د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویګي دي مایو. کرېډېټ: رویترز
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویګي دي مایو. کرېډېټ: رویترز

ایټالیا وایي چې د ۱۳ هیوادونو د اتباعو د پناه غوښتنې دوسیو د ارزونې موده به له ۲ کالو څخه ۴ میاشتو ته راټیټه شي. مراکش، الجزایر، تونس، ګانا او سنېګال د دغو «امنو» هیوادونو په ډله کې دي. په همدې حال کې سازمانونه وایي چې دغه فرمان به پر همجنس بازو کډوالو منفي اغېز ولري.

د ایټالیا حکومت د جمعې په ورځ (د اکټوبر ۴مه) یو داسې فرمان تصویب کړ چې له مخې به یې په دغه هیواد کې د پناه غوښتنې دوسیو د ارزونې موده څلورو میاشتو ته راټیټه شي. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویګي دي مایو د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د دغه فرمان پر بنسټ به د پناه غوښتنې د ارزونې موده له ۲ کالو څخه څلورو میاشتو ته راټېټه شي.

ښاغلي دي مایو دا هم ویلي چې دغه فرمان نه یوازې پر هغو کسانو تطبیقېږي چې له مدیترانې څخه ژغورل شوي دي، بلکې پر هغو کډوالو باندې هم تطبیقېږي چې په کوچنیو بېړیو کې ایټالوي سواحلو ته ځانونه ور رسوي.

لویګي دي مایو د کډوالو د دوسیو د اروزنې موجود پروسیجر اوږد بللی او زیاته یې کړې، نن سبا کډوال د رد کېدو په صورت کې د بیاکتنې غوښتنه کوي او دا یوه اوږده پروسه ده چې د رد شویو مهاجرو د بېرته ستنولو مخه نیسي.

خو د نوي فرمان له مخې ایټالیا کې رد شوي کډوال په چټک ډول بېرته خپلو هیوادونو ته ستنول کېږي.

د ایټالیا حکومت د دغه فرمان له مخې ۱۳ هیوادونه خوندي بلل شوي چې البانیا، الجزایر، بوسني هرزه ګوین، کپ ورت، کوسوو، ګانا، شمالي مقدونیه، مراکش، مونته نېګرو، سنېګال، صربستان، تونس او اوکراین دي.

د لویګي دي مایو په حواله، ایټالیا ته د نوو ور رسېدونکو کډوالو یو پر دریمه برخه یې د همدغو هیوادونو اتباع دي.  

ښاغلي دي مایو خبري غونډه کې دا هم وویل چې د نوي سیسټم د فعالولو له پاره ۵۰ میلیونه یورو ځانګړې شوې دي. د نوموړي په حواله دغه مبلغ به د «همغږۍ او پرمختګ» په برخو کې په کار اچول شي. په دې مانا چې د ایټالیا حکومت به له دغو «امنو» هیوادونو سره دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړي او یا پخواني تړونونه عملي کړي.

همجنس بازو کډوالو له پاره یو «خطرناک» فرمان

سربېره پر دې چې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر دغه فرمان له بشري حقونو سره په تضاد کې نه بولي، خو مهاجر پلوه سازمانونه وایي چې دا به د کډوالو له بشري حقونو څخه سرغړونه وي. د ایټالوي سازمان ګې سنټر ویاند فابریزیو مارازو په حواله، دغو ۱۳ هیوادونو کې د همجنس بازانو ژوند په خطر کې دی. نوموړی زیاتوي چې د بېلګې په توګه په اکراین کې همجنس بازان تر تعقیب لاندې دي او په ځینو نورو هیوادونو کې هغوی ته ان سزا ورکول کېږي.

خو بل لور ته د ایټالیا د عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو وایي چې د کډوالو غوښتنې په جلا توګه ارزول کېږي.

اټکل دی چې په راتلونکو اونیو کې به د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویګي دي مایو د کډوالو د بېرته ستنولو تړونونو د عملي کولو له پاره مراکش او تونس ته سفر وکړي.

 

نورې ليکنې