د مانش کانال: ارشف
د مانش کانال: ارشف

دوه تنه د انساني قاچاقو په تړاو د جمعې په ورځ د (اکتوبر ۱۱مه) د بولوین- سر-میر کي محکمې ته واستول شول. قاچاق کونکي یوې افغان او بل یی هالندي دي. د میترا مهراد ۳۱ کلن ایرانې ښځي د مانش کانال د تېریدو پر مهال ډوبه شوې او وروسته مړي وموندل شو. دا لومړۍ ځل ده چي یوه کډوال د مانش کانال به اوبو کې مړه کیږي.

 ټاکل شوي وه چي دوه افغان او هالندي قاچاق کونکي د جمعې په ورځ د بولونی-سور-مر په کالې کي محاکمه شي. خو دغه محاکمه د دسمبر تر ۶ پوری وځندول شو. یاد کسان د کډوالو د ناقانونه تېریدو او په کانال کي د ۳۱ کلن ایراني کډواله میترا مهراد د مړني په تور محاکمه کیږي. دوي د اګست او سپتمبر په میاشتو کې د کانال څخه به ناقانونه  ډوله د کډوالو کښتېو تنظیم کولو تورن دي. دواړه تورن د دوشنبې په ورځ د (اکتوبر۲مه )د پولیسو لخوا نیول شوي وو.

فرانسوي پلټونکې وایی تورن کسان د ۶ تر ۸ کښتېو د کډوالي له مانش کانال څخه تېرولو لپاره اخستلي وو. د لوپاریزین ورځپانې په وینا یاد کښتېو د ۲۰۰۰ تر ۳۰۰ یورو پوري اخستیل شوي وه. اګزاویه دلریو، د ناقانونې کډوالي او د اسنادو پرته بهرنیانو استخدام مبارزې د دفتر رئیس وویل: « د هر کډوال څخه د ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ یورو اخستلې شوې دي.»

قاچاق کونکي د لویی لارې د تیرېدو پرمهال د فرانسوي پولیسو لخوا نیول شوي وو. دوي د دیژون ښار څخه راتلل، چیرته چي یوه نوي کښتۍ اخیستي وه.

د څارنوال په وینا، دریم شکمن چي یو افغان سړي دي هم د پولیسو لخوا د وال دو مرن رستورانت کی نیول شوي و، خو هغه د دی قضیې سره تړاو نه درلود او بیرته خوشی شو.

میترا مهراد لومړۍ رسمی مړینه په مانش کانال کيت

 میترا مهراد یوه ایراني ښځه د کانال د تیرېدو پر مهال ډوبه شو. دا لومړۍ قضیه په دی کانال کي دي. آغلې مهراد د ۲۰ نورو افغانانو او ایرانيانو په ډله په کښتۍ کې سپاره وه چي کښتۍ د تخنیکی ستونزو او د تیلو د نشتون له امله لالهاند شو او په ترڅ کې د بریتانیا د ساحلي څواکونو لخوا په کنت کي وژغورل شو. دوه کډوال د میترا سره په اوبو کي غورځیدلي وه خو میترا لا دمخه ډوبه وه. د بریتانیا او بلجیم څیړونکو تایید کړي چي په د بریتانیا سویل ختیځ کی د رامسګیت په اوبو کي د هغه جسد وموندلي.

د میترا سره سپاره کډوال  سکای نیوز Sky News چینل ته وویل چي میترا د هغوي سترګی لاندي ډوبه شو خو هغوی ونه توانید چی وژغوري: « موږ هغومره زرور نه وو لکه هغه. هغه د ماشوم ژغورلو لپاره هڅي وکړل او ماشوم ژوندي پاتي شو خو هغه نه...»

د راپورونه له مخه میترا د رسۍ موندلو لپاره ځان په اوبو کي غوځولي وه او د هغه مړي د اګست ۸ مه د هالند ساحل ته نږدي وموندل شو.

آغلي مهراد د تایلند بانکوک پوهنتون څخه ارواپوهنې په برخه کي ماستری ترلاسه کړي وه. دیلی میل ورځپانی په حواله هغه ایرانیان چي په فرانسې کې د میترا سره لیدلي وه وایی چي هغه د ایران د کیش ټاپو اوسیدونکي وه او غوښتل یی بریتانیا کي له خپلې کورنۍ سره یوځای شی.

 ځینې وختونه ښځې یوازي سفر کوي

میترا د کډوالۍ په ستونزمن لارې کی یوازی سفر کړي و. د کډوالۍ ښځې سازمان غړي چي په دنکرک کي مېشته ده او د کډوالې ښځې سره مرسته کوي د میترا سره اړیکې نیولي وو. میترا څو موده په ګراند سینت کي اوسیدلي و.

فرانسس د کډوالۍ ښځو د مرکز غړي وویل: « ښځي یوازی سفر نه کوي خو په دي وروستېو میاشتو کي موږ یوازي ښځی چي د ایراني او د عراق کردان دي، لیدلي دي چي یوازی سفر کوي.»

د دی سازمان په وینا داسی سفرونه ډیر زیانمنونکي دي. فرانسس وایی: « یاد ښځي له جبري ودونو څخه تښتیدلي او د کډوالی پر مهال له میړونو څخه جلا شوی دي.» دوي ډیري وخت د قاچاق کونکو لخوا تېر باسی. موږ په منظمه توګه ګورو چي ښځي د امنیتي دلایلو له مخي له سړي سره ملګرتیا کوي. مګر دا شرایط د تاوتریخوالي لامل هم کیدي شي.

د دی سازمان په وینا« د دي ښځي مړینه د فرانسه او اروپا د ضعف نښه ده. هغه د نورو کډوالو په څیره خوندي ځای نه درلود او نه په قانوني توګه بریتانیا ته تللی شو.»


 

نورې ليکنې