د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۶مه) د فرانسې لومړي وزیر د کډوالۍ په تړاو نوي اقدامات اعلان کړل. تر دې مخکې د فرانسې د کار وزیر ویلي وو چې راتلونکي کال کې به فرانسه کې د مسلکي کډوالو د جذبولو له پاره د سهمیه بندۍ سیستم جوړ شي.
د چهارشنبې په ورځ د فرانسې لومړي وزیر ادوارد فېلیپ د دغه هیواد د کډوالۍ نوي سیاست اعلان کړ. دغه نوې طرحه کې لاندې ټکي شامل دي:
- د ځینو مسلکي کارونو سهمیه بندي
د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۵مه) د فرانسې د کار وزیر موریل پېنیکو اعلان وکړ چې راتلونکي دوبي کې به د «مسلکي» کډوالو د جذبولو له پاره فرانسه کې د سهمیه بندۍ سیستم جوړ شي. نوموړي زیاته کړه چې یاده سهمیه بندي هر کال د «مسلکي» بهرنیانو د جذبولو له پاره د فرانسې د اړتیاوو پر بنسټ اعلانېږي.
یاد دې وي چې په کال ۲۰۱۸ کې فرانسه کې ۳۲ زرو مهاجرو د اقتصادي دلایلو له کبله د اقامې اجازې ترلاسه کړې وې.
- د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزولو موده لنډېږي
د ۲۰۱۸ د قانون له مخې د پناه غوښتنو د ارزولو موده په اوسطه توګه ۱۲ میاشتې وه. خو اوس چارواکي وایي چې دغه موده موثره نه وه او باید پکې بدلون راشي.
- تکمیلي روغتیایي ساتنې ته لاس رسی
مانا یې دا چې پناه غوښتونکي لومړنیو روغتیایي خدماتو ته د لاس رسي له پاره باید درې میاشتې انتظار وباسي. په همدې حال کې د فرانسې د روغتیا وزیر ویلي چې دغه موده به پر کم سنه کډوالو نه تطبیقېږي.
رد شویو کډوالو ته لومړنیو روغتیایي خدماتو ته لاس رسی له ۱۲ میاشتو څخه ۶ میاشتو ته راټیټیږي.
- د سوشل سکیوریتي موافقه
په بېړنیو مواردو کې سوشل سکیوریتي باید له دې سره موافقت وکړي چې بې سنده کډوال د د دولت د روغتیایي مرستې ترلاسه کړي. مانا یې دا چې له دې وروسته به بې سنده کډوال د ځینو خدماتو د ترلاسه کولو له پاره باید د سوشل سکیوریتي تایید واخلي.
اوس مهال د دولت د روغتیایي مرستو د ترلاسه کولو یو شرط دا دی چې کډوال باید له درې کلونو راهیسې په ثابته توګه فرانسې کې اوسېدلي وي.
- اوفپرا کې ۲۰۰ او د پناه غوښتنې ملي محکمه کې ۵۹ نوي پوستونه
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستنر ویلي چې اوفپرا کې به ۲۰۰ او د پناه غوښتنې په ملي محکمه کې به ۵۹ نوي پوستونه جوړ شي.
- نوي اداري توقیف ځایونه به جوړ شي
د کورنیو چارو وزیر دا هم وویل چې له امنو هیوادونو څخه راغلي کډوال چې فرانسه کې یې غوښتنې رد شوي وي باید په چټکه توګه له دې هیواد نه وشړل شي. نوموړي د ډوبلین قاعدې پر موثریت ټینګار وکړ.
- فرانسه کې د منل شویو کډوالو له پاره د ۱۶۰۰۰ اوسېدو ځایونو جوړول
- د روان کال تر پایه پورې د پاریس په شمال ختیځه سیمه کې د کډوالو ناقانونه کمپونو تړل