د هوټ سړک په کمپ کې شاوخوا ۳۰۰ کډوال ژوند کوي. کرېډېټ: مهدي شبیل
د هوټ سړک په کمپ کې شاوخوا ۳۰۰ کډوال ژوند کوي. کرېډېټ: مهدي شبیل

نن سبا د فرانسې په کالې سیمه کې په سلګونو کډوال له ښار نه بهر په ناقانونه کمپونو کې اوسېږي. تېره جمعه د کالې ښاروالۍ په یوه فرمان کې اعلان وکړ چې د ښار په مرکز کې د کډوالو ډلې شتون د منلو نه دی.

اوس په کالې کې د شپې لس بجې دي. د شپې په سړه هوا کې ځینې مسافران له یوه اورګاډي څخه ښکته کېږي. د هغوی په ډله کې د دوو کم سنه کسانو په ګډون ۶ کډوال هم دي. د یوتوپیا ۵۶ ټولنې کارکوونکي هم د اورګاډي تمځي ته راغلي دي. دوی هره شپه کالې ته د لسګونو رسېدونکو کډوالو د هرکلي له پاره دغه تمځي ته راځي.

د یادې ټولنې دوه رضاکاران غواړي چې له دغو کډوالو سره د سرپناوې په اړه خبرې کوي.

په همدې وخت کې د پولیسو یو موټر هم سیمې ته را رسېږي.

د اکټوبر له ۱۸مې راهیسې د کالې ښاروالۍ د یو فرمان له مخې د کالې ښار په مرکز کې د «اوږدو او تکرارېدونکو غونډو جوړول او په ځانګړې توګه هغه غونډې چې د خوړو د وېشلو په موخه جوړې شوې وي» منع شوي دي. له همدې کبله ځینې کډوال د ورځې په پای کې د خوراکي توکو د موندلو په هیله د کالې ښار مرکز ته راځي.

سوډاني کډوال د اورګاډیو تمځي ته نږدې. کرېډېت: مهدي شبیل

کالې ښار کې ځینې داسې کډوال هم شته چې د سړکونو غاړو ته د نشه یانو ترمنځ خوب کوي. له یوې اونۍ راهیسې ځینې سوډانیان د کالې د اورګاډیو تمځي ته نږدې ژوند کوي، خو دوی هېڅ ډول امکانات نه لري. یو کډوال وایي چې کله چې سرتېري سیمې ته راځي دوی ځانونه پتوي. نوموړی زیاتوي چې په سړکونو کې ویده کېدل تر دې ښه دي چې کډوال په ځنګل کې شپه سبا کړي.

۲۵ کلن حمدان د دارفور دی او فرانسه کې یې غوښتنه رد شوې. نوموړی غوښتل چې «ځنګل» ته ولاړ شي، خو تر اوسه پورې یې خیمه نه ده ترلاسه کړې. کالې کې د مهاجرو مدافع بنسټونه وایي چې د ژمي په را رسېدو سره مرستو کې کموالی راغلی دی، نو ځکه دوی ټولو کډوالو ته خیمې نه شي برابرولی. حمدان تمځي ته نږدې پر کارتنونو باندې شپه سبا کوي.

۲۵ کلن همدان له ۱۲ ورځو راهیسې په کالې کې اوسېږي. کرېډېټ: مهدي شبیل

«دوی غواړي چې کډوال ځنګل کې ځانونه پټ کړي»

د یوتوپیا ۵۶ غړی انتوان نېر وایي چې دغه تمځی د کالې ښار مرکز بلل کېږي. خو نن سبا د تمځي په شاوخوا کې د پولیسو شمېر ډېر دی. انتوان نېر زیاتوي: «زما په اند د کالې چارواکي کډوال بدناموي» نو ځکه د ښاروالۍ په فرمان کې راغلي چې د مهاجرو ډلې د عامه نظم د ګډوډۍ سبب کېږي.

خو د دغه فرمان سربېره د یوتوپیا ۵۶ کارکوونکي لا هم هره شپه پر کډوالو خواړه وېشي.

بل لور ته د کالې ښاروالۍ وایي چې غواړي یاد ښار ښکلی کړي. د جمعې په ورځ (د نومبر لومړۍ نېټه) کالې کې د ۴ اعشاریه ۵ میلیونه یورو په ارزښت د یو لوی اژدهار مجسمه پرانیستل شوه. خو سازمانونه وایي چې دا یوازې یوه پلمه ده. انتوان نېر زیاتوي: «دوی غواړي چې کډوال په ځنګل کې ځانونه پټ کړي.»

تېره جمعه کالې ښار کې د یو لوی اژدهار مجسمه پرانیستل شوه. کرېډېټ: مهدي شبیل

خو ځنګل کې ځان پټول اسان کار نه دی. ښار کې بهر د کډوالو ناقانونه کمپونه په اونۍ کې څو ځله تړل کېږي. ۲۷ کلن ایرانی کډوال وایي چې پولیسو یې ټول شیان اخیستلي دي.

نوموړی د هوټ سړک کمپ کې تر یوې خیمې لاندې ژوند کوي. د سازمانونو په حواله شاوخوا ۳۰۰ کډوال دغه کمپ کې اوسېږي. حامد زیاتوي: «دوی مې لکړه هم واخیستله او کثافت دانۍ کې یې واچوله.»

«فرانسه مې ژوند برباد کړ»

اوس مهال دغه کمپ ته نږدې د ۳ متره په لوړوالي سیمي جالۍ لګول شوې دي چې ځنګل کې د ناقانونه کمپونو د جوړولو مخنیوی کوي. اټکل دی چې د روان کال تر پایه پورې به دغه نوی ځای کې هم سیمي جالۍ ولګول شي.

نن سبا کډوال د کثافاتو ترمنځ ژوند کوي. کالې او شاوخوا کې یې د مهاجرو څلور کمپونه شته چې نږدې ۵۰۰ کډوال پکې اوسېږي.

پولیسو د کډوالو خیمې راټولوي. کرېډېټ: مهدي شبیل

۳۶ کلن ایرانی کډوال ابراهیم وایي: «ځنګل کې ژوند ډاروونکی دی. فرانسه مې ژوند برباد کړ. دلته باران ورېږي، هوا یخه ده او د پولیسو وېره هم شته.»

انتوان نېر وایي: «د لا وي اکتیو په نامه یو دولتي سازمان هره ورځ کمپ ته نږدې پر کډوالو خواړه وېشي خو د دولت د پرېکړې له مخې دغه کمپ هم ورځ تر بلې د خیمو شمېر کمېږي ...»

ابراهیم وایي چې فرانسه کې بند پاتې دی. نوموړی زیاتوي چې دغه هیواد کې پناه غوښتونکي په سړکونو کې خوب کوي. ابراهیم د خپلو ځینو ملګرو په څېر هیله لري چې برتانیا ته ولاړ شي. تر دې دمخه نوموړي ۶ ځله په کښتیو کې او څو ځله په لاریو کې برتانیا ته د تلو هڅې کړې دي.

د سوډاني کډوالو یوه ډله. کرېډېټ: مهدي شبیل


* کالې کې کډوال په څلورو کمپونو اوسېږي: د اوت سړک کمپ، د بي ام اکس کمپ، روغتون ته نږدې کمپ چې افغانان په کې ژوند کوي او د مارک ان کالېزي کمپ.

 

نورې ليکنې