د جي آر ایس فعالیتونه او ګډونوالي. کردیدیټ: رحیمه نوری
د جي آر ایس فعالیتونه او ګډونوالي. کردیدیټ: رحیمه نوری

کوربه هیوادونو کې د ادغامېدو له پاره ټول کډوال اړتیا لري چې ځینو ټکو ته پام وکړي: د ژبې زده کړه، روغتون ته لاس رسی او د کار اجازه تر لاسه کول. پاریس کې د جی ار اس ( JRS) په نامه یوه ټولنه کډوالو ته ځینې داسې پروګرامونه جوړ کړي چې فرانسه کې د کډوالو د ادغامېدو زمینه اسانوي.

جی آر ایس فرانسه د نړیوال جي آر ایس ټولنې سره تړاو لري چې یو نړیوال غیر دولتي کاتولیک سازمان دی او په ۱۹۸۰ کې تاسیس شوی. دغه اداره چې شاوخوا په پنځوس هیوادونو کې شتون لري د اروپا په ۲۰ هیوادونو کې فعالیت کوي او له بې ځایه شويو خلکو سره مرستې کوي. ۲۰۱۶ کې تر یو میلیون ډېر کسان د جي ار اس له خدماتو څخه برخمن شوي دي.

د جی ار ایس فرانسې په سایټ کې راغلي ده چې دغه ټولنه غواړي د پناه غوښتونکو او کډوالو د یوازې توب او محرومیت پر وړاندې مبازه وکړي.

دغه راز جي ار اېس غواړي چې په ملي او اروپايي کچه د دفاع وکیلانو برنامې له لارې د پناه غوښتونکو او کډوالو حقونو څخه دفاع وکړي. 

دجي ار اېس فرانسې په سایت کې دا هم راغلي چې دغه ټولنه د ژوند په ۴ برخو کې د پناه غوښتونکو او کډوالو ملاتړ کوي: 

۱)    د اوسېدو ځای برابرول

۲)    د فرانسوې ژبې زده کړه

۳)    د فرانسې فرهنګ پیژندنه او فرهنګي حقونه

۴)    د کار موندلو او یا د کاري زده کړې په برخو کې مرستې

   د اوسېدو ځای برابرول 

د کډوالو لپاره لنډمهالې هستوګنې پروګرام چې په ۴۲ ښارونو کې فعال دی. 

په دی پروګرام کې ځینې داسۍ فرانسوۍ کورنۍ دي چي کډوالو ته د لنډې مودې لپاره هستوګنې ورکوي چې د ۹ میاشتو لپاره دي. په دې پروګرام کې هره کورنۍ د ۴ تر ۶ اوونیو لپاره یو کډوال ته ځاي ورکوي. په یاد پروګرام کې هغه کډوال چې په سړک کې پاتې دي، د ځای د نشتوالي له وجه د لنډې مودې لپاره د فرانسويانو په کورونو کې اوسیدلی شي.

 فرانسوي زده کړه

جي ار اېس ټولنه د سلو زده کوونکو لپاره ۴۰ رضاکارې ښوونکې لري چې په اونې کې کډوالو ته د ۴۰ ساعتونو لپاره د فرانسوي ژبې درسونه ورکوي. یاده ټولنه دغه راز کډوالو ته کتابونه او کتابچې برابروي. د شعرونو شپې جوړول او هرو درېو میاشتو کې د جي ار اېس مجلې خپرول هم د دغه پروګرام په چوکاټ کې راځي. 

افغان کډوال نقیب چې نن سبا د فرانسوي ژبې زده کړې لپاره جي آر ایس ته راځي کډوال نیوز ته وویل: «زه دلته د فرانسوي د ژبې له پاره راځم. جی آر اېس کې درسونه ښه دي او دلته ټولنه کې د ادغامېدو له پاره نور پروګرامونه هم شته.»

نوموړي زیاته کړه چې په اونۍ کې ۴ ورځې د دوو ساعتو لپاره کلاس لري.

نقیب له فوټبال او د محاورې صنف سره مینه لري. هغه وایي چې دغه ټولګي کې د فرانسویانو سره ویني او یو بل سره په فرانسوي ژبه خبرې کوي.

نایجریایی کډوال چینیدو الوها چې له ۳ میاشتو راهیسې جي ار اېس کې فرانسوي ژبې کورس ته راځي په دې اند دی چې په دې درېو میاشتو کې یې فرانسوي ډېره ښه شوې ده. د ښاغلي الوها په حواله نڅا او فوټبال هغه دوه فعالیتونه دي چې د کډوالو د ادغامېدو په برخه کې ډېر اهمیت لري. 


جی ار اس سره کلتوري او سپورتي فعالیتونه

په دې برخو کې ۸۰۰ کسان (فرانسویان، پناه غوښتونکي او کډوال) ګډون لري. دوی هره میاشت شاوخوا ۴۰ فعالیتونه ترسره کوي. لکه: پخلی، یوګا، سپورټ، نڅا، د موزیمو څخه کتنه، ټیاټر، کارټ جوړول، فوټبال او داسې نور...

 د ادغام پروګرامونه

د جی آر ایس د ادغام پروګرامونه په ۹ ښارونو کې فعال دي. د کار او کسب زده کړې (علمي او مسلکي) په برخه کې همکاری او د کور او کار موندلو په برخو کې د کډوالو ملاتړ. 

یاده ټولنه دغه راز د ملي او د اروپایي ټولنې په کچه د پوهاوې په برخه کې په ۷ ښارونو کې فعالیتونه ترسره کوي.

 د اداري چارو په برخه کې لارښوونې په ۶ ښارونو کې شتون لري.

 

نورې ليکنې