د مالټا او لیبیا تر منځ د پټو تړون له مخې چې د مالتا رسنيو لخوا افشا شوي ، لیبیا د مالتا ځواک څخه غوښتنه کړې چي د کډوالو کښتۍ چي په ژغورنې زون ومومي هغه باید ودروي او مسافر بیرته لیبیا ته واستوي، چیرې چې جګړه روانه ده.
د مالټا ټایمز په وینا چي د یکشنبې په ورځ(نوامبر۱۰مه) خپور شوي وایی
چي یوه پټ تړون د مالټا او د لیبیا وسله والو ځواکونو ترمنځ لاسلیک شوي چي د
کډوالو کښتې چي د مدیترانې کوچني ټاپو ته د رسیدو هڅه کوي مخنیوي وکړي. دا
تړون چې د نړیوال سمندري قانون خلاف به وي ، دا په ګوته کوي چې د مالټيز اردو د لیبیا
ساحل ساتونکو څخه غواړي کله چې د کډوالو کښتۍ د مالټيز اوبو څخه مخنیوي وکړي.
یوه دولتي سرچینه مالټا ټایمز ته وویل: «کله چي زموږ اوبو ته کښتۍ روانه وي، وسله وال ځواکونه د لیبیا سره همغږي کوي چي مسافر بیرته رواباسی او لیبیا ته یی رواړي مخکي له دي چي زموږ اوبو ته ننوځي او زموږ مسولیت شي.»
سرچینې زیاته کړه: د دی موافقي پرته، د مالټا ټاپو سلګونو کښتې په تیرو میاشتو کي ډوب شوي دي، چیرته چي یاد کښتیو د کښته کیدو هڅې کړې وه.
د نړیوال سمندي قانون له مخي، یو هیواد مکلف دي چی یوه کښتۍ وژغوري چي د خوندي بندر په لټ کي ده.
ډیري غیر دولتي مؤسسو لا دمخه د ایټالیا او لیبیا ترمنځ ورته تړونونه غندلي وو، مګر وروستې انديښنې دا دي چي دا تړون د لیبیا ساحل ساتونکي وهڅوي چي په مستقیم ډول د مالټا په سیمه کي مداخله وکړي. دا هغه سیمه ده چی د لیبیا له اولو څخه بل خوا ده چي له لیبیا څخه ۲۲ کیلومتره لری غزوي.
سار (SAR )، هغه سیمې چېرته چې بهرني نظامي قدرتونه د تحقیق حق لري
د مالټا چارواکو نه غوښتل چي د مالټا سندي ټایمز ته د یاد تړون په اړه څه ووایی. په هر حال دوی رویترز ته وویل چي دوی د قانون سره سم د ډیری کلونو راهیسې د لیبیا ساحل ساتونکی سره همکاری کوي.
د مالټا حکومت وویل: «دا هغه سیمه نه دي چیري چي دولت حاکمیت کاروي یا په هغي باندی واک لري. خو دا د سارا سیمه ده چیری چي بهرنی نظامي قدرتونه د دي حق لری چي غیر قانوني فعالیتونه وپلټي.
د مالټو چارواکو نه غوښتل چې د مالټا د سنډی ټایمز د انکشافاتو په اړه څه ووایی. په هرصورت ، دوی رویټرز ته وویل چې دوی د قانون سره سم د ډیری کلونو راهیسې د لیبیا ساحل ساتونکي سره همکاري کوي.
په مالټا کی د لیبیا سفارت د دوشنبې په ورځ(نوامبر ۱۱مه) د دي ډول تړون شتون په کلکه رد کړل.
په اکتوبر کی د ملګرو ملتونو د کډوالو اداری (این سي آر) وروسته له هغه یوه پلټنه پیل کړه چی یوه مهاجر کښتۍ د لیبیا ساحل ساتونکي له خو ودرول شوه او ۵۰ کسان یی بیرته لیبیا ته یوړل.