دغه کډوال د لیبیا د سمندري ځواکونو له خوا له سمندره ژغورل شوي دي. کرېډېټ: رویترز
دغه کډوال د لیبیا د سمندري ځواکونو له خوا له سمندره ژغورل شوي دي. کرېډېټ: رویترز

د لیبیا سمندري ځواکونو د دوشنبې په ورځ وویل چې په تېره اوونۍ کې یې د یو لړ عملیاتو په پایله کې تر ۵۰۰ ډېر کډوال د طرابلس له ساحلي اوبو څخه ژغورلي دي.

د سمندري ځواکونو ویاند جنرال ایوب قاسم د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «په یوه اوونۍ کې ۵۴۵ ناقانونه کډوال ژغورل شوي چې له افریقایي، اسیایي او عربي هیوادونو څخه راغلي او په ډله کې یې لسګونې ښځې او ماشومان هم دي.» 

د ښاغلي قاسم په حواله دغه عملیاتونه د لیبیا د ساحلي ګارد له خوا د طرابلس په ختیځو او لوېدیځو سیمو کې ترسره شوي.

د لیبیا سمندري ځواکونه زیاته کړې چې له جنورۍ راهیسې یې شاوخوا ۷۰۰۰ کډوال د دغه هیواد په لوېدیځو اوبو کې نیولي دي چې د ۲۰۱۸م کال پرتله ۴۳ سلنه کموالی ښيي.

لیبیا کې مرستندویه سازمانونه لومړی د نیول شویو کډوالو هرکلی کوي، خو وروسته یاد کډوال لیبیایي توقیف ځایونو ته لېږدول کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو ادارې له مخې نن سبا لیبیا کې په زرګونو کډوال په ډېرو سختو شرایطو کې بند پاتې دي. د طرابلس په سوېلي سیمه کې د وسله والو شخړو تر پیل راهیسې د دغو کډوالو وضعیت لا خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو په حواله د ملي یووالي حکومت او د مارشال خلیفه هفتر ترمنځ جګړې تر اوسه پورې تر زرو ډېر کسان وژلي او ۱۲۰۰۰۰ نور یې بې ځایه کړي دي.


 

نورې ليکنې