پاریس ته نږدې په نویي – پلېزانس سیمه کې ۳۶ کم عمره کډوالو ته د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د «پسغل» پروګرام په چوکاټ کې په یوه هوټل کې ځای ورکړل شوی دی. د دغه پروګرام په چوکاټ کې له ځوانو کډوالو سره روغتیایي او اداري مرستې کېږي.
* مستعار نومونه
امینه وایي: «دلته ارامه یم. حمام کوم، ډوډۍ خورم، خلک مهربانه دي.» نوموړې زیاتوي: «له اګست میاشتې راهیسې دغه هوټل کې اوسېږم. خو پخوا وضعیت پیچلی و.» امېنه چې ګینیایۍ ده ځان ۱۴ کلنه ښيي.
د امینې په شان ۳۵ نور کډوال (نجونې او هلکان) د نویي – پلېزانس په میلتون هوټل کې ژوند کوي. دوی ټول د بې سرحده ډاکټرانو د «پاسغل» پروګرام په چوکاټ کې دغه هوټل ته راغلي دي. دغه کسان - چې د لوېدیځې افریقا، افغانستان، مراکش او تونس دي – ځانونه کم عمره ښيي، خو چارواکي دغه خبره نه مني.
فرانسه کې کم سنه کډوال – چې سرپرست و نه لري – اړ دي چې «له ماشومانو سره مرستې» ادارو ته مراجعه وکړي. دغو ادارو کې دوی ساتنه او اداري خدمات ترلاسه کوي. خو دېری یې – چې عمرونه یې ۱۵، ۱۶ او یا ۱۷ وي –د کم عمره کسانو په توګه نه منل کېږي.
ډوډۍ خوړل، ګرم ځای کې بېدېدل
د بې سرحده ډاکټرانو «پاسغل» پروګرام د ۲۰۱۸ په اګست میاشت کې له همدغو ځوانانو سره د مرستې په موخه جوړ شوی. د دغه پروګرام په چوکاټ کې ځوانو کډوالو ته د څو اونیو له پاره هوټل میلتون کې ځای ورکول کېږي. یاده موده کې کډوال کولی شي چې له مسولو ادارو څخه د خپلو عمرونو په اړه د شوېو پرېکړو د بیاکتنې غوښتنه وکړي.
امینه وایي چې میلتون هوټل د استراحت کولو ځای دی. نوموړې وایي چې کورنۍ یې فرانسې ته واستوله، خو په لاره کې قاچاق وړونکي یوازې پرېښودله. هغې «پسغل» ته تر راتلو مخکې څو شپې په سړکونو کې تېرې کړې دي.
دلته امینه او نور ځوان کډوال ښه ډوډۍ خوري او په ګډو کوټو کې خوب کوي. د امینې په کوټه کې دوه نورې نجونې هم ژوند کوي. امینه وایي: «ټېلېفون مې خراب و. یوه یې ما ته ټېلېفون راکړ.» په ورځ کې دوی «فوټبال یا باسکټبال» کوي.
خو د هوټل یوه برخه د بې سرحده ډاکټرانو ډلې ته ځانګړې شوې ده. د څانګې په دیوالونو کې معلوماتي پاڼې او د اونۍ برنامې نصب شوې دي: لکه د فرانسوې ژبې زدکړه، د ځوانانو ترمنځ غونډې، د بحث کولو ورکشاپونه او یا سپورټ. امینه وایي چې هغه سپورټ کوي.
«پسغل» کې د «دوو یا درېو میاشتو» پاره ځای موندل
دغه ځوانان پاریس کې د ګزمو پر مهال موندل شوي او ورپسې پانتن سیمه کې د بې سرحده ډاکټرانو ادارې ته استول شوي دي. «پسغل» ته د ځای موندلو له پاره یې نومونه په انتظار لېست کې راجسټر شوي دي. خو د کم سنه او بې سرپرسته کډوالو د پروژې مسول فرېدرېک برتراند وایي چې ځینې داسې کډوال هم دي چې بېړني حالت کې دي نو هغوی ته لومړیتوب ورکول کېږي.
د «پسغل» پروګرام ښوونیز ناظر ژولین بویې وایي: «په اوسطه توګه کم سنه کډوالو ته ۲ یا ۳ میاشتې په هوټل کې ځای ورکول کېږي. دغه موده کې د هغوی روغتیایي وضعیت ارزول کېږي او له ځینو کسانو سره په قضایي برخو کې مرسته کېږي. په دغه حالت کې به دوی د اوږدې مودې له پاره پسغل کې پاتېدلی شي.»
«هره اونۍ مې ښوونکی ما ته ټېلېفون کوي»
د کډوالو د اداري دوسیو تر تیارېدو او د هغوی د روغتیایي ازموینو تر پای ته ورسېدو وروسته دغه کسان له هوټل څخه تللی شي. هغوی ته د یوتوپیا ۵۶ سازمان له خوا د ښاریانو په کورونو کې د اوسېدو ځایونه ورکول کېږي.
۱۶ کلن ادریسه د مالي دی. نوموړي نن د پاریس په یو روغتون کې له یو ډاکټر سره د لیدو وخت درلود. دغه ځوان کډوال د فرانسې په میلو سیمه کې د دوو کورنیو په کورونو کې اوسېږي. ژولین بویې وایي: «ځینې کسان د روغتیایي لاملونو له کبله پسغل ته راځي او یا هم د خپلو سندونو د بېرته ترلاسه کولو له پاره.»
دغه کډوال له هوټله تر وتلو وروسته هم د بې سرحده ډاکټرانو ډلې تر حمایت لاندې دي. یاده ډله له هغوی سره اداري مرستې کوي. ادریسه وایي: «کله چې میلو کې یم هره اونۍ مې ښوونکی را ته ټېلېفون کوي.»
قاضي د دغو کډوالو د عمرونو په اړه تصمیم نیسي چې په پایله کې یې یا دوی د کم سنه کډوالو په توګه پېژندل کېږي او یا منفي ځواب ترلاسه کوي. د مثبت ځواب د ترلاسه کولو په صورت کې دوی د «له ماشومانو سره د مرستې» ادارې تر چوکاټ لاندې راځي. خو که تصمیم منفي وي، د بې سرحده ډاکټرانو اداره دوی نورو جورښتونو ته معرفي کوي.
د ترانسپورټ کارت او ښوونځي ته تلل
امینه او ادریس وایي چې انتظار ډېر سخت دی. ادریسه میلو کې د دوو کورنیو په مرسته د نجارۍ په برخه کې زدکړه کوي. خو نوموړی د قاضي د پرېکړې په اړه اندېښنه ښيي او وایي چې راتلونکی یې د قاضي د پرېکړې سره تړلی دی.
امینه غواړي چې د عامه ترانسپورټ کارت واخلي او ښوونځي ته ولاړه شي. نوموړې وایي: «تره مې ما ته ویلي وو چې فرانسې ته تر رسېدو وروسته باید درس ووایم.» خو اوس هغه یو څه ناامېده شوې او وایي چې فکر یې نه کاوه چې لاره دومره اوږده وي.
* پاریس کې دومي ۷۵ د کم سنه کډوالو د عمرونو د ارزولو دنده په غاړه لري. دومي ۷۵ د سره صلیب سازمان له خوا اداره کېږي. په ۲۰۱۷ کې ۶۶۰۰ کسان دومي کې راجسټر شوي ول. خو ډېری یې د کم سنه کډوالو په توګه پېژندل شوي نه دي. دغه کسان اوس په سړکونو کې دي.