د هالند بیرغ
د هالند بیرغ

د هالند پولیسو د چهار شنبې په ورځ په یوه لارۍ کې د ۴ ماشومانو په ګډون ۱۶ کډوال موندلي دي. دغه کډوال غوښتل چي د هالند څخه د یوې کښتۍ په وسیله بریتانیا ته لاړ شي.

د هالند پولیس وایي چې ۱۶ بهرنیان یې په ای مویدن سیمه کې په یوه لارۍ موندلي دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه لارۍ د موټرو پرزې انتقالولې چي بهرنیان په کښي پټ شي وو.  

لارۍ چلوونکی امنیتي ځواکونو ته ویلي چي په خپل ټریلر کي يي غږونه اوریدلي دي.

پولیسو په لارۍ کې د ۴ کم عمره هلکانو په ګډون، یوه ښځه او ۱۱ نارینه موندلي دي چې له بېلابېلو هیوادونو څخه دي.

د پولیسو په وینا لارۍ چلونکې د انساني قاچاق په تور نیول شوی او د پېښې په اړه څیړنې پیل شوې دي.

په تېرو څو اونیو کې اروپایي هیوادونو کې ګڼ شمېر کډوال په لاریو کې موندل شوي دي. تېره دوشنبه یوناني پولیسو وویل چې د دغه هیواد په شمالي سیمه کې یې په یوه یخچالي لارۍ کې د زیاتو افغانانو په ګډون ۴۱ کډوال موندلي دي.

د لا زیاتو معلومات لپاره: ۴۱ کډوال په یخچالي لارۍ کې موندل شوي

دغه راز تېره جمعه فرانسوي سرتېرو د فرانسې په سوېلي سیمه کې په یوه لارۍ کې ۳۰ پاکستاني کډوال موندلي ول.


 

نورې ليکنې