سلګونه کډوال هره ورځ له ترکیې څخه یوناني ټاپوګانو ته ځان رسوي. کرېډېټ: پیکچر الاینز/ ر. بریتو
سلګونه کډوال هره ورځ له ترکیې څخه یوناني ټاپوګانو ته ځان رسوي. کرېډېټ: پیکچر الاینز/ ر. بریتو

د چهارشنبې په ورځ د یونان کس ټاپو ته نږدې د یونان د ساحلي سرتېرو یوې ګزمه کوونکې بېړۍ د کډوالو له یوې بېړۍ سره ټکر شوې. پېښه کې یو ماشوم مړ او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د یونان ساحلي ګارد وایي، د چهارشنبې په ورځ (د اکټوبر ۲۳مه) اژې سمندر کې د یونان د ساحلي سرتېرو بېړۍ د کډوالو له یوې بېړۍ سره ټکر شوې چې په پایله کې یې یو ماشوم مړ او ۶ کسان ټپیان شوي. د چارواکو په حواله دې پېښه کې یو سړی او یو ۳ کلن ماشوم لادرکه دي.  

چارواکي زیاتوي، پېښه د یونان کس ټاپو ته نږدې د شپې له خوا رامنځته شوه. دوی دا هم وایي چې د کډوالو په دغه کښتۍ کې ۳۴ کسان سپاره وو.

د پېښې ټپیان، چې په ډله کې یې یوه مېندواره ښځه هم ده، د یونان د کس ټاپو روغتون ته وړل شوي دي.

د روان میلادي کال پر مهال له ترکیې څخه یونان ته د ننوتونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

تېره اوونۍ د یونان لومړی وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس وویل چې نن سبا اروپایي هیوادونه د «کډوالو څپو» او اقتصادي پناه غوښتونکو له کلابند شوي دي.

د یونان نوی حکومت غواړي چې د پناه غوښتنې د اروزنې موده چټکه کړي او د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې به ۱۰۰۰۰ کډوال بېرته ترکیې ته وشړي.   ‍‍‍

 

 

 


 

نورې ليکنې