د یونان حکومت غواړي چې نږدې ۲۰۰۰۰ کډوال له ټاپوګانو څخه مرکزي سیمو ته انتقال کړي. کرېډېټ: رویترز/کوستاس بالتاس
د یونان حکومت غواړي چې نږدې ۲۰۰۰۰ کډوال له ټاپوګانو څخه مرکزي سیمو ته انتقال کړي. کرېډېټ: رویترز/کوستاس بالتاس

د یونان په شمالي سیمه کې د یوه کلي لسګونو اوسېدونکو د ۳۸۰ هغو پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو پر ضد احتجاج وکړ چې د ساموس له یو کمپ څخه دغې سیمې ته انتقال شوي وو. اوسېدونکو د دغو کډوالو د موټرونو پر لور ډبرې وهلې.

د کډوالو نړیوال سازمان په حواله دغه ۳۸ کورنۍ او زیان منونکي کسان د سه شنبې په شپه نیا وراسنا سیمې ته انتقال شوي وو، خو خلکو د هغوی د سروېسونو پر لور ډبرې وهلې.

د ارت دولتي ټلویزیون د انځورونو له مخې مظاهره کوونکو د کلي لاره بنده کړه او د کډوالو ضد شعارونه یې ورکړل: «سرحدونه وتړئ! ناقانونه کسان اخراج کړئ!»

د کلي د اوسېدونکو د مخالفت له کبله یاد پناه غوښتونکو د چهارشنبې په ورځ اوبې ټاپو هوټلونو ته انتقال شول چې د نیا وراسنا کلي په ۴۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

په همدې حال کې د کډوالو نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې د «تاوتریخوالیو پېښو» په اړه «اندېښنه» ښودلې او له دولت او سازمانونو څخه یې غوښتلي چې د ورته پېښو له تکرارېدو مخنیوی وکړي.

د روان میلادي کال پر مهال یونان ته د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. دغه کسان ډېری وخت د ترکیې له لارې ځانونه یوناني ټاپوګانو ته رسوي.

تر دې وړاندې د یونان حکومت ویلي وو چې د کډوالو د څپې د مخنیوي له پاره به خپلو سرحدونو کې امنیتي تدابیر لا ټینګوي.

د یونان حکومت دا هم ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به یوناني ټاپوګانو کې د کډوالو د شمېر د کمولو په موخه شاوخوا ۲۰۰۰۰ مهاجرو ته د یونان په مرکزي سیمو کې د اوسېدو ځایونه برابر کړي.

خو د یونان ځایي چارواکو د دې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی. څو ورځې مخکې د پانتلي ښاروالۍ د دې ښار د روغتون یوې برخې ته د کم سنه کډوالو د انتقالولو پرېکړه رد کړه.  

 


 

نورې ليکنې