کالې کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل
کالې کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل

تېره شنبه کالې کې د یو ۲۵ کلن نایجریایي کدوال تر مرګ وروسته د مهاجرو مدافع بنسټونه دغه ښار کې د کډوالو د ژوند پر سختو شرایطو تنقیدونه وکړل. کال ۲۰۱۶ کې د کالې ځنګل له تړل کېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې یو کډوال د کالې په یو کمپ کې مري.

تېره شنبه (د نومبر ۲مه) کالې کې د یو ځوان کډوال تر مرګ وروسته د مهاجرو مدافع بنسټونه د کډوالو د ژوند د «غیرانساني» شرایطو پر وړاندې خپل غږونه پورته کړل.  

تېره جمعه د کالې په هوټ کمپ کې یو ۲۵ کلن نایجریایی کډوال له هغې وروسته مړ شو چې «غوښتل یې د ځان د ګرمولو او د خواړو د پخولو له پاره د کنسروو په یوه قوطۍ کې اور بل کړي».

د اوبرژ دو میګران سازمان مرستیال فرانسوا ګېنوک وایي: «په کال ۲۰۱۶ کې د کالې ځنګل له تړل کېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې یو کډوال تر خپلې خیمې لاندې مري.» د یاد کډوال جسد د طبي ازموینو له پاره عدلي طب ته لېږدول شوی دی.

خور ته یې اطلاع ورکړل شوه

د یوتوپیا ۵۶ په نامه یو سازمان وایي، د مړ شوي کډوال له خور سره یې اړیکه نیولې ده چې په جرمني کې اوسېږي. د دغه سازمان یوې غړې انتوان نېر کډوال نیوز ته وویل: «هغې د خپل ورور د ملګرو له خوا د پېښې په اړه اطلاع ترلاسه کړې وه. موږ دې ته د اطمینان ترلاسه کولو له پاره ټېلېفون وکړ.»

په همدې حال کې د پا – دو – کالې قومندانۍ وایي چې دغه کډوال د لوګي د تنفس کولو له امله مسموم شوی و. خو فرانسوا ګېنیاک وایي چې ممکن سړه هوا هم د ده د مرګ لامل وي.

 کډوال نیوز ته د رسېدلو معلوماتو له مخې دغه کډوال - چې نوم یې ښودل شوی نه دی - نه غوښتل چې ځان برتانیا ته ورسوي. نوموړې غوښتل چې فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي.

دولت باید خپلې دندې ته پام وکړي

د ژمي په را رسېدو سره کالې کې سازمانونه لکه یوتوپیا ۵۶ او اوبرژ دو میګران وایي چې د کډوالو د بشري حقونو په برخه کې د فرانسې دولت خپلو مسولیتونو ته پام نه کوي.

دوی په یوه خبرپاڼه کې زیاتوي چې نن سبا د هوا درجې راټیټې شوې خو تر اوسه پورې کډوالو ته سرپناوې نه دي برابرې شوې. خبرپاڼه کې راغلي چې سړه هوا کډوالو ته د ګواښونو لامل ګرځېدلی شي.  

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: د سختو شرایطو او د پولیسو د ناوړه چلند له کبله د کالې په ناقانونه کمپونو کې کډوال پر رواني ناروغیو اخته شوي 

د کالې ځنګل تر تړل کېدو وروسته له مانش کانال څخه د کډوالو د تېرېدو هڅې کمې شوې وې، خو د ۲۰۱۸ له پای راهیسې برتانیا ته د تلونکو کډوالو په شمېر کې یو ځل بیا زیاتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې چې په تېرو اونیو کې څو تنه برتانیا ته د تلو پر مهال ووژل شول. تېر اکټوبر د دوو عراقیانو مړي د پا – دو – کالې سیمې په توکې ساحل کې وموندل شول. دغه راز اته ورځې وروسته د ۳۹ کډوالو مړي – چې ممکن ویتنامیان وي – لنډن کې په یوه لارۍ کې وموندل شول.


* کالې کې کډوال په څلورو کمپونو اوسېږي: د اوت سړک کمپ، د بي ام اکس کمپ، روغتون ته نږدې کمپ چې افغانان په کې ژوند کوي او د مارک – ان – کالېزي کمپ.

 

نورې ليکنې