د نومبر ۷مه، د پاریس پورت دو لا شاپل سیمه. کرېډېټ: کډوال نیوز
د نومبر ۷مه، د پاریس پورت دو لا شاپل سیمه. کرېډېټ: کډوال نیوز

فرانسوي چارواکو نن پنجشنبې د نومبر ۷مه د پاریس په شمال ختیځه سیمه کې د کډوالو کمپونه وتړل. چارواکي وایي چې د دې عملیاتو په پایله کې به له ۶۰۰ تر ۱۲۰۰ مهاجرو ته سرپناوې برابرې کړل شي. دوی زیاتوي چې له دې وروسته به فرانسوي سرتېري دغو سیمو کې د ناقانونه کمپونو د جوړولو د مخنیوي له پاره په ۲۴ ساعته توګه ګزمې وکړي.

د سهار په ۴ و نیمو بجو پورت دو لا شاپل کې نږدې ۵۰۰ کډوال - چې په ډله کې یې کورنۍ، نوي رسېدونکي کډوال او رد شوي مهاجر دي - تر دوو لویو پلونو لاندې انتظار باسي. اټکل دی چې دوی به د پولیسو له خوا د ایل دو فرانس جمنازیمونو او د هرکلي مرکزونو ته انتقال شي.

افغان کډوال قاسم له خپلې مېرمن زحل سره د نورو کورنیو ترمنځ ناست دی. نوموړی وایي چې څو ورځې مخکې فرانسې ته راغلی او په راتلونکې اونۍ کې د خپلې غوښتنې د ثبتولو له پاره د پولیسو قومندانۍ ته ځي. دوی د پورت دو لا شاپل په ناقانونه کمپ کې تر یوې خیمې لاندې اوسېږي.

د دغې کورنۍ په څېر نن سهار پورت دو لا شاپل کې شاوخوا ۵۰۰ نور کسان هم راټول شوي دي چې په ډله کې یې ګڼ شمېر افغانان هم لیدل کېږي. ځینې افغانان کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي نه پوهېږي چې چېرې ځي خو خوشاله دي چې ور ته سرپناوې برابرېږي.

د افغان مهاجرو په ډله کې ځینې داسې کسان هم دي چې فرانسه کې د اقامې اجازه لري خو تر اوسه پورې یې د اوسېدو ځای نه دی موندلی. دوی وایي چې نه پوهېږي څنګه ځان ته د اوسېدو ځایونه ومومي.

د سهار په ۶ و نیمو بجو کورنۍ او ورپسې مجرد کډوال د پولیسو په سروېسونو کې سپرېږي. اټکل دی چې دوی ته د ایل دو فرانس به جمنازیمونو او یا هرکلي مرکزونو کې ځای ورکړل شي.  

«دغو سیمو کې به سرتېري ۲۴ ساعته ګزمې وکړي»

د پورت دو لا شاپل کمپ د تړلو پر مهال سیمه کې د پاریس ښارواله ان هیدالګو، د ایل دو فرانس قومندان میشل کادو، کابو ۶۰۰ سرتېري او مهاجر پلوه سازمانونه هم حضور درلود.

ښاغلی کادو رسنیو سره په خبره کې وویل چې له دې وروسته به د ناقانونه کمپونو د بېرته جوړولو د مخنیوي له پاره «سیمه کې سرتېري ۲۴ ساعته ګزمې کوي او که چېرې لازم وي ځینې کسان به توقیف ځایونو ته واچوي.»

د ده په خبره سیمه کې د کډوالو د راتګ د مخنیوي له پاره امنیتي کمرې لګول کېږي.

نوموړی دا هم وویل چې پرته له کوم قید او شرط ټولو کډوالو ته سرپناوې برابرېږي او د هغوی د اداري وضعیت د ارزولو پروسه به یوازې هغه وخت پیل شي چې ټولو ته ځایونه برابر شوي وي.

بل لور ته د پاریس ښارواله ان هیدالګو وایي چې د ۲۰۱۵ له دوبي راهیسې ۵۹ ځله د کمپونو د تړلو او کډوالو ته د سرپناه برابرولو عملیاتونه ترسره شوي، خو دغه کسان پورت دو لا شاپل ته بېرته راغلي او ناقانونه کمپونه یې جوړ کړي.

نوموړې زیاتوي، تر څو چې د هرکلي په سیستم کې بدلون رامنځته نه شي همدغه وضعیت به دوام ولري.

په همدې حال کې مهاجر پلوه سازمانونه وایي له دې وېرېږي چې ځینې کډوال توقیف ځایونو ته واچول شي.

پاریس کې د کډوالو د کمپونو د تړلو عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې تېره ورځ د فرانسې لومړی وزیر ادوارد فیلیپ د کډوالۍ په تړاو د دولت نوي اقدامات اعلان کړل. دغه راز تېره ورځ د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانر وویل چې د روان پای تر پایه پورې به د پاریس په شمال ختیځه سیمه کې د کډوالو ناقانونه کمپونه وتړل شي.

 

نورې ليکنې