ووچیاک کې کمپ ډېری کډوال د افغانستان او پاکستان دي. کرېډېټ: ژن فرانک
ووچیاک کې کمپ ډېری کډوال د افغانستان او پاکستان دي. کرېډېټ: ژن فرانک

د بوسنیا د بیهاچ ښار چارواکو د دوشنبې په ورځ د ووچیاک کمپ پر اوسېدونکو اوبه قطع کړه. د دې کار هدف ووچیاک کمپ کې د کډوالو د شمېر کمول بلل شوي دي. بل لور ته نړیوال سازمانونه وایي چې ووچیاک کمپ د کډوالو له پاره نامناسبه دی.

د بیهاچ چارواکو تر پرېکړې وروسته مرستندویان وایي چې د دې اقدام له کبله به یوازې د ووچیاک سیمې اوسېدونکي زیانمن شي. دغه کمپ کې، چې پخوا د کثافاتو د لرې کولو ځای و او هغې سیمې ته نږدې موقعیت لري چې ماینونه په کې کارول شوي، نن سبا نږدې ۱۰۰۰ کډوال اوسېږي.

د بیهاچ ښار چارواکي همدا راز د یوې بېړنۍ غونډې د جوړولو اعلان کړی. اټکل دی چې دغه غونډه کې به د ووچیاک کمپ پر راتلونکي بحث وشي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان او بوسنیا کې د اروپایي ټولنې ماموریت له بوسنیایي چارواکو څخه له ووچیاک نه د یادو کډوالو د انتقالولو غوښتنه کړې وه. د کډوالو د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګری رپوټ ورکوونکی فیلیپ ګونزالز مورالېس د روانې میاشتې په پیل کې رسنیو ته ویلي وو: «دا سیمه د انسانو له پاره بیخي نامناسبه ده.»  نوموړي دغه راز زیاته کړې وه چې د ژمي په را رسېدو سره سرپناه نه لرونکو کډوالو ته باید حل لاره وموندل شي.

خو بل لور ته د بیهاچ ښاروال سورېت فزلیچ وایي چې د سیمې ښاروالۍ به د کثافاتو د راټولولو خدمات هم قطع کړي ترڅو حکومت اړ شي د ووچیاک کمپ ځینې اوسېدونکي د بوسنیا نورو سیمو ته انتقال کړي.

د بوسنیا په شمال لوېدیځه سیمه کې په زرګونو هغه کډوال بند پاتې دي کوم چې غواړي د کروېشیا له لارې اروپایي هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

په همدې حال کې ووچیاک کمپ کې د سره صلیب استازی سلام میدزیک د بیهاچ چارواکو د پرېکړې په اړه وایي چې د اوبو د خدماتو قطع کول د کمپ اوسېدونکو – او په همدې ډول د رضاکارانو او ځایي وګړو – ترمنځ  د نښتو لامل ګرځېدلی شي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو ادارې پر کډوالو باندې د مرستو د بندولو په صورت کې د یو «بېړنی حالت» په اړه خبرداری ورکړ. یاد سازمان همدا راز د بوسنیا حکومت څخه غوښتنه وکړه چې کډوالو ته د اوسېدو یو نوی ځای برابر کړي.

 


 

نورې ليکنې