د بېرته ستنېدونکو کسانو ذهني فشار ښايي په رواني ناروغيو واوړي / انځور: پيکچر الاينس
د بېرته ستنېدونکو کسانو ذهني فشار ښايي په رواني ناروغيو واوړي / انځور: پيکچر الاينس

د لويدځي او مرکزي افريقا څخه په لسهاؤ زره انسانان و اروپا ته د مهاجر کېدو په تکل له کورونو وتلي دي. خو ټول تر منزله نه رسيږي خو بېرته ستنېدل هم ورته لوی «شرم» معلوميږي.

د موسی کولې په نوم د لوېديځي افريقا سره تړاو لرونکي مهاجر کيسه د ګڼ شمېر نورو مهاجرو کيسو ته ورته ده. هغه په ۲۰۱۶ کال د ګامبيا له کوچني هيواد څخه پر شمال د ليبيا پر لور په دې نيت حرکت وکړ چي اروپا ته به ځان رسوي. خو هغه پر لاري د اختطاف کوونکو له خوا ونيول سو. د هغه کورنۍ په ډېرو مشکلونو د پيسو په بدل کي هغه له اختطاف کوونکو څخه راخلاص کړ. بالآخره موسی د يورپ پر لور خپل سفر پرېښود او خپل کور او هيواد ته ستون سو.

خو له بده مرغه چي و خپل کور ته د رسېدو وروسته د موسی کيسه هم د ګڼ شمېر نورو هغو کيسو سره ورته والی لري، چي د مهاجرت تکل يې پرې ايښی او بېرته خپلو کورونو ته ستانه سوي دي. که څه چي و خپل کور ته د موسی په رسېدو سره د هغه کورنۍ ډېره خوشاله سوه، خو د خوشالۍ د احساس سره نور منفي احساسات او ګډوډي هم مل وه. دا ځکه چي و اروپا ته د موسی د لېږدولو له پاره ټولې کورنۍ خپلي سپمول سوي پيسې سره يوځای کړي وې. خو د دې پر ځای چي موسی اروپا ته ورسيږي او پيسې وګټي او پورونه ادا کړي، هغه خالي لاسونه بېرته پر کور کښېنست.

نيمګړي ارمانونه

د موسی مور وايي:
»کله چي هغه بېرته راغلی نو ما تکان وخوړ.« دغه مېرمنه وايي چي د خپل زوی موسی له پاره يې په اروپا کي د ښه او بهتره ژوند خوب ليدلی ؤ چي په وينا يې اوس له بده مرغه بېله ښه تعبير څخه پای ته ورسېد.

که موسی خپل سفر ته ادامه ورکړې وای او د سمندر له لاري يې د ايټاليې تر ساحل پوري د تلو هڅه کړې وای، نو دا به د خپل ژوند په ګواښ کي اچولو کار وای. خو دا چي هغه بېرته کور ته ستون سو، دغه ستنېدنه هم ورته په لوړه بعيه تمامه سوې ده. دا ځکه چي يو خو د هغه کورنۍ تر پورونو لاندي سوې او بل موسی په لوړه اندازه
»د شرم احساس« کوي ځکه چي له نيمي لاري بېرته کور ته ستون سوی دی.

موسی د خپل دغه ناکام سفر پړه پر ځان اچوي او د مور په وړاندي چي د مېړه د مرګ وروسته يې ۷ ماشومان لوی کړي، ځان مسؤل احساسوي. موسی وايي:
»کاشکي ما د هغې سره مرسته کولای سوای.« هغه په سترګو کي د اوښکو سره وايي: »کاشکي موږ داسي څه کړي وای چي زموږ مور راباندي ونازيږي.«

اکثره شرم احساسوي

د موسی په څېر په زرهاؤ هغه کسان چي د مهاجرت له نيمي لاري څخه بېرته خپلو کورونو ته ستانه سوي دي، همداسي احساس کوي. هغوی دغه بېرته ستنېدنه د »يوې لويي ناکامۍ« په توګه ويني چي دوی ته سخت ازار ورکوي.

د مهاجرت د نړيوال سازمان
IOM له پاره د سېنيګال هيواد په پلازمېنه داکار کي کار کوونکی ارواه پوه ګيا کوانتارا د بېرته ستون سوو کسانو په حال پوهيږي. هغه وايي: »د شرم احساس يو له هغه تر ټولو لويو ننګونو څخه وي چي بېرته ستنېدونکي ورسره مخامخ وي.«

کارپوهان وايي چي اکثره بېرته ستنېدونکي ځکه هم ځان پړن او ناکام احساسوي، ځکه چي د روانېدو له پاره يې ټولې کورنۍ ورسره د بې وزلۍ په حالت کي بيا هم مالي مرستي کړي وي. هغوی وايي کله چي يو داسي کس ستون سي چي پکښي د کورنيو زياتو غړو خپله سپما مصرف کړې وي، نو دا د ټولو له پاره لوی اقتصادي زيان وي او بېرته ستنېدنه د ټولو ارمانونه په خاورو کي خاوري کړي.

کوانتارا وايي چي زيات هغه افريقايي مهاجر چي له ليبيا او نايجر څخه بېرته خپلو هيوادونه ته ستانه سي، نو زيات وختونه د تاوتريخوالي قرباني کيږي هم. د دغه ارواه پوه په وينا اکثره دغه بېرته ستنېدونکي رواني زيان ويني او د تراوما ښکار کيږي.

يوازيتوب

د کوانتارا په وينا اکثره وخت د بېرته ستنو سوو کسانو په رواني خراب حالت باندي د هغه کورنۍ او خپلوان نه پوهيږي او تر يوې اندازې هغه پړن بولي، چي دا کار پر بېرته ستنېدونکو لا زيات فشار رامنځ ته کوي.

دا چي زيات بېرته ستنېدونکي په خپل کلي او کور کي ځان ښه نه احساسوي او له ټولنې څخه شرميږي، نو هغوی د خپل هيواد نورو ښارونو ته مخه کوي او هلته بيا هم د پردي په شان يوازي ژوند کوي.

کارپوهان وړانديز کوي چي د بېرته ستنېدونکو کسانو په هکله د پوهاوي زياتولو له پاره بايد د هغوی د کورنيو سره خبري وسي. د هغوی په وينا که روانې ستونزي موجودي وي، نو بايد دغه ډول کسان مرسته ترلاسه کړي تر څو هغوی بېرته په خپله ټولنه کي د ژوند کولو له پاره اړين بنياد پيدا کړي.

د محمد سوسو په نوم د ګامبيا يو ځوان چي د موسی په شان بېرته خپل هيواد ته ستون سوی وايي چي بېرته ستنېدونکو ته نه بايد چي د ناکامه سوو په سترګه وکتل سي. هغه وايي چي نه بايد چي بېرته ستنېدونکو کسانو ته د ناکامانو په سترګه وکتل سي. هغه و بېرته ستنېدونکو کسانو ته توصيه کوي:

»د سفر ناکامي د ژوند د پای ته رسېدو معنی نه لري... پر ځان اعتماد ولرئ.«

 

نورې ليکنې