بریتانیا د جمعې په ورځ وویل چي دا هیواد مهاجرینو لپاره د کار ویزه ورکوي. د ملی روغتیا خدمت(NHS) کي د کارکونکي لپاره اړتیا هغه مهال زیاتیږي کله چي بریتانیا د اروپاییی هیوادونو څخه وځي.
محافظه کاره حکومت په پام لري ترڅو تر ۲۰۲۱
پوري په هیواد کي د مهاجرو کنټرول لپاره د استرالیا په شان یو سیستم جوړکړي. بریتانیا
د اروپايي ټولنې وتلو وروسته د ملی روعتیا خدماتو د کارکونکي کمیښت سره مخامخ
کیږي.
د ۱.۲ ملیون روغتیایی کارکونکو شاوخوا ۱۵۳ زره یی د بریتانیا اتباعو نه دي.
بل لور د طبي کارکونکو د نړۍ له نورو سیمو څخه راځي، په ځانګړي توګه نرسونه به د نوي سیستم د معاش پوره کولو کي پاتی کیږي. اوس مهال په بریتانیا کي د ملی روغتیا خدماتو کي شاوخوا ۵۲ زره کارکونکي د اسیایی اتباعو دي.
حکومت وویل چي د ملی روغتیا خدمات ویزه په داسی حال کې چي ناقانونه کډوالي کنټرول ویی په عین حال کي دا هیواد د روغتیایی خدماتو هم تر لاسه کوي.
په پام کي دي چي د ویزې غوښتونکو فیس ۵۹۵ دالره، درملنه یی وړیا ویی او په چټکي سره ځواب تر لاسه کړي.
پریټي پاتل د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر په یوه اعلامیه کې وویل:«زموږ پلان دی چي د کډوالي شمیره کنترول کړو او حرفوی او مسلکی کډوال لکه نرسانو ته هرکلی وایو.»
او زیاته کړه « دا په دی معنی چي موږ د ټولو نړۍ څخه استعداد راجلبو په داسی حال کي چي ډاډ تر لاسه کو چي دا پرانیستل د فشار لاندی نه ده.
د ملی روغتیا خدماتو پلان وروسته د هغه وینا چي بریتانیا د اګست په میاشت کي ویلی وو چي ساینس پوهان جلبو پلی کیږي.