کډوال له یونانه د وتلو له پاره د دغه هیواد شمالي سیمو ته ځي. کرېډېټ: رویترز
کډوال له یونانه د وتلو له پاره د دغه هیواد شمالي سیمو ته ځي. کرېډېټ: رویترز

یوناني پولیسو ویلي چې د دغه هیواد په شمالي سیمه کې یې په یوه یخچالي لارۍ کې د زیاتو افغانانو په ګډون ۴۱ کډوال موندلي دي.

چارواکو زیاته کړې چې موندل شوي کډوال ټپیان نه دي، خو اووه تنه یې تنفسي ستونزې لرلې نو ځکه روغتون ته انتقال شوي دي.

پولیسو دغه موټر د یونان شمالي ښار زانتي ته نږدې په یوه لویه لاره کې درولی دی.

سرتېرو دغه راز یو موټر چلوونکی نیولی دی چې د ګرجستان څخه دی او داسې ګومان کېږي چې ښایي قاچاق وړونکی وي.

په تېرو څو میاشتو کې یونان ته د ور تلونکو کډوالو په شمېر کې یو ځل بیا زیاتوالی راغلی دی. کال ۲۰۱۵ کې د کډوالۍ کړکېچ پر مهال تر ۱ میلیون دېر کسان د ترکیې او یونان له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسول.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د یونان د مهاجرت نوی قانون د پناه غوښتنې شرایط نور سختوي 

نن سبا نږدې ۳۴۰۰۰ کډوال او پناه غوښتونکي یوناني ټاپوګانو کې ژوند کوي.

تر دې مخکې د یونان حکومت ویلي چې د روان میلادي کال تر پایه پورې به ۲۰۰۰۰ کډوال له ټاپوګانو څخه د یونان مرکزي سیمو ته انتقال کړي.

 

نورې ليکنې