کډوال د ډوډۍ ویشول لپاره انتظار باسی: Crédit : Jeanne Frank, ITem, pour InfoMigrants
کډوال د ډوډۍ ویشول لپاره انتظار باسی: Crédit : Jeanne Frank, ITem, pour InfoMigrants

د بوسنیا اونا سانا کانتون چارواکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ د پنډغالي څخه بهر کسان به ووچیاک غیر رسمي مرکز ته انتقال کړاي شي. یاد مرکز د کیمیاوي موادو پخوانۍ ډیران باندی جوړ شوي دي.

 د دوشنبې په ورځ  اکتوبر ۱۴ مه او ۱۵مه د سه شنبې په ورځ ۱۵۰۰ کډوال نیوي کمپ ته لیږدول شوي. د دوشنبې په ورځ د اونا سانا چارواکو وویل ټول هغه کډوال چي په نا قانونه پنډغالو او یا ناقانونه استوګنځایونو کي اوسیږي د ووچیاک کمپ ته واستول شي.

لا زیات معلومات لپاره: د ووچیاک د کډوالو په پنډغالې کې بشري کړکیچ

د انا سانا لومړۍ وزیر ویاند وویل : «ددي اقدام موخه دا ده چي اوسیدونکو ته عادي ژوند برابر کړو او د ناخوالو، جرمي عملونه او غلاګاني مخنیوي وکړو.»

د اونا سانا د کورنیو چارو وزیر نیرمن کلجیجک په وینا، د پنډغالي وضعیت ورځ په ورځ خرابیږي ځکه چي د کډوالو راتګ ډیریږي. هغه زیاته کړه:«موږ د پنډغالي بهر ډیر کډوال لرو ځکه چي تول مرکزونه ډک دي.»

د کډوالو ستونزي د حل لپاره د ووچیاک وړاندیز ښه نه دي

بوسنیا کې د کډوالو نړیوالي ادارې د ماموریت مشر پیتر وان دېر اوسوېرائرت کډوال نیوز ته وویل:«دا رښتیا ده چي رسمي پنډغالي نه شته او دا مسئله خورا عاجله شوې ده.» د هغه په وینا د کډوالو نړیواله اداره او د اروپایی ټولنې چمتو دی چي د نوي پنډغالي جوړول تمویل کړي خو«د نويو مرکزونو پرانستنه  په سیاسی کچه اجازې ته اړتیا نه لري.»

هغه زیاته کړه چي: «زه د اونا سانا په کانتون د چارواکو ناهیلې پوهیږم چي له زیات شمیر کډوالو سره مخامخ دي، مګر د ووچیاک وړاندیز د حل لار نه ده.»

د زیات معلومات لپاره: بوسنیا باید کډوال نا امنه پنډغالي کې اوسیدو ته اړ نه کړي

د ووچیاک پنډغالي د ځنګله په مینځ کې موقعیت لري، د اوبو او بريښنا پرته دي. د اکتوبر میاشت په پیل کې د ۶۰۰ تر ۷۰۰ کډوال په دغه کمپ کی راوړل شوي دي. د جون په میاشت کې یاد پنډغالي د پرانسیتلو په مهال، ملګرو ملتونو، د کډوالو نړیواله اداره او اروپایی ټولنې وویل چي «دا پنډغالي د انسانانو له پاره نامناسب دي.» د ماهرانو څېړنې وښودله چې یاده ځمکه د میټان په نامه یوه اور اخیستونکی ګازهم لري . سربیره ، له ماینونو ډکه سیمه  چې د ۱۹۹۰ لسیزې جګړو څخه هلته پاتي دي کمپ ته نږدې پرته ده.

بېړنۍ مرستې

سلیم مدزیک په بیهاچ کې د سره صلیب سکرتر وایي چې د سه شنبې په ورځ د رارسیدونکو کډوالو شمېر شاوخوا ۲۰۰۰ ته رسیږي. د بیهاچ په ښار کي له لاریون وروسته د سره صلیب سازمان کارکوونکي هره ورځ دوه ځله پر کډوالو خواړه وېشي چې کډوال په خیمو کې وساتي.

مګر د سره صلیب شتون به دوام ونه لري. د سه شنبې په ورځ شهرت فضلیچ د بیهاچ ښاروال اعلان وکړ چې د اکتوبر له ۲۱ مې وروسته به له کډوالو سره مرستې نه کیږي.

بل لور سلیم مدزیک کډوال نیوز ته وویل که چیرې وضعیت نور هم خراب شي، نو د سره صلیب دلې به پنډغالی پرېږدي.

ملګرو ملتونو پخوا لا د ووچیاک وضعیت «د اندیښنې وړ بللى» او زياته کړې يې وه چې له کډوالو سره کافي مرستې نه کیږی.

د کډوالو نړیوالې ادارې د مالوماتو له مخې د ۲۰۱۸ له جنوري راهیسې بوسنیا کې ۴۵۰۰۰ کډوال راجسټر شوي چې ډېری یې د اونا سانا په کانتون او د بیهاچ او ولیکا کلادوشا ښارونو په شاوخوا کې اوسېږي.
 

نورې ليکنې