په المان کي مهاجر ماشومان د آلماني ژبي د زدکړي پر مهال / انځور: پيکچر الاينس ـ پي شتېفن
په المان کي مهاجر ماشومان د آلماني ژبي د زدکړي پر مهال / انځور: پيکچر الاينس ـ پي شتېفن

اروپا پر بېلابېلتوب او ګڼو ژبو ټينګار کوي. خو دغه ټينګار تر زياتي اندازې صرف د اروپايي ژبو له پاره وي. خو د مهاجرو مورنۍ ژبي څومره اهميت لري؟

اينګرليزه سالتر د سوېدن د پلازمېني ستوکهولم په يوه ښوونځي کي ښوونکې ده. هغه وايي: «ژبه و هرې دروازې ته يوه کلي ده.» دغه ښوونکې زياتوي چي ژبه «د دوستانو سره د تماس نيولو او د نوې ټولنې د برخه ګرځېدلو له پاره» اړينه او مهمه وي.

خو د پناه غوښتونکو زيات ماشومان کوم چي ښوونځي ته داخليږي، مجبوره وي چي د کوربه هيواد ژبه زده کړي. د هغوی او په همدې شان د ښوونکو او والدينو ټوله توجه د نوي ژبي پر زدکړه وي. په دې ترڅ کي نژدې په ټولو اروپايي هيوادونو کي د دغو ماشومانو خپله مورنۍ ژبه له پامه غورځول کيږي.

مورنۍ ژبه ستونزه که پانګه

تر يوې لسيزي څخه زيات وخت کيږي چي د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو پر دې تفاهم کړی چي هر شاګرد ته بايد په ښوونځي کي د بهرنيو ژبو د زدکړي آساني برابره کړله سي. پر دې هم تفاهم موجود دی چي د ژبي زدکړه چي هرڅومره په کم عمر پېل سي، هومره ښه ده. د اروپايي اتحاديې کميسيون په دې ترڅ کي د ژبو بېلابېل والي ته د
«ژبنيزي پانګي او د کلتوري ميراث د ارزښت لرونکي توکي» خطاب کوي.

خو د هغه باوجوده په آلمان او د اروپايي اتحاديې په ګڼ شمېر نورو غړو هیوادونو کي په زياته په ښوونځيو کي ځايي ژبه حاوي وي. په دې ترڅ کي په زياتو مواردو کي د مورنيو ژبو استعمال ته حتی د ادغام په لاره کي د يو خنډ په توګه کتل کيږي.

د آلمان شپيګل مجلې په خپل يو راپور کي و فرانکفورت ته نژدې د يو بنيادي ښوونځي په هکله ليکلي چي پکښي د اکثريت شاګردانو ژبه غېر آلماني ده. په دغه راپور کي پوښتنه سوې چي که ټول دغه ماشومان د کور څخه بهر د آلماني پرته په خپلو مورنيو ژبو خبري وکړي نو به ادغام څنګه ممکن وي؟

مهاجر بايد چي د کوربه هيواد ژبه زده کړي. نژدې ټول اروپايي هيوادونه د کار په بازار او په ټولنه کي د ادغام له پاره پر دې ټينګار کوي چي مهاجر د اړونده هيواد ژبه زده کړي.

دلته دا پوښتنه مطرح کيږي چي ايا که ماشومان خپله مورنۍ ژبه هم ووايي نو ايا د کوربه هیواد د ژبي په زدکړه کي به د ستونزو سره مخامخ سي؟ فرضا که ماشومان صرف پر يوه ژبه باندي بايد زياته توجه وکړي نو هغه به کومه وي؟

لومړۍ ژبه که دويمه ژبه

د انفو مايګرنټس يا مهاجر نيوز له خوا په سوشل ميديا کي دا پوښتنه رايو ته وړاندي سوه چي د مهاجرو له پاره بايد کومه ژبه مهمه وي. په دې ترڅ کي د اکثرو جواب ليکونکو کسانو نظر دا ؤ چي مهاجر ماشومان بايد دواړي ژبي ښه زده کړي. خو په دې ترڅ کي نور جوابونه هم ول.

د بېلګي په توګه يو عرب ريښې لرونکي کس ليکلي چي د مهاجرو ماشومانو له پاره
«د کوربه هيواد ژبه زده کول زيات مهم وي ځکه چي ماشومان به دغه نوې ژبه تر خپلي مورنۍ ژبي زياته وکاروي.» يو بل کس بيا په انګريزي ژبه ليکلي چي «د هغوی مورنۍ ژبه د تماس نيولو له پاره بې ګټي دي.»

يو بل جواب ليکونکي هم په انګريزي ژبه جواب ليکلی چي د مهاجرو ماشومانو له پاره د هغوی مورنۍ ژبه هم مهمه ده، ځکه چي دا د هغوی د هويت يوه برخه وي. د هغه په وينا که دغه ماشومان خپل پلرني هيواد ته بېرته ځي نو هلته به يې هم خپله مورنۍ ژبه په کار وي.

د اکثرو جواب ليکونکو نظر دا ؤ چي دواړي ژبي مهمي دي. يو کس ليکلي:
«نړۍ په داسي جګ سرات سره د تغير په حال کي ده چي د زياتو ژبو زدکړه ګټور کار دی.» يو بل ليکلي: «که د چا هم خپله ژبه ښه زده وي او هم د کوربه هيواد پر ژبه تسلط ولري نو د ژباړونکي کار کولای سي.»

ټولې ژبو ته يو شان اهميت نه ورکول کيږي

که څه چي اروپايي اتحاديه په رسمي توګه د ګڼ شمېر ژبو د زدکړي ملاتړ کوي خو په حقيقي ژوند کي په ښوونځيو کي حالت بل شان دی. خو په ۲۰۱۷ کال په خپور سوي د اروپايي کميسيون په يو راپور کي راغلي چي صرف ۶ غړي هيوادونه داسي دي چي د تازه رسېدلو مهاجرو ماشومانو په ژبه په ښوونځي کي هغوی ته تر يوې اندازې د زدکړي امکانات برابروي.

سوېډن هغه اروپايي هيواد دی چي کوم کښي چي د قانون له مخي و مهاجرو ته حق ورکول سوی چي هغوی په ښوونځي کي خپله مورنۍ ژبه زده کولای سي. د دې مقصد دا دی چي شاګردان د سوېډني ژبي تر څنګ په ښوونځي کي خپله مورنۍ ژبه هم زده کړلای سي. په دې ترڅ کي هڅې د ښوونځي له پېل څخه تر مخه لا شروع کيږي. 


مورنۍ ژبه همیشه مهمه وي، هغه باید استعمال او د ژوند په جریان کې تائېد شي
_ د تعلیم له پاره د سویډن ملي اژانس



خو دلته هم د تيورۍ او عمل تر منځ فرق موجود دی. د تعليم له پاره د سوېډن ملي آژانس وايي چي په اروپا کي ټولو ژبو ته يو شان اهميت نه ورکول کيږي. تر ټولو زيات اهميت په ترتيب سره انګرېزي، فرانسوي، هسپانوي او آلماني ته ورکول کيږي. خو عربي، دري، پښتو يا نوري ورته ژبي د يوې پانګې يا سرمايې په توګه اهميت نه ترلاسه کوي.

د تيورۍ له مخي نه يوازي اروپايي اتحاديه په خپلو پاليسيو کي دا اړينه بولي چي د ژبو او کلتورونو بېلابېلوالی د ټولنې د غنی سبب ګرځي، بلکه د ملګرو ملتونو د کنوېنسيون له مخي هم هر ماشوم دا حق لري چي د تعليم مقصد يې دا مقصد هم ولري چي هغه د خپل کلتور او هويت، ژبي او خپل ارزښتونو په وړاندي احترام پيدا کړي.

د اروپايي اتحاديې د کميسيون څخه يو چارواکي و مهاجر نيوز ته وويل:
«زموږ په فکر ... د مورنيو ژبو ملاتړ ښه لاره ده چي په ماشومان د ښوونځي ژبي په زدکړه او اکادميک درس کي لاسته راوړنې ولري.»

دمګړی په اروپا کي ۱۵۰ ژبي ويلي کيږي. له دې کبله په بيلو ژبو تسلط درلودل د کار په بازار کي هم يو ګټور فاکتور کيدلای سي. په دې ترڅ کي د اروپايي اتحاديې وياند هم په دې نظر دی چي د ژبو بېلابېل والی او ورباندي تسلط د زيات شمېر کار لټوونکو له پاره او په همدې شان پخپله د اروپا له پاره د يوې پانګې بڼه لرلای سي.

 

نورې ليکنې