لمپدوسا کې د کډوالو د هرکلي مرکز. کرېډېټ: مهدي شبیل
لمپدوسا کې د کډوالو د هرکلي مرکز. کرېډېټ: مهدي شبیل

لمپدوسا د ایټالیا یو کوچنی ټاپو دی چې په مدیترانه کې موقعیت لري. د دغه ټاپو په سواحلو کې ډېری وختونه هغه کډوال له بېړیو ښکته کېږي چې له لیبیا او یا تونس څخه راغلي وي. لمپدوسا ته رسېدونکي کډوال داسې یو مرکز ته لېږدول کېږي چې یوازې د ۹۶ کسانو ظرفیت لري.

ایټالیا کې معمولاً داسې فکر کېږي چې د ایټالیا لمپدوسا ته «تر اندازې زیات» مهاجر راغلي دي او یا دا چې کډوالو پر دغه ټاپو «یرغل» کړی دی.

خو نن سهار د لمپدوسا په سړکونو کې کم خلک تګ راتګ کوي. هوا ډېره ګرمه ده او د ښار اوسېدونکو تر اوسه پورې خپل دوکانونه نه دي پرانیستلي.

د ښار په سړکونو کې کډوال نه لېدل کېږي. داسې معلومېږي چې د ایتالیا د کورنیو چارو پخواني وزیر ماتیو سالویني د پلویانو دغه خبره ناسمه ده چې ښایي کډوالو پر لمپدوسا «یرغل» کړی وي.

«لمپدوسا ته راتلونکي کډوال معمولاْ تونسیان دي»

دا اوونۍ د لمپدوسا د کډوالو په هرکلي مرکز کې د مهاجرو شمېر یوازې ۵۰ کسانو رسېږي. خو تېره اوونۍ په دغه مرکز کې ۴۰۰ کډوالو ته ځای ورکړل شوی و.

د کډوالو د هرکلي مرکز. کډوال ښار ته د تلو له پاره له دغه مرکز څخه وتلی شي. کرېډېټ: مهدي شبیل

لمپدوسا په اصل کې یو ترانزیتي ښار دی. د لمپدوسا ښاروال سالواتور مارتېلو کډوال نیوز ته وایي: «کډوال زموږ ښار ته تر رسېدو وروسته د مهاجرو د هرکلي مرکز ته انتقالېږي. دوی په دغه مرکز کې یوازې ۴۸ ساعتونه تېروي او بیا  سیسیل ته لېږدول کېږي. د بېلګې په توګه، نن سهار (د اکټوبر ۲۱مه) ۸۰ کډوال دغه ګاوندي ټاپو ته واستول شول.»

یوازې ۴۸ ساعتونه

نوموړی زیاتوي: «که د کډوالو د انتقالولو سیسټم خراب شي، موږ د نفوسو د زیاتوالي له ستونزې سره مخ کېږو.»

نن سبا سمندر کې د هوا د خرابو حالاتو له کبله د تونس له سواحلو څخه لږ کسان لمپدوسا ټاپو ته د راتګ هڅه کوي.

د ۲۰۱۹ په لومړیو ۹ میاشتو کې ۳۴۰۰ کډوال لمپدوسا کې له کښتیو ښکته شوي دي. خو په کال ۲۰۱۸ کې ۳۴۴۰ کسان لمپدوسا ټاپو ته رسېدلي ول. دا په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷ کې ۹۰۰۰ کډوال د لمپدوسا په سواحلو کې ښکته شوي وو.

ایټالیا کې د کډوالو نړیوال سازمان ویاند فلاویو دي ګیاکومو وایي: «دغې شمېرې ښيي چې لمپدوسا ته له لیبیا څخه د راتلونکو کډوالو شمېر کې کموالی راغلی دی. نن سبا ډېری کډوال د تونس له ساحلو څخه د ایټالیا په لور خپل سفر پیلوي.»

۲۱ کلن نذیر د تونس دی. دا دویم ځل نه دی چې نوموړی لمپدوسا ته راغلی دی. کرېډېټ: مهدي شبیل

«د شړل کېدو په صورت کې به بیا راشو»

لمپدوسا کې ډېری کډوال تونسیان دي. د کډوالۍ نړیوالې ادارې له مخې دغه ټاپو ته د رسېدلو ۳۴۰۰ کسانو په ډله کې ۲۱۰۰ تنه یې د تونس وګړي دي.

لمپدوسا کې ځینې تونسيان کډوال نیوز ته وایي چې دوی د کار موندلو له پاره ایټالیا ته راغلي دي او اقتصادي مهاجر دي.

ښاغلی ګیاکامو دغه خبره تاییدوي او وایي چې: «تونسیان ایټالیا کې پناه نه غواړي.» د همدې کبله دغه کسان ډېری وختونه سیسیل ته انتقال او بېرته تونس ته شړل کېږي.

د ایټالیا او تونس ترمنځ د تړون له مخې ایټالیا صلاحیت لري چې تونسي کډوال دغه هیواد ته بېرته اخراج کړي. د کډوالۍ نړیوالې ادارې له مخې هره اوونۍ ۸۰ تونسیان بېرته تونس ته شړل کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ایټالیا د ۱۳ «امنو» هیوادونو د اتباعو د بېرته ستنولو پروسه به چټکه شي

د یادې ادارې ویاند زیاتوي: «تونسیان اړ دي چې د ۷ ورځو په موده کې بېرته خپل هیواد ته ولاړ شي. خو د هغوی په ډله کې داسې کسان هم شته چې مرکزي ایټالیا ته د ورتګ هڅه کوي او له ایټالیا نه نورو اروپایي هیوادونو ته ځانونه رسوي.»

تونسی کډوال ۲۱ کلن نذیر وایي چې تر دې مخکې یې اروپا کې خپل بخت ازمایلی. نوموړی زیاتوي: «چارواکو سیسیل ته اخراج کړم. له سیسیل څخه د فرانسې سوېلي سیمې ته لاړم.» خو نوموړی له فرانسې څخه تونس ته اخراج شو او اوس بېرته د سمندر له لارې لمپدوسا ته راغلی دی.

نذیر وایي: «تونس کې مې راتلونکی نامعلوم دی. هلته کار نه شته.»

ملګری یې اکرم د نذیر دغه خبره تاییدوي او وایي: «موږ ځکه خپل هیواد پرېږدو چې هلته کار نه شته. ولې اروپا له تونس څخه تړونونه لاسلیکوي؟ تونس ته د شړل کېدو په صورت کې به بیا راشو.»

د لمپدوسا ښاروال سالواتور مارتلو په خپل دفتر کې. کرېډېټ: مهدي شبیل

 

نورې ليکنې