اوشېن وایکنګ:Crédit : SOS Méditerranée
اوشېن وایکنګ:Crédit : SOS Méditerranée

اوشېن وایکنګ د چهار شنبې ماسپښین (اکتوبر ۱۶مه) بیرته د لیبیا ساحل په لور خپله سفر پیل کړل. تيره اونې یادې کښتۍ شاوخوا ۱۷۶ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورلي وو، د چهار شنبې په سهار یی په تارانتو بندر کي یاد کډوال ښکته کړل.

اوشېن وایکنګ دوو عملیاتو په ترڅ کې په یوه اونې کې ۱۷۶ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورلي وو. د ايټالیا چارواکو د دوشنبې په ورځ یادې کښتۍ کي سپرو کډوالو ته د کوزېدو اجازه ورکړه. 

اس او اس مدیترانې او د بې سرحده ډاکټرانو ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ په تیره اونې کې د ژغورنې دوه جلا عملیاتو تر سره کړل. شنبې په ماښام د (اکتوبر ۱۲مه) یی په لومړیو عملیاتو کې ۷۲ کډوال ژغورلي دي، چي ډیری يې نارینه او ۶ کم عمره کډوال په کښي شامل دي.  همداراز ۴ امیندواره ښځي او ۹ ماشومان په ګډون دویمو عملیاتو کې یې ۱۰۲ کډوال د یکشنبې سهار د مدیترانې له ساحل څخه ژغورلي دي.

اس او اس مدیترانې خپله تیوټر پانه کې لیکې: «موږ خوشاله یو چې ۱۷۶ کډوال پرته له انتظار څخه خوندي بندر ته ورسیدل.»




 

نورې ليکنې