې ته د سرتېرو تر رسېدو مخکې د هوا د خرابو حالاتو له کبله دغه کښتۍ نسکوره شوه.

ساحلي سرتېرو ۲۲ کسان له ډوبېدو ژغورلي دي او د ورکو شویو کډوالو لټون دوام لري.

د پېښې ژوندي پاتې شويو کسانو ایټالوۍ رسنیو ته ویلي، لږترلږه ۸ ماشومان هم په کښتۍ کې وو. کښتۍ کې سپاره کډوال تونسیان او د لوېدیځې افریقا اتباع وو. 


 

نورې ليکنې