مجید وایي چې نږدې ۵۰ افغان د بوسنیا د بیهاچ ښار کې په یوه کنډواله کې ژوند کوي. کرېډېټ: مجید افغانمل
مجید وایي چې نږدې ۵۰ افغان د بوسنیا د بیهاچ ښار کې په یوه کنډواله کې ژوند کوي. کرېډېټ: مجید افغانمل

کډوال نیوز له داسې یو افغان کډوال سره مرکه کړې ده چې د خپل سفر په اوږدو کې یې له ډېرو ستونزو سره مخ شوی او خپل د سترګو لیدلی حال وایي. مجید افغانمل وایي چې څنګه کډوال اروپا ته د رسېدو په موخه بېلابېل خطرونه په ځان مني.

«نوم مې مجید افغانمل دی. ۲۴ کلن یم، د افغانستان د پکتیکا ولایت د سرحوزې کلي څخه. زه د غزني پوهنتون د پښتو ادبیاتو څانګې څخه فارغ شوی یم. نږدې شل ورځې کېږي چې د بوسنیا د بیهاچ ښار په یوه کنډواله کې ژوند کوم. دلته زما په څېر شاوخوا ۵۰ کسان اوسېږي چې په ډله کې یې افغانان، پاکستانیان، عربان او نور خلک دي. دا په اصل کې یوه زړه فابریکه ده چې پخوا یې یو دیوال درلود.

یوه کاله کېږي چې له افغانستانه وتلی یم. خو تر دې دمه مې سفر له ګواښونو ډک وو. په لومړي سر مې د هوا له لارې له افغانستانه ایران ته سفر وکړ. بیا د ترکیې وان ښار ته لاړم. خو هلته زه پولیسو ونیولم او کابل ته یې اخراج کړم. له کابله نیمروز ولایت ته لاړم او د یو بلوڅ قاچاق وړونکي سره مې د ایران په لور خپل سفر پیل کړ. خو دا ځل زه د ایران سرحدي پولیسو ونیولم. دوی له ټولو کډوالو سره له تاوتریخوالي ډک چلند وکړ. پر موږ باندې یې ډزې وکړې. خو له نېکه مرغه چا ته زیان و نه رسېد. د ایران سرحدي پولیسو زه بېرته افغانستان ته اخراج کړم.  

کله چې افغانستان ته ورسېدم، له ځان سره مې وویل چې باید خپل سفر له یوې بلې لارې پیل کړم. دا ځل مې سفر د پاکستان په لور و، د مشکل غرونو له لارې. خو دغه مسیر له سختیو نه ډک و او ستونزې په کې ډېرې وې. موږ د ګواښونو سربېره خپل سفر ته ادامه ورکړه.

بالاخره له پاکستانه د ایران سرحدي ښار ساروان قلعې ته ورسېدم. دلته هم غرونه وو. په لاره کې ماشومان او ښځې هم وې. خو داسې سفرونو کې هېڅ کوم امکانات نه شته. ما په خپلو سترګو ولېدل چې لاره کې دوه ځوان کډوال بې هوښه شوي وو.

قاچاق وړونکي له بم ښار څخه تر کرمانه پورې په تکسي کې سپاره کړو. کرمان کې مو یو ځل بیا پلی مزل پیل کړ. بیا تهران ته ورسېدو او له دغه ښار مو د رومیا په لور حرکت وکړ. دغه مسیر هم له ګواښونو او ستونزو ډک و.  


له ترکیې نه تر بوسنیا پورې: پای ته نه رسېدونکی سفر

د ترکیې په خوی سیمه کې قاچاق وړونکي په یوه مازډا کې سپاره کړو. شاوخوا سل کډوال دغه موټر کې سپاره وو. موږ ټول انقرې ته لاړو او بیا له دغه ښار مو د استانبول په لور خپل سفر پیل وکړ. پیسې مو نه درلودلې. کډوال په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي وو.

استانبول کې مو شاوخوا ۲۵ ورځې تېرې کړې. څلور ځله مو «ګېم» وکړ. د «ګېم» مانا دا ده چې کډوال د شپې له خوا خپل سفر پیلوي او غواړي چې یوې بلې سیمې ځان ته ورسوي. 

بالاخره موږ له استانبول څخه د ترکیې د یو سرحدي ښار په لور حرکت وکړ. دا له یونان سره د ترکیې یو سرحدي ښار و. موږ له دې ښار څخه تر یونان پورې په یوه کښتۍ کې سفر وکړ.

کله چې یونان ته ورسېدو، قاچاق وړونکي ۱۲ کسان په یوه موټر کې سپاره کړل او موټر د تسالونیک ښار په لور روان شو. باید ووایم چې دغه قاچاق وړونکی افغان و.

زه له تسالونیک سیمې څخه اټن ته لاړم. اټن کې مې سپین کارټ هم واخیست. یو ملګری مې په ترکیه کې بندي و. کله چې هغه یونان ته ورسېد نو موږ له یونانه د مقدونیې او بیا له مقدونیې نه صربیا په لور حرکت وکړ. اوه ورځې مو پلی مزل وکړ. ټول کډوال ستړي شوي وو.

د صربیا په باډر کمپ کې مې ۴ ورځې تېرې کړې. له دغه ځای مې د بلګراد ټېکېټ واخیست. بلګراد کې مې یو قاچاق وړونکي ته ۳۸۰۰ یورو پیسې ورکړې. نوموړي راته وویل چې هنګري ته لاړ شه او له هنګري نه رومانیا ته. خو رومانیا کې پولیسو ونیولم. په ډله کې مو ۲۹ کسان وو. سرتېرو مو ټېلېفونونه واخیستل او صربیا ته یې اخراج کړو. کله چې صربیا ته ورسېدو له قاچاق وړونکي سره مو اړیکه ونیوله. ورته مې وویل چې داسې نه کېږي، موږ تا ته پیسې درکړې. هغه موږ ته بوسنیا ته د تلو وړاندیز وکړ.

خو بوسنیا ته د رسېدو له پاره مو ۴ ورځې په لاره کې تېرې کړې. لومړي د پلازمېنې سراییوو یو کمپ ته لاړم. دلته مې ۵-۶ ورځې تېرې کړې او بیا بیهاچ ته راغلم.


«دلته ژوند خورا ډېر سخت دی»

اوس شاوخوا ۲۰ ورځې کېږي چې د بیهاچ ښار په دغه کنډواله کې اوسېږم. څو ځله مې کروشیا ته د تلو هڅې وکړې. خو هر ځل پولیسو ونیولم. سرتېرو ووهلم. دوی مې موبایل هم واخیست.

دلته ژوند بیخي سخت دی. په دې کنډواله کې د ژوند امکانات نه شته. خیمې نه شته، اوبه او ډوډۍ نه شته. کنډوالي ته نږدې د مهاجرو یو کمپ شته. موږ دغه کمپ ته لاړو خو چارواکو موږ ته وویل چې کمپ کې ځای نه شته. خو دا سمه خبره نه ده.

دلته کوم مرستندوی سازمان هم نه شته. موږ خو تر اوسه پورې له داسې کوم کس سره مخ شوي نه یو چې له مهاجرو سره مرسته وکړي.

هیله مې دا ده چې له دې کمپ څخه اروپا ته ولاړ شم. خو دا اسانه نه ده. لاره کې سرتېري شته، ستونزې هم پکې ډېرې دي. بله خبره دا چې زه پیسې هم نه لرم. قاچاق وړونکي وایي چې ایټالیا ته د رسېدو له پاره شاوخوا ۴۰۰۰ یورو ته اړتیا شته. اوس له مجبورۍ دلته اوسېږم. خو که رېښتیا ووایم هېڅوک نه غواړي چې په داسې یوه کنډواله کې ژوند وکړي. دلته ژوند خورا ډېر سخت دی. د اوبو د ترلاسه کولو له پاره یو بل ځای ته ځو، هلته یو پمپ شته او موږ له دغه پمپ څخه اوبه اخلو. د حمام کولو له پاره سیند ته ځو. خو هوا ډېره یخه ده.» 


 

نورې ليکنې