افغان کډوال بلال د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې د «توم دکي» د رومیانو په کارخانه کې پر کار بوخت دی. کرېډېټ: کډوال نیوز
افغان کډوال بلال د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې د «توم دکي» د رومیانو په کارخانه کې پر کار بوخت دی. کرېډېټ: کډوال نیوز

د فرانسې په سوېل لویدیځه پرانتیس – ان – بورن سیمه کې ځینې افغان کډوال د موسمي یا فصلي کارګرانو په توګه دنده ترسره کوي. کډوال نیوز د «توم دکي» په نامه د رومیانو یوې کارخانې ته تللی او له ځینو افغان کډوالو سره یې لیدلي دي. بشپړ رپوټ.

مصطفی پر یو خوځند ماشین ولاړ دی. هغه له بوټو دانه دانه رومیان راټولوي او خپله ټوکرۍ ترې ډکوي. اوس د ورځې شاوخوا درې نیمې بجې دي او مصطفی د فرانسې د پرانتیس – ان – بورن سیمې د رومیانو په یوه کارخانه کې پر کار بوخت دی. دغه ۲۵ کلن افغان کډوال د ننګرهار د روداد ولسوالۍ دی او له دوو کلونو راهیسې په فرانسه کې اوسېږي. هغه وایي: «غواړم چې راتلونکي کال کې هم همدغه ځای کې خپل کار ته ادامه ورکړم.»

«زه هم له خپلې دندې څخه راضي یم، خوشاله یم چې هره ورځ کار ته راځم»: دا د یو بل افغان کډوال خبره ده. ۲۲ کلن بلال د لغمان د مرکز دی او د خپل ملګري مصطفی په څېر په ۲۰۱۷ کې فرانسې ته راغلی دی. نوموړي فرانسې ته تر راتلو وړاندې دوه کاله په ناروې کې تېر کړي خو دلته یې د پناه غوښتنه رد شوې وه . بلال د روان میلادي کال له مارچ میاشتې راهیسې د رومیانو په دغه کارخانه کې کار کوي.

دغه دواړه کډوال چې اوس مهال د پرانتیس – ان – بورن سیمې په یوه استوګنځي کې اوسېږي، د «تغ دو کلتور» سازمان له خوا دغې کارخانې ته معرفي شوي دي. دوی وایي، دندې یې د ورځې په اوه نیمو بجو پیل او په درې نیمو بجو پای ته رسېږي، خو دوی تر څلورو نیمو بجو پورې اضافه کاري کوي ځکه خپل کار سره علاقه لري.

مصطفی د روان کال له سپټمبر راهیسې په «توم دکي» کارخانه کې کار کوي. کرېډېټ: کډوال نیوز

«موخه مو دا ده چې کډوال پر خپلو پښو ودرېږي»

هره شنبه د پاریس د ۱۴مې ناحیې د ښاروالۍ په وداني کې د «تغ دو کلتور» بنسټګران سره راغونډېږي او له هغو کډوالو سره مرکې کوي چې د فرانسې په بېلابېلو سیمو کې د کرنیزو کارونو په لټه کې دي: افغان کډوال لعل الدین آفتاب او فرانسوۍ ټولنیزه کارکوونکې پولین ویالرې.   

پولین چې تر دې مخکې یې د کډوالۍ په برخه کې له نورو ټولنیزو سازمانونو سره کار کړی او اوس د «تغ دو کلتور» سازمان مشره ده، وایي: «لعل الدین مې پخوانی همکار او ژباړونکی و. دا زما او د لعل الدین ګډ نظر و چې داسې یو سازمان جوړ کړو چې موخه یې له کډوالو سره مرسته کول وي او هغوی ته د کرنې په برخه کې د کار زمینه برابره کړي.»  

د آغلې پولین په خبره، د «تغ دو کلتور» د جوړولو فکر د ۲۰۱۸م کال په اکټوبر میاشت کې را پورته او د ډېسمبر په پای کې عملي شو. دغه سازمان په راتلونکي ډېسمبر کې یو کلن کېږي خو تر دې دمه یې شاوخوا ۷۰ افغان کډوالو ته د کار زمینې برابرې کړې دي. یاد کډوال چې د فرانسې په ایل – دو – فرانس او سوېل – لوېدیځو سیمو کې پر کار بوخت دي، هره میاشت له ۱۳۰۰ تر ۲۰۰۰ یورو ترلاسه کوي او د دولت له مالي مرستو هم ګټه اخیستلی شي.

لعل الدین د «تغ دو کلتور» د جوړولو فکر په اړه وايي: «د دغه سازمان تر جوړلو وړاندې مې له داسې افغانانو سره تماس درلود چې له پاکستانیانو او یا هندیانو سره یې کار کاوه. خو د میاشتې په پای کې یې جېبونو کې پیسې نه وې. ما خپل ځان ته وویل چې زه باید افغان کډوالو ته د کار زمینه برابره کړم.»

لعل الدین د افغانستان د بغلان ولایت دی او په ۲۰۰۹ کې فرانسې ته راغلی دی. نوموړی چې اوس فرانسوي تابعیت لري وایي، کورنۍ یې افغانستان کې اوسېږي خو هیله لري چې په نږدې راتلونکې کې به یې ښځې او درې ماشومان فرانسې ته راشي. هغه له پنځو کلونو راهیسې د سوسیال په برخه کې کار کوي او تېر کال یې له «اورور» سازمان سره د کار دایمي تړون لاسلیک کړی دی.

 دغه افغان کډوال د کار موندلو له پاره د «تغ دو کلتور» دفتر ته راغلي دي. کرېډېټ: کډوال نیوز

څوک په کرنیزو برخو کې کار کولی شي؟ او څنګه؟

د «تغ دو کلتور» د بنسټګرانو په حواله د دغه سازمان دروازې ټولو کډوالو ته پرانیستې دي، خو یوازې په دې شرط چې کډوال کار کولو سره شوق او علاقه ولري او په کاري ټولنه کې ادغام ته چمتو وي.

پولین وایي: «موخه مو دا ده چې له ټولو سره مرسته وکړو. خو تر اوسه پورې مو ډېری کار موندونکي افغانان دي. دوی د کار په لټه کې دي او موږ هغوی ته د کار زمینه برابروو.» نوموړې زیاتوي، فرانسوي کارفرمایان د داسې کارکوونکو په لټه کې دي چې د اوږدې مودې له پاره کار کولو ته چمتو وي او په فعاله توګه خپلې دندې ترسره کړي.

هغه کډوال چې غواړي فرانسه کې د کرنې په برخه کې کار ومومي، هغه لومړی باید د «تغ دو کلتور» کارکوونکو سره مرکه وکړي او دغه راز چمتو وي چې د فرانسې یوې بلې سیمې ته ولاړ شي.

لعل الدین وایي: «څومره چې موږ پوهېږو فرانسوي کارفرمایان غواړي چې خپل کارکوونکي د اوږدې مودې له پاره ځان سره وساتي. د بېلګې په توګه، د بوردو په پرانتیس – ان – بورن سیمه کې دوی خپلو افغان کارکوونکو ته بایسکېلونه اخیستي دي او دغه راز هغوی ته کورونه هم ورکوي.»

دغه کار کوونکي د مڼې، کیوي او رومي بانجان په کار خانو کې کار کوي. ځینې کسان هم د څارویو روزونکو په توګه کار موندلی شي. د «تغ دو کلتور» د بنسټګرانو په حواله، اټکل دی چې راتلونکي کې به د فرانسې په نیم ښار کې ځینې نور افغان کډوال د خټکي په کارخانو کې وګومارل شي.

پولین او لعل الدین (ښۍ اړخه)، سباستین (د کارخانې مشر) او کورین (د «توم دکي» مالي مسوله) له یو کاګر سره خبرې کوي. کرېډېټ: واسع محسن/کډوال نیوز

«افغان کارکوونکي په چټکه ټوګه کاري ټولنه کې ادغامېږي»

د «توم دکي» د رومیانو په کارخانه کې د مصطفی او بلال مشر ونسان دغو دوو کارکوونکو ته په اشاره سره وایي: «بلال تېر مارچ خپله دنده پیل کړه، خو مصطفی دلته نوی راغلی دی. دوی اوس خپل کار سره ښه بلد دي او موږ له هغوی څخه راضي او خوشاله یو.»

د «توم دکي» مالي مشره او د بشري منابعو مسوله کورین دولوک د ښاغلي ونسان دغه خبره تاییدوي او زیاتوي، چې افغان کارکوونکي خپلې دندې سره شوق او علاقه لري او «په چټکه توګه کاري ټولنه کې ادغامېږي.»

نوموړې دې تکي ته هم اشاره کوي چې «توم دکي» کارخانه کې نورو کډوالو ته هم د کار موندلو زمینه برابره ده. اوس مهال په دغه کارخانه کې لس افغانان پر کار بوخت دي او ۸ افغانان د «تغ دو کلتور» سازمان له خوا «توک دکي» ته معرفي شوي دي. یادو کارکوونکو ته کارخانې ته نږدې په داسې یوه سیمه کې کورونو ورکول شوي چېرې چې فرانسوي او اسپانوي وګړي هم اوسېږي.

بلال او مصطفی په دې اند دي چې د نورو خلکو ترمنځ کار کول یوه مهمه تجربه ده. نو ځکه دوی بهرني ملګري لري او کله نا کله له خپلو ملګرو سره د اټلانتیک سمندر سواحلو ته د چکر له پاره ځي.

اوس د ورځې څلور نیمې بجې دي. مصطفی او بلال د کار جامې ایستلې او له کارخانې وتلي دي. دوی اوس پر خپلو بایسکلونو سپاره دي او د خپلو کورونو په لور پایډل وهي.

بلال د کاري ورځې په پای کې. کرېډېټ: واسع محسن/کډوال نیوز

 

نورې ليکنې