نن سبا یوناني ټاپوګانو کې تر ۳۴ زره کډوال په سختو شرایطو کې ژوند کوي. کرېډېټ: رویترز
نن سبا یوناني ټاپوګانو کې تر ۳۴ زره کډوال په سختو شرایطو کې ژوند کوي. کرېډېټ: رویترز

د یکشنبې په ورځ (د نومبر ۳مه) د یونان د دوو شمالي ښارونو اوسېدونکو له یوناني ټاپوګانو څخه مرکزي یونان ته د پناه غوښتونکو د انتقالولو پر وړاندې احتجاجونه وکړل. تر دې دمخه د یونان حکومت ویلي وو چې د روان میلادي کال تر پایه پورې به ۲۰۰۰۰ کډوال مرکزي یونان انتقال کړي.

د یانیتسا ښار یو اوسېدونکي سکالي راډیو ټلوېزیون ته وویل: «دوی باید ولاړ شي. موږ [د کډوالو د لاسه] پوزې ته راغلي یو.»

د یکشنبې په ورځ یانیتسا ښار کې په لسګونو کسانو غوښتل چې له لېسبوس او ساموس ټاپوګانو څخه د انتقال شویو ۶۰ پناه غوښتونکو د سروېسونو مخه ونیسي. انتقال شويو کډوالو ته د پولیسو تر مداخلې وروسته د یانیتسا په هوتل دو ویل کې ځایونه ورکړل شول.

د یو بل خبر له مخې د یکشنبې په ورځ د یونان د سرس ښار اوسېدونکو د شاوخوا ۲۰ کډوالو پر وړاندې احتجاج وکړ.

تېرې شنبه او یکشنبه نږدې ۹۰۰ کسان له یوناني ټاپوګانو څخه مرکزي یونان ته انتقال شوي دي.

تېره میاشت د یونان حکومت وویل چې د روان کال تر پایه پورې به ۲۰ زره کډوال مرکزي یونان ته انتقال کړي. خو د یونان ځایي چارواکو د دې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی و. تر دې دمخه د پانتلي ښاروالۍ د دې ښار د روغتون یوې برخې ته د کم سنه کډوالو د انتقالولو پرېکړه رد کړې وه.  

دا په داسې حال کې چې لس ورځې وړاندې د نیا وراسنا اوسېدونکو له ساموس ټاپو څخه د ۳۸۰ کډوالو د انتقالولو مخه نیولې وه. د کډوالو نړیوال سازمان په حواله دغه کسان د سه شنبې په شپه نیا وراسنا سیمې ته انتقال شوي وو، خو خلکو د هغوی د سروېسونو پر لور ډبرې وهلې او د کډوالو ضد شعارونه یې ورکړل: «سرحدونه وتړئ! ناقانونه کسان اخراج کړئ!» 

په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۰ زره کډوال او پناه غوښتونکي یونان ته ننوتلي دي.

د یکشنبې په ورځ د کډوالۍ وزیر مرستیال جورج کوموتساکوس سکای ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې وویل: «موږ باید د یونان له هغو سرحدي سیمې سره یووالی وښیو چې د دغې څپې څخه یې شوک لیدلی دی.»

اوس مهال د یونان په ۵ ټاپوګانو کې تر ۳۴۰۰۰ کډوال په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي، حال دا چې دغه ځایونه یوازې د ۶۳۰۰ کسانو ظرفیت لري.

یاد دې وي چې د یونان پارلمان د پنجشنبې په شپه (د اکټوبر ۳۱مه) د دغه هیواد د پناه غوښتنې نوی قانون تصویب کړ چې له مخې به یې یونان کې د پناه غوښتنې شرایط نور هم سختېږي. دا په داسې حال کې چې نړیوالو ادارو لکه اروپایي شورا او د بخښنې نړیوال سازمان پر دغه قانون نیوکه کړې ده.

 

نورې ليکنې