فرانسوي چارواکي وایي چې د یکشنبې په ورځ یې د فرانسې په کالې بندر کې د څلورو ماشومانو په ګډون اته افغانان په یوه یخچال لرونکې لارۍ کې موندلي دي. دغه راز تېره شنبه بلجیم کې ۲۰ کډوال په دوو لاریو کې موندل شوي دي.
د فرانسې روغتیایي کارکوونکو ویلي چې کالې بندر کې موندل شوي افغانان، چې څلور ښځې او څلور نارینه دي، د سهار په ۵ بجو د کالې په یو روغتون کې بستري شوي او د ورځې په مازدیګر کې له روغتونه رخصت شول.
د بولونی – سور – مېر محکمې په حواله دغه اته کډوال چې وایي سېکان دي له هغې وروسته وموندل شول چې موټر چلوونکو غوښتل برتانیا ته د ورتګ له پاره خپله لارۍ یوه کښتۍ کې سپاره کړي.
د لارۍ دوه رومانیایي موټروانان نیول شوي دي.
چارواکو ویلي چې دغه دواړه کسان ډېر «وېرېدلي» وو، نو ځکه په لومړي سر یوه روغتون کې بستري شول.
بلجیم: ۲۰ کسان په دوو لاریو کې
د یو بل خبر له مخې د بلجیم ولایتي محکمو ویلي چې د شنبې په ورځ یې ۱۱ کډوال د دغه هیواد په ختیځه سن – ترون سیمه او ۹ تنه نور په شمال لویدیځه بروژ سیمه کې په دوو لاریو کې موندلي دي.
د لیمبورګ محکمې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې سن ترون سیمه کې موندل شوي کسان، چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم دي، افریقایان دي او ډېری یې له اریتریا څخه راغلي دي. د موندل شویو کسانو روغتیایي وضعیت ښه بلل شوی دی.
دغه ۱۱ کډوال وروسته له هغې وموندل شول چې لارۍ چلوونکي د یوې تخنیکي ستونزې له کبله خپل موټر یوه ګاراژ کې ودراوه.
بل لور ته د شنبې په سهار ۹ کډوال چې وایي عراقیان دي بروژ سیمه کې په یوه لارۍ کې وموندل شول.
د لوېدیځ فلاندر محکمې بلګا اژانس ته ویلي چې د موندل شویو کډوالو روغتیایي وضعیت ښه دی.
دوی زیاته کړې چې لارۍ کې د کډوالو د شتون په اړه پولیسو ته اطلاع ورکړل شوې وه.
دا په داسې حال کې چې د بلجیم د انور سیمې د یوې محکمې په حواله تېره سه شنبه په انساني قاچاقو تورن ۳ عراقیان د دغه هیواد په شمال لوېدیځه ګاند سیمه کې نیول شوي دي. چارواکو ویلي دغه ۳ کسان هغه مهال ونیول چې په یوه لارۍ کې یې ۱۶ کډوال انتقالول.