د هسپانیه اړخ ګوند ۵۲ څوکي وګټلي:REUTERS/Susana Vera
د هسپانیه اړخ ګوند ۵۲ څوکي وګټلي:REUTERS/Susana Vera

د هسپانیه ښي اړخ افراطي ګوند د یکشنبې په ورځ ۵۲ څوکۍ وګټلي، ځان یی په دی هیواد کي دریم لوي سیاسي ځواک په توګه تاسیس کړ. دا ګوند د کډوالۍ ضد او خپلواکۍ ضد کتالین ویناو سره کمپاین وکړل.

د ښي اړخ افراطي بکس (ووکس) د هسپانیا پارلمان ۳۵۰ څوکيو څخه ۵۲ څوکۍ په کي وګټلي چي ۴ کاله مخکي ۲۴ څوکې درلودلي. دا ګوند د هسپانیا سوسیالیست ګوند (PSOE) او د خلکو (PP) ګوند څخه وروسته دریم لوی سیاسی ځواک دي.

سنتاګو اباسکل چي دا ګوند په ۲۰۱۴ کي تاسیس کړي وویل: «۱۱ میاشت مخکي بکس (Vox) د دي هیواد به اداري کي هیڅ استازي نه درلود، نن موږ په هسپانیه کي دریم لوی سیاسی ځواک یو.»

د کډوالۍ ضد ګوند د فیمینزم سره دښمني لري دا ګوند د هسپانیا په سویلی کي په اندلس کي د کال ۲۰۱۸ کي خپل فعالیت پیل کړل، په همدي کال کي د ایټالیا د حکومت او لیبیا تر منځ د موافقو په پایله کي ایټالیا ته د مهاجرو راتګ خوار کم شو.

هسپانیا په اروپا کي د کډوالو راتګ لپاره لومړۍ هیواد شو. ډیر افریقایی ځوانان د جبرال له لاري دی هیواد ته رسیږي.

د سوسیالستانو ګوند په ۲۰۱۸ کي په واک ورسیدل

په ۲۰۱۸ د جون په میاشت کی سوسیالیست پیدرو سانچز د محافظه کار میرانو راجوی ته د حکومت مشر وټاکه، چي په پارلمان کی د سانسور شوي غورځنګ لخوا رد شو.

د حکومت نوي مشر غواړي د خپل مخکیني سیاست تګلاره مات کړي، به ځانګړي توګه د کډوالۍ په مسله کې.

بینوت پیلیتراندي د اسپانیا معاصر تاریخ متخصص وایی« په کال ۲۰۱۸ د سوسیالیستانو ګوند واک ته رسیدل په مهال د کډوالۍ مسله یی په لومړۍ کرښه کیښودلو ته خورا ډیر حق ورکړ.»

یاد متخصص تنګار کوي، « د بکس رایی د مهاجرت مسلې سره نږدی تړاو لري په ځانګړې توګه په سویل کي»

د مراکش او سنګالی اتباعو په کرهنیز کارګران په هسپانیا کې شهرت لري.

سیاسي بدلون

بکس یا ووکس ګوند د یکشنبې په ورځ د پارلماني ټاکنو کمپاین کي د خپل مهاجرت ضد بیاناتو سره په نښه کړ، او د ټولو بی کفایته ماشومانو د شړلو غوښتنه يی وکړه، چي د ماشوم د حقونو کنوانسیون یی نقض کړي.

د لا زیات معلومات لپاره: بلغ شوي کډوال ادغام سخت دي

ښاغلی اباسکل، د یوه تلویزیونې بحث په جریان کي څرګندې کړې د مادرید د هورتالیزا ولسوالۍ کې چیرته چي ژوند کوي د کډوالو د استوګني مرکز شتون له امله زیانمن شوي دي.

بل لور ښاغلي پیلیتراندي وایی هغه ارقام چي هغه یی کارولي غلط دي، «په خینو ګاونډیو کې همکارې اسانه نده خو ایا دا د مهاجرت یا اقتصادی وضعیت له امله دې؟»

ووکس «په دریو کلونو کي ۳ ملیون رایه زیات شوي دي

د فرانسې پوهنتون د جیوپلوتیک ځانکې څخه استاد باربرا لویر وایی ووکس د کتالین خپلواکۍ پروړاندې مبارزه هم وکړه «دا ګوند د داخلی پیژندنې حرکتونو سره مقابله لپاره تاسیس شوي دي.»

هغه ځرګنده کړه چي په دریو کلونو کي تر ۳ ملیون رایی ته ریاتوالی موندلي دي چي د کال ۲۰۱۵ څخه ۱۵ سلنه زیات دي.

آغلې لویر وایی په دي کې شک نشته چي د ووکس مرستیالان د کتالین پوښتنې له امله وټاکل شول.


 

نورې ليکنې