پورت دو لا شاپل کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: کډوال نیوز
پورت دو لا شاپل کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: کډوال نیوز

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د کدوالو یو نوی مرکز پرانیستل شوی دی. چارواکو وایي چې د دغه مرکز د پرانیستلو موخه دا ده چې کډوال په ټولنه کې ادغام شي. «د مهاجرو د هرکلي او ادغام مرکز» هغو کسانو ته ځانګړی شوی چې فرانسه کې منل شوي وي.

د اکټوبر له ۱۰مه راهیسې ۳۴ کډوال د پاریس په سوېل ختیځه سیمې د هرکلي او ادغام یا کېغ په مرکز کې اوسېږي. دغه کسان د فرانسې د کډوالۍ ادارې له خوا منل شوي دي او فرانسه کې د اوسېدو او کار کولو اجازه لري.

اټکل دی چې دغه مرکز کې به نږدې ۲۰۰ کډوالو ته د ۶ میاشتو له پاره ځای ورکړل شي.

چارواکو زیاتوي چې دغه مرکز کې له کډوالو سره د کور موندلو، د ژبې زدکړې او د کار پیدا کولو په برخو کې مرسته کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د پاریس په شمالي سیمو کې د کډوالو کمپونه: تر ۲۰۰۰ ډېر کسان په سختو شرایطو کې ژوند کوي 

د ایل دو فرانس قومندان میشل کادو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ځینې منل شوي کډوال مرستو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړې چې د پاریس په ناقانونه کمپونو کې ۱۰ تر ۱۵ سلنه کسان د فرانسې د کډوالۍ ادارې له خوا منل شوي او دغه هیواد کې یې د اقامې اجازه ترلاسه کړې ده.

ښاغلي کادو دا هم ویلي: «دا د دغو کډوالو له پاره د ادغام وروستی پړاو دی. موږ وینو چې ګڼ شمېر منل شوي مهاجر په داسې مرکزونو کې اوسېږي کوم چې نوو رسېدلو کسانو ته ځانګړي شوي دي.»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: پاریس کې د هرکلي او د وضعیت د ازمویلو مرکزونه 

د ښاغلي کادو په حواله اټکل دی چې دغه مرکز به د کور او کار موندلو او دغه راز د ژبې د زدکړې په برخو کې د کډوالو ستونزې هوارې کړي.

تر اوسه پورې د ژبې د زدکړې له پاره دغه مرکز کې ټول امکانات برابر شوي نه دي، نو ځکه د مرکز اوسېدونکي اړ دي چې د اورور ټولنې یو بل مرکز ته ولاړ شي. د کډوالو د هرکلي او ادغام مرکز یا کېغ چې د پاریس په ۱۲مه سیمه د پونیاتوکسي په بولوار کې موقعیت لري، د اورو سازمان له خوا اداره کېږي.

 

نورې ليکنې