یو کډوال د یونان په لېسبوس ټاپو کې. کرېډېټ: عاصم سلیم/کډوال نیوز
یو کډوال د یونان په لېسبوس ټاپو کې. کرېډېټ: عاصم سلیم/کډوال نیوز

د یونان د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ کې پناه غوښتونکي او سازمانونه د کارکوونکو او زېربناوو له نه شتون څخه شکایت لري. یاد کمپ کې یوازې ۳ ډاکټران او لېسبوس ټاپو کې نږدې ۲۰ مدافع وکیلان شته، حال دا چې د موریا د اوسېدونکو شمېر ۱۳ زرو ته رسېږي. سازمانونه وایي چې دغه پنډغالي کې وضعیت د چاودلو په حال کې دی.

جان* د لوېدیځې افریقا دی او له ۵ میاشتو راهیسې په موریا کمپ کې اوسېږي. نوموړی وایي چې کمپ کې کار نشته او هغه خپل وار ته انتظار کوي. اټکل دی چې د ۲۰۲۰ کال په ډېسمبر میاشت کې به جان خپله پناه غوښتنه وړاندې کړي. مانا یې دا چې د ملاقات وخت ته یې یو نیم کال پاتې دی.

جان وایي: «په دې موده کې څه باید وکړم؟» پل چې د خپل ملګري په شان لوېدیځې افریقا څخه راغلی نن له جان سره دی. هغه وایي: «زما د ملاقات نېټه لا نه ده معلومه. زه له درو میاشتو راهیسې په موریا کې اوسېږم. خو نه پوهېږم چې چا ته باید مراجعه وکړم.» جان او پل دا هم وایي چې د قوانینو پر بنسټ له لېسبوس ټاپو څخه کومې بلې سیمې ته هم نه شي تللی.

لېسبوس ټاپو کې مېشت پناه غوښتونکي د خپلو دوسیو د ارزونې پر مهال اجازه نه لري چې له موریا څخه ووځي. دوی یوازې هغه مهال د یونان مرکزي سیمو ته لېږدول کېږي چې د «زیان منونکو» کسانو په توګه پېژندل شوي وي. خو دوی نه کومه څرګنده ناروغي نه لري او نه یې عمرونه لوړ دي، نو ځکه اټن ته نه شي تللی.

۲۰۱۹، موریا کمپ کې د یو ماشوم کډوال انځور. کرېډېټ: عاصم سلیم/کډوال نیوز

«تر دې دمخه موریا کمپ یوازې یو ډاکټر درلود»

موریا کې کډوال ډېرو لږو امکاناتو ته لاس رسی لري. اکسفام سازمان وایي چې دغه پنډغالي کې د ۱۳۰۰۰ اوسېدونکو له پاره یوازې ۳ ډاکټران خدمات ترسره کوي. د موریا د اوسېدونکو څخه ۴۰ سلنه یې ماشومان دي. فرانسوی حقوق پوه ماریون بوشتل چې لېسبوس کې له اکسفام سره کار کوي وایي: «څو ورځې کېږي چې ډاکټران کمپ ته راغلي دي... دا د خوشالۍ ځای دی... خو تر دې دمخه موریا کمپ یوازې یو ډاکټر درلود.»

یو بل افریقایی کډوال وایي چې تر اوسه پورې یوازې یو ځل ډاکټر ته تللی، خو تر ۸ ساعتو انتظار وروسته. نوموړی زیاتوي چې موریا کې ډاکټران ټولو ناروغانو ته د سردردۍ دوا ورکوي. نو ځکه نن سبا ځینې کسان بیخي ډاکټر نه ځي. د کډوالو په حواله د کمپ ډاکټران ناروغانو ته یوازې لس ثانیې وخت ورکوي او ژباړونکی هم نه لري.

خو فرانسوی ماریون بوشتل په دې اند دی چې ډاکټران هم په وېره کې ژوند کوي. «دلته ګڼ شمېر داسې کسان شته چې په ساعتو ساعتو یې انتظار ایستلی. تر دې وړاندې کمپ کې له ځینو ډاکټرانو سره تاوتریخوالی شوی او ځینې ډاکټران هم استعفا ورکړې.» د نوموړي په خبره په داسې سختو شرایطو کې کار کول ډېر سخت دي. ښاغلي بوشتل وایي چې د موریا کمپ په اوسني وضعیت کې دا بیخي ناممکنه ده چې زیان منونکي کسان، روحي ناروغان او یا کم سنه کډوال وپېژندل شي.

د موریا پنډغالي نه بهر د بې سرحده ډاکټرانو یو کوچنی کلینیک فعالیت کوي. موریا کې د بې سرحده ډاکټرانو د اړیکې مسوله انا پانتلیا وایي: «تر دې مخکې مو هره ورځ ۸۰ ناروغان درلودل چې ډېری یې ماشومان وو. خو موریا ته د نوو کډوالو تر رسېدو وروسته اوس د ناروغانو شمېر لوړ شوي. موږ کافي پرسونل نه لرو.»

دوه افغان کډوال په موریا کمپ کې. کرېډېټ: عاصم سلیم/کډوال نیوز

۱۳۰۰۰ کسان او ۲۰ مدافع وکیلان

اکسفام سازمان همدا راز د اداري زیربناوو، حقوقي بنسټونو او د معلوماتو مرکزونو پر نشتوالي نیوکه کوي. ماریون بوشتل وایي: «د کمپ اوسېدونکي نه پوهېږي چې دوی چېرته دي، نه پوهېږي چې څه باید وکړي. دوی د یونان د پناه غوښتنې سیسټم په اړه معلومات نه لري. له چا سره خبرې نه شي کولی. دا یوه فاجعه ده.»

د کمپ دننه مدافع وکیل نشته. د ماریون بوشتل په حواله: «لېسبوس ټاپو کې یوازې ۱۵ یا ۲۰ مدافع وکیلان شته. خو دا ممکنه نه ده چې دوی ۱۳۰۰۰ کسانو ته رسیدګي وکړي.» د کمپ اوسېدونکي وایي چې له دغو وکیلانو سره د لیدو وخت اخیستل «معجزې» ته ورته یو څه دي.

د سپټمبر پر ۲۹مه موریا پنډغالي کې د اورلګېدنې په پایله کې یوه افغان کډواله ووژل شوه. تر پېښې وروسته د کمپ اوسېدونکو د خپل ژوند د سختو شرایطو پر وړاندې مظاهرې وکړې.

په همدې حال کې سازمانونه په دې اند دي چې د یونان حکومت او اروپایي ټولنه باید د موریا کمپ کړکېچ ته یوه حل لاره ومومي. د بې سرحده ډاکټرانو غړې انا پانتلیا وایي چې داسې یو وضعیت په ۲۱مه پېړۍ کې د منلو نه دی: دا چې ښځې او ماشومان تر خیمو لاندې ژوند وکړي او روغتیایي خدماتو او تشنابونو ته لاس رسی و نه لري. د نوموړې په حواله: «په تېرو دوو میاشتو کې ۱۸۰۰۰ کسان یوناني ټاپوګانو ته رسېدلي دي چې ډېری یې په لېسبوس کې دي. د اروپایي ټولنې د سیاست له کبله کډوال اړ شوي چې داسې یو ځای کې پاتې شي. موریا کې وضعیت د چاودلو په حال کې دی.»

کرېډېټ: کډوال نیوز


* د کډوالو نومونه مستعار دي. 

 

نورې ليکنې