۲۰۱۶، کډوال د یونان په لېسبوس ټاپو کې. کرېډېټ: رویترز/جیورګوس موتافیس
۲۰۱۶، کډوال د یونان په لېسبوس ټاپو کې. کرېډېټ: رویترز/جیورګوس موتافیس

د یونان پارلمان د پنجشنبې په شپه (د اکټوبر ۳۱مه) د دغه هیواد د پناه غوښتنې نوی قانون تصویب کړ چې له مخې به یې یونان کې د پناه غوښتنې شرایط نور هم سختېږي. دا په داسې حال کې چې نړیوالو ادارو لکه اروپایي شورا او د بخښنې نړیوال سازمان پر دغه قانون نیوکه کړې ده.

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس د پنجشنبې په ورځ (د اکټوبر ۳۱مه) د دې هیواد په پارلمان کې وویل: «هغه کسان چې پوهېږي چې یونان کې پناه نه شي اخیستلی خو بیا هم دغه هیواد ته راځي، دوی به بېرته خپلو هیوادونو ته شړل کېږي او مصرف کړې پیسې به یې له لاسه ورکړي.»

د یونان د پناه غوښتنې د نوي قانون له مخې:  

  •  کډوال به د رد کېدو په صورت کې د بیاکتنې د غوښتلو امکان و نه لري
  •  د پناه غوښتونکو د توقیف موده به له ۳ میاشتو څخه ۱۸ میاشتو ته لوړه شي
  • د «زیان منۍ» مقولې مانا به محدوده شي
  •  د کډوالو د شړلو له پاره به د «امنو» هیوادونو لېست پراخ شي
  •  پولیس او اردو به له پناه غوښتونکو سره د مرکه کولو صلاحیت ولري
  •  د کم سنه او بې سرپرسته کډوالو له پاره یو چټک مکانیزم جوړ شي
  •  چارواکي د کډوالو غوښتنې د شکلي دلایلو له کبله ردېدلی شي

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: یوناني قاضیانو د رد شویو پناه غوښتونکو د دوسیو د بیاکتنې کمیسیونونو د لغو پر پرېکړې نیوکه کړې

تر دې دمخه د یونان لومړي وزیر ویلي وو چې غواړي د دغه هیواد د پناه غوښتنې قانون کې بدلون راولي. د یونان حکومت دا هم ویلي وو چې د کډوالو د څپې د مخنیوي له پاره به خپلو سرحدونو کې امنیتي تدابیر لا ټینګوي.

داسې یو قانون چې کډوالو او پناه غوښتونکو ته زیان اړوي

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان د اروپایي څانګې د څېړنو مسول ماسیمو موراتي دغه قانون د کډوالو د ستونزو د هوارولو له پاره یوه «د اندېښنې وړ» اقدام بللی.

بل لور ته د اروپایي شورا د بشري حقونو کمېشنر دونیا میجاتوویک د دغه قانون په اړه اندېښنه ښودلې ده. نوموړې په ځانګړې توګه د پناه غوښتونکو پر توقیف مودې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دغې قاعدې له مخې به ممکن د کډوالو دوسیې په «سطحي ډول» وارزول شي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د یونان پارلمان غواړي د پناه غوښتنې قانون لا پسې سخت کړي

نن سبا یونان کې تر ۷۰۰۰۰ ډېر پناه غوښتونکي ژوند کوي چې نږدې ۳۳۰۰۰ تنه یې د دغه هیواد په ټاپوګانو کې مېشت دي.

 

نورې ليکنې