د مانش کانال څخه: ارشیف
د مانش کانال څخه: ارشیف

د بریتانیا سرحدي ځواک د یکشنبې په ورځ (د نوامبر ۱۰مه) یوه کښتۍ ودروله چي پکي ۲۲ کډوال سپاره ول. لندن ته نژدي د ۳۹ کډوالو مړ په یوه یخچالی لارۍ کې موندلي څخه وروسته په دي هیواد کي پلټنه زیات شوي دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر وویل چي د جمعې ورځ راهیسې په بیلا بیلو عملیاتو کې ۴۴ کډوال د مانش له کانال څخه نیول شوي دي.

تر اوسه پوري د دوي د هویت، عمرونو او جنسیت په اړه هیځ معلومات ندي په ډاګه شوي.

 هر کال په سلهاو کډوال د نامنو کښتيو په واسطه غواړي بریتانیا ته لاړ شي.

د انسانی قاچاقو رول چي په دي ډول عملیاتو کي د ویتنام له غمیزي پيښې وروسته د نوې څیړني لاندي راغلي.

د قربانیانو جسدونه لندن ته څیرمه په یخچالي لارۍ کې وموندل شول، لارۍ چلوونکي د وژنې په تور محاکمه شوي دي.

د لا زیات معلوماتو لپاره: د ۳۹ کډوالو مړ په یوه لارۍ کې موندل شوي دي

 

نورې ليکنې