د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې د پنجشنبې په ورځ یې ۴۳ کډوال په یوه لارۍ کې موندلي دي. یاد کسان له هغې وروسته وموندل شول چې لارۍ چلوونکي غوښتل د پولیسو له یوې پوستې ډډه وکړي.
پولیسو د شنبې په ورځ (د اکټوبر ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، مقدونیایي سرتېرو تېره پنجشنبه شتیپ ښار ته نږدې د دغو کسانو لارۍ ودروله.
لارۍ کې ۴۳ افغان، پاکستاني او بنګله دېشي کډوال سپاره وو چې د ۱۶ تر ۲۵ کلونو عمرونه لري.
د پولیسو په حواله دغه کډوال له یونانه شمالي مقدونیې ته راوستل شوي وو او غوښتل یې چې صربستان ته ولاړ شي.
موندل شوي کډوال یوه مرکز ته انتقال شوي او اټکل دی چې بېرته به یونان ته وشړل شي.
سره له دې چې د بالکان لار په ۲۰۱۶ کې د کډوالو پر مخ وتړل شوه، خو ګڼ شمېر کډوال لا هم هڅه کوي چې له دغې لارې اروپا ته ځانونه ورسوي. تر دې د مخه د شمالي مقدونیې پولیسو ویلي وو چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې یاد هیواد ته د ۱۰۰۱۷ کډوالو د ننوتلو مخنیوی کړی دی.