د روغتیایی بیمه ته لاسرسی: ارشیف کډوال نیوز
د روغتیایی بیمه ته لاسرسی: ارشیف کډوال نیوز

د فرانسې حکومت د چهار شنبې په ورځ کډوالو هرکلي په اړه نیوي تدابیر اعلان کړل. وړاندي شوي هدفونو کي «د کډوالي په پالیسۍ کنټرول کول» او د روغتیا په سکتور کي د «سرغړونو» سره مبارزه کول شامل دي. همداراز د پناه غوښتونکو لپاره د انتظار موده معرفی کول دي. د نړیوالو ډاکترانو او سیماد لپاره د روغتیایی شرایط خورا کوي، د حکومت دغه پالیسي هغه کسان چي «روغتیا ته سخته» اړتیا لری «خطرناکي» دي.

د فرانسې لومړۍ وزیر ادوارد فیليپ د «کډوالۍ، پناه غوښتنې او د ادغام پالیسي» ښه کولو لپاره د چهار شنبې په ورځ د (د نوامبر ۶مه) ځینې اقدامات به ګوته کړل. د کډوالو لپاره ځانګړي دندو معرفي کولو سربیره، د نوي اداري مرکزونو پرانستل او د پناه غوښتنې څیړنې لپاره اړین وخت کمولو او د روغتیایی مرستې څخه ناوړه ګټه اخیسنتي باندی ټنګار کوی او د حل لپاره یی یو لړ اصلاحات وړاندی کوي.

د زیات معلوماتو لپاره:د فرانسې لومړۍ وزیر ادوارد فلیپ

د نړیواله ډاکترانو په څیر د ډیري اتحاديی لپاره په فرانسه کې د بهرنیانو روغتیا ته د لاسرسي په برخه کې اعلان شوي اقدمات«بی ساري ځنډونه ښیې». د چهارشنبي په ورځ په یوه بیان کي خپره شوي، لس سازمانونه د نړیوالو روغتیا ساتنه موده تر دری میاشتو پوری ځندول شوي دي. تر دی دمه کډوال کولي شو چي د پناه غوښتنې په بهیر کي د روغتیایی مرستې څخه برخمن شي.

ډاکتر کارین رولاند د نړیواله ډاکتر ادارې غړي کډوال نیوز ته وویل: «موږ حیران یو، موږ اندیښمن یو: دا لومړۍ ځل دي چي دولت پناه غوښتونکي د روغتیا مسولیت نه اخلي.»

د عامې روغتیا او اقتصاد ترمنځ طبی منطق شتون نلری

ډاکتر کارین زیاته کړه: «دا خلک وروسته د خورا ستونز لکه د لیبیا او مدیترانې په تیریدو څخه فرانسې ته راځي او دلته هم په CADA د دوه پناه غوښتونکي څخه یويي ته ځاي نشته. د دوي ورځنې ژوند تصور وکړئ، له فزیکی او روانې پلوه ستړي شوي دي دوي خورا اړتیا لرونکی کسان دي.»

اوس مهال هم روغتیا ته لاسرسی ۳ تر ۶ میاشت وخت نیسی تر څو چي یوه پناه غوښتونکي پروفکتور SPADA ته ځې او راجستر کیدو څخه وروسته  د صحي بیمه ترلاسه کوی او بیا ډاکتر ته تللی شي.

اتحاديي یادونه کوي چي دا اقدام به یوازي په روغتونونو باندي ځانګړي توګه په بیړني حالت کي د پاملرني بوج زیاتوي د عامه روغتیا او اقتصاد ترمنځ طبی منطق شتون نه لري ځکه چي خلک به په روغتونونو کي ناروغ شی او د درملني لپاره به نور لګښت هم راشي. که موږ ووایو چي کډوال زموږ په خاور کي روغتیا ته لاسرسی و نه لري خورا خطرناک دی. یوزاینۍ دلیل یی سیاسی دي موږ کډوال توجیه کوو.

د طبي اتحادیي ملي شورا هم د پنجشنبې په ورځ د(نوامبر ۷مه) یو متن خپور کړ، چي په ګوته کوي چي دا انتظار موده «د پیوستون اصول تر پوښتني لاندي راولي چي زموږ د هیواد او زموږ د روغتیا سیستم اساس دي.» ډاکتران چي د کوم امتیاز پرته ټولو خلکو ته د روغتیا آسانتیا برابروي «که چیري دوی به سبا مجبوره شي چي د دي خلکو درملني څخه انکار وکړي؟» د اندیښنې سره وویل چي زموږ د روغتیا سیستم زیان رسوي.

هغه موده چي یو څوک د پاتي کیدو حق له لاسه ورکولو وروسته د روغتیا محافظت څخه ګټه پورته کوي. په د موده کې د ناکامه پناه غوښتنه پر وړاندي اعتراض OQTF کول ۶ تر ۱۲ میاشت ضرورت دي.

«د روغتیا لپاره څوک مهاجرت نه کوي»

دا حکومتي اقدامات په ځانګړي توګه د نوامبر په ۵ مه د ټولنیزو چارو او مالي چارو عمومي تقتیش په راپور باندي ولاړ دي. هغه وویل چي د خوندي هیوادونو څخه پناه غوښتونکي لکه د البانیه او چورچیا یوازي په فرانسه کي وړیا پاملرنه ترلاسه کول لپاره پناه غواړي.

بل لور ډاکتر کارین وایی: «دا غلط دي، هغه خلک چي مهاجرت کوي دا د طبي دلایلو له مخي نه کوي.»

سیرلی دی بلې د سیماد عموموی منشی هم کډوال نیوز ته وویل:«موږ ټولو پناه غوښتونکو سره یوه اشتباه کو چي اسناد نه ورکوو.» په دي نظر چی د خوندي هیوادونو پناه غوښتنې مشروعیت نلري.

د AME څخه ګټه اخیستونکو لپاره پرمختللی کنترولونه

 د بی سند کډوالو ته دولتي طبي مرستو(MEA) نه ورکول یوه مهمه سواله ده. بل لور د هغو خلکو مخه نیولو لپاره دي چي د سیلانیانو په ټوګه د دری میاشت لپاره فرانسې ته راځی او روغتیا سیستم څخه ګټه پورته کړي نو دا معني لری «طبی سیاحت»

د دولتي طبي مرستو ته باید لا هم د لومړنې روغتیا بیمې (CPAM) غوښتنه ته یوه مرکز ته لاړي شي. د سیرلی دی بلی په وینا «دغه بیمې ته لاسرسی پیچلی او ستونزمن دي.»

«د بیمه ترلاسه کول شخص باید په فزیکي ډول خپله دوسیه یو مرکز ته یواسی چي دا پخپله تبعیض دی.» ډاکتر کارین تنګار کړل.

هغه زیاته کړه چي ټولنیز امنیت ته په کار دي چي ځینی غیر عاجل درملن ته پاملرنی وکړی تر څو چي د درغلیو پروړاندي مبارزه وي. «موږ د تولنیز امنیت څخه غوښتنه کوو چي د فرانسې مهاجرت په پالیسي کنټرول کي خپل لوبه و لوبوي. څنګه چي د کورنیو چارو وزارت څانګي ندي.

په ۲۰۱۸ کال کي مشرانو جرګی یوه راپور خپور کړل چي ۳۸ قضیو کي درغلی شو وه.  په ۳۰۰ زره مرستې چي د دولت له خوا ورکول شوي وو.

د لا زیات معلوماتو لپاره: 

 


 

نورې ليکنې