اوشین ویکنګ د یکشنبی په ورځ کی ١٧٦ کډوال له مدیترانې څخه وژغورل. کریډټ: اس او اس مدیترانې سازمان
اوشین ویکنګ د یکشنبی په ورځ کی ١٧٦ کډوال له مدیترانې څخه وژغورل. کریډټ: اس او اس مدیترانې سازمان

د اس او اس مدیترانې او بې سرحده ډاکټرانو ژغورونکې کښتۍ، اوشین وایکنګ، د وروستی اونی په پای کی ١٧٦ کډوال له مدیترانې څخه وژغورل.

د اس او اس مدیترانه سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکي چې د ژغورل شویو کډوالو په ډله کې حاملې ښځې او ماشومان هم شته.

د اوشېن وایکنګ په ټویټ کې راغلي چې د کډوالو د ژغورنې لومړۍ عملیات په ترڅ کی، د یکشنبی په ورځ ( د اوکتوبر ١٣ مه) ٧۴ کډوال چه ٦ کسانو یې ماشومان و دلیبیا نژدی اوبو نه وژغورل شول.

د اس او اس مدیترانه سازمان په خپله ټویټ کی وایی اروپایی مقاماتو نه غوښتلی چه اجازه ورکړي دغی کډوالو په یو امن بندر کی ښکته شي.

اوشېن وایکنګ په خپل وروستني ماموریت کې شاوخوا ۲۰۰ کډوال له مدیترانې څخه وژغورل.


 

نورې ليکنې