نجیب خپل د لار دوستانو سره
نجیب خپل د لار دوستانو سره

کډوال نیوز له داسې یو افغان کډوال سره مرکه کړې ده چې د خپل سفر په اوږدو کې یې له ډېرو ستونزو سره مخ شوی او خپل د سترګو لیدلی حال وایي. په دې راپور کې نجیب وایي چې څنګه افغانان او د نورو هیوادونو کډوال اروپا ته د رسېدو په موخه بېلابېل خطرونه په ځان مني.

«زما نوم نجیب الله ولي دی. زه په کال ۱۹۹۵ کې د پکتیا په احمد آباد کلي کې زیږېدلی یم او اوس د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې اوسېږم. د افغانستان په ننګرهار ولایت کې مې د امریکایانو په یو شرکت کې د پخلي په برخه کې کار کاوه. خو مخکې زما مشر ورور په دې شرکت کی کار کاوه. دغه شرکت غوښتل چې د پخلي په برخه کې یو بل کس هم وګوماري، نو ورور مې ماته وویل چې د بل کس څخه به ښه وي چې زه هلته کار وکړم. یاد شرکت کې مې ورور دوه کاله کار وکړ خو زما د کار موده یوازې ۴ میاشتې وه. ورور ته مې د طالبانو له خوا ګواښونه شوي وو چې موږ باید دا کار پرېږدو. خو موږ دا خبره عادي وګنله. 

نجیب الله ولي له خپلو ملګرو سره

د ورور وژنه او اروپا ته تګ

یوه ورځ مې ورور خپل ماشومان په موټر کې ښونځي ته بیولي ول. طالبانو په لاره کې مین اېښودلی و. د مین د چاودېدنې له کبله زما مشر ورور شهید شو او درې ماشومان یې ټپیان شول.

د دې پیښې وروسته ما خپلې مور، خوېندې او ښځې خپل د ماما کور ته واستولې او زه په خپله اروپا خوا ته روان شوم. اوس هغوی زما د ماما کور کې اوسېږي.

ماما مې د یو قاچاق وړونکي سره خبرې وکړې او هغه ته یې ۶۰۰۰ یورو ورکړلې. د کال ۲۰۱۸ په جون میاشت کې زه کابل ته لاړم چې د نیمروز له لارې ایران ته ځان ورسوم. موږ په ۴ ورځو کې ایران ته ورسېدو. په ایران کې مو ۹ ورځې تېرې کړې. 

له ایرانه تر یونان پورې 

موږ د شپې په ۲ بجو د قاچاق وړونکي په موټر کې سپاره شوو او د ترکیې په لور مو حرکت وکړ. موټر د ۵ کسانو ظرفیت درلود خو دغه شپه ۱۵ یا ۱۶ کسان پکې سپاره ول. یو غر ته نږدې قاچاق وړونکي موټر ودراوه او کډوال یې  پیاده کړل. له غر څخه تر تېرېدو وروسته مو په یوه مسافر خانه کې شپه تېره کړه. سبا سهار قاچاق وړونکي په یو پیک اپ موټر کې شاو خوا ۴۰ کسان سپاره کړل او موټر د ترکیې د سرحد په لور حرکت وکړ. موږ پخپله وان ښار ته ورغلو. هلته مو د ۴ ورځو په موده کې نه ډوډۍ درلودله او نه هم د اخستلو لپاره یې پیسې راسره وې. قاچاق وړونکي موږ ته ویلي وو چې د سفر د ترسره کېدو له پاره افغانستان کې باید هغوی ته پیسې ورکړل شي. 

دوی په موږ باندې په جبر سیم کارتونه خرڅول چې خپلو کورنیو ته زنګ ووهو چې دوی ته پیسې ورکړي. هلته زما ماما دوی ته پیسې ورکړلې. بیا موږ انقرې ښار ته نږدې یوې بلې مسافرخانې ته ولاړو، هلته مو ۳ ورځې په سړک کې تېرې کړې ځکه چې د بس ټکت مو نه درلود. دوی را ته وویل چې تاسو مهاجر یاست او موږ مهاجرو ته د بس ټکټونه نه شو ورکولی. خو یو کډوال په ترکي پوهېده هغه موږ ته ټکټونه واخیستل.

د بلغارستان د پولیسو تاوتریخوالی

استانبول ته د رسېدو له پاره مو ۲۴ ساعتونه مزل وکړ. هلته موږ ته یو کس ولاړ و. موږ د ده کور ته ولاړو. سبا سهار په ټکسي کې د بلغارستان پولې ته ورسیدو. موږ ته یو ځای ښودل شوی و چې هلته باید یو کس ته منتظر شو، خو هغه شپه پولیسو زموږ پسې ورسېدل. دوی موږ ونیولو. په ډله کې مو ۶ افغانان، ۲ بنګلدیشيان او ۲ سریلانکایان وو. 

له پولیسو سره سپي وو. دوی خپل سپي خوشي کړل. کډوال سپي وخوړل. لاس مې ټپی شو. زما شرټ سپین و، خو شرټ مې په وینو سور شو. ټول کډوال ټپیان شوي وو. 

د نجیب الله لاس چې د بلغارستان په پوله کې ټپی شوی و. کرېډېټ: نجیب الله

بیا یې په یو موټر کې ترکیې سرحد ته ولېږدولو او موږ ته په انګریزي وویل: «Go to Turkey». موږ د سهار په ۹ بجو ترکیې ته بېرته ورسېدو. هلته د ترکيې پولیسو ونیولو او بیا یې روغتون ته ولېږدولو. روغتون کې موږ ته ۵ بیچکارګانې راکړلې. موږ بیرته استانبول ته ورغلو او هلته مو ۱۰ ورځې تېرې کړې. بیا موږ د هماغه کس کور ته ولاړو. هغه موږ ته وویل چې د بلغاریا لار سخته ده، دا ځل یونان ته لاړ شئ. تر سرحد پورې په موټر کې ورغلو، بیا مو په کښتۍ کې له سمندره د تېرېدو هڅه وکړه. خو یونان کې پولیسو ونیولو او زندان ته یې واچولو. 

زندان کې مو یوه میاشت تېره کړه. وروسته موږ ته یو خط ورکړل شو چې باید د ۱۵ ورځو په موده کې موږ له یونانه ووځو. هغه مهال چې موږ په زندان کي بند وو، هلته څو ځله ناروغ شوم خو کوم ډاکټران نه راغی، بهر ته مو د تللو جازه نه درلودله. هلته ټول خلک ستونزې درلودلې. ډوډۍ د ملګرو ملتونو له خوا کډوالو ته ورکول کیده. یاد زندان له کانتینرونو څخه جوړ شوی او نوم یې سالونیک و. 

خو تر ټاکل شوې مودې څخه مخکې زه له څو کسانو سره یو ځای مقدونیې ته ورغلم. هلته مو ۲ ورځې په ځنګل کې په پښو مزل وکړ او سربیا ته ولاړو. په سربیا کې مو د افغان پارک په نوم یو پارک کې شپه تېره کړه. سبا ماښام مو د بوسنیا په لور حرکت وکړ. په بوسنیا کې د بیهاچ په نوم سیمې ته ورسیدو چې هلته د ملګرو ملتونو له خوا موږ ته ډوډۍ ورکول کیده. پارک کې مو ۴ شپې تېرې کړې. بیا قاچاق وړونکي راغلل او موږ ته یې د سلوانیا لار وښودله. په پوله کې پولیسو ولاړ وو. موږ اړ شو چې ۴ ساعته انتظار وکړو چې پولیسو له سیمې څخه ولاړ شي. د شپې په ۱۱ بجو مو د غرونو له لارې خپل سفر پیل کړ او تر ایټالیا پورې مو ۵ ورځې مزل وکړ.

بیا موږ ایټالوي پولیسو ونیولو او پوښتنه یې وکړه چې کوم هیواد ته تلل غواړو. ځینې وویل جرمنی، څو کسان سویډن او ما فرانسې ته اشاره وکړه. څو کسان په ایټالیا کي پاتې شول.

بیا مو له یو کس سره خبرې وکړې چې په څومره پیسې فرانسې ته تللی شو. هغه وویل چې زه په ۲۰۰ یورو کانتینر کې تاسو فرانسې ته بوځم.

نجیب الله د ډوډۍ خوړلو په مهال. کرېډېټ: نجیب الله

په مارسي کې پولیسو لارۍ ودروله او د زموږ د ګوتو نښې واخیستلې. موږ درې کسان پاریس ته راغلو. پاریس کې ۵ ورځې په لا شاپل کې پاتې شوم. څو ورځو وروسته مې خپلو دوستانو سره اړیکې ونیولې چې راته یو ځای پیدا کړي. اوس هم د یو افغان په کور کې په کرایه اوسېږم.»

 

نورې ليکنې