یوه ښځه او ماشوم یې د یونان په الفسینا بندر کې. کرېډېټ: رویترز کوستاس بالتاس
یوه ښځه او ماشوم یې د یونان په الفسینا بندر کې. کرېډېټ: رویترز کوستاس بالتاس

یوناني چارواکو د سه شنبې په ورځ (د اکټوبر ۲۲مه) نږدې اووه سوه کډوال له ساموس ټاپو څخه مرکزي یونان ته انتقال کړل. چارواکي وایي دوی غواړي چې یوناني ټاپوګانو کې د کډوالو شمېر کم کړي.

د چارواکو په حواله ۶۹۷ کډوال او پناه غوښتونکي له ساموس ټاپو څخه الفسینا بندر ته رسېدلي دي. تر دې وړاندې ۱۲۰ نور کډوال له لېسبوس ټاپو څخه دغه بندر ته رسېدلي وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو ادارې په حواله نږدې ۳۳۷۰۰ کډوال او پناه غوښتونکي یوناني ټاپوګانو کې اوسېږي.

تېر سپټمبر د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ کې د اورلګېدنې له کبله یوه ښځه ووژل شوه. دغه راز د ساموس ټاپو په یو کمپ کې اورلګېدنه په سلګونو کډوال بې ځایه کړل.  

د شمېرو له مخې روان کال په سپټمبر میاشت کې تر ۱۲۰۰۰ ډېر کډوال یونان ته رسېدلي دي.

د یونان د کډوالۍ وزارت سکرټر مانوس لوګوتېتیس رویترز خبري اژانس ته ویلي، په روانه اوونۍ کې به ۳۰۰ نور کډوال له ساموس ټاپو څخه انتقال شي. نوموړې همدا راز زیاته کړې چې راتلونکې اوونۍ کې به شاوخوا ۲۰۰۰ کډوال له نورو ټاپوګانو څخه مرکزي یونان ته ولېږدول شي.

د ښاغلي لوګوتېتیس په حواله یونان غواړي چې د روان کال تر پایه پورې به شاوخوا ۲۰ زره کډوال له ټاپوګانو څخه انتقال کړي.

تر دې مخکې یوناني چارواکو ویلي وو چې د کډوالۍ پر وړاندې به خپل دریځ سخت کړي. اټکل دی چې د راتلونکي کال تر پایه پورې به رد شوي ۱۰۰۰۰ کډوال بېرته ترکیې ته واستول شي.


 

نورې ليکنې