د مانش په کانال کي د ساحل ساتونکی کښتې:  Crédit : PREMAR Manche / Twitter
د مانش په کانال کي د ساحل ساتونکی کښتې: Crédit : PREMAR Manche / Twitter

د فرانسې کورنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ(اکتوبر ۱۵مه) وویل چي بریتانیا فرانسې سمندري ژاندارم ته پیسې ورکوي چي له مانش کانال څخه د ناقانونه کډوالو د تیرېدو مخه ونیسې.

د دوشنبې په ورځ د فرانسې په شمالي سیمه د «توکې» په ښار کي د دوو عراقیان جسدونه په داسې یوه ځای کې وموندل شول چی کډوال په کې د یو شمیر کښتیو په مرستې هڅه کوي چي بریتانیا ته ولاړ شي.

د لا زیات معلومات لپاره: دوو عراقیان جسدونه په کالې کي وموندل شو

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانر په یوه اعلامیه کې وویل چي له خپل بریتانوي سیال پریتي پاتل سره یی د ناقانونه او خطرناکې کډوالۍ مخنوي لپاره مالی مرستې پریکړه کړي. آغلی پاتل د اګست په وروستیو کي شمالي فرانسې ته د سفر کړي و.

هغه زیاته کړه چي د یوه ګډه پلان له مخې نور سمندري ژاندارم د دی هیواد په شمال کې پرتې- کالې سیمې ته د ګزمی لپاره پیاوړې کوې.

په ژمنې شویو اوه میلونه یورو به چي د کډوالو د مخنیوي له پاره د فرانسې د هڅو له ځانګړي وي، دا نیوي لګښتونه هم ور اضافه شي.

ښاغلی کاستانر وویل: «د پلان پیاوړي کولو لپاره د بریتانیا نوې پرېکړه خورا قوي نښه ده»

هغه زیاته کړه: «د پخوا په پرتله ډیره اړینه ده چي د داسې پېښو مخه ونیول شي، نه یوازي د مهاجرت فشارونو کمولو ... بلکه د نوي انسانی پیښو څخه مخنیوي لپاره هم.»

د فرانسې د سمندري ځواکونو د شمېرې له مخې د روان کال له پیله راهیسې نږدې ۱۴۷۳ کسان هڅه کړې چې د مانش کانال له لارې ځان برتانیا ته ورسوي. ۲۰۱۸ کې ۵۸۶ کسان د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تللو هڅې کړې وه.

 


 

نورې ليکنې