د یونان د ساموس ټاپو ښاروال ویلي، که چېرې په واتي کمپ کې اوسنی «بدوي» وضعیت دوام وکړي د یوې «سترې بشري فاجعې» او د شخړو د رامنځته کېدو ګواښ موجود دی.
د ساموس د کډوالو په پنډغالي کې، چې په اصل کې د ۶۵۰ کسانو ظرفیت لري تر ۶۰۰۰ ډېر کډوال اوسېږي.
نن سبا په زرګونو کسان هڅه کوي چې د واتي ښار په غونډۍ کې ځانونو ته سرپناوې جوړې کړي.
د ساموس ټاپو نوی ښاروال ګیورګیوس ستانتزوس ویلي: «خلک په وچو ویالو کې ژوند کوي، خو د سېلابونو او د اور لمبو ګواښ موجود دی. دوی پخپله کورونه او تشنابونه جوړوي او په ډېره بدوي توګه ځان ته اوبه برابروي.»
نوموړي د سه شنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې زیاته کړه چې دغه کمپ کې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.
«که چېرې دولت په ټاپوګانو کې د کډوالو شمېر کم نه کړي موږ د یوې بشري فاجعې د رامنځته کېدو څخه ډارېږو... د شخړو د رامنځته کېدو ګواښ هم شته.»
د واتي ښار د اوسېدونکو شمېر نږدې ۷۰۰۰ کسانو ته رسېږي چې کابو دغه ښار کې د مېشتو کډوالو شمېر سره برابر دی.
تېر اکټوبر واتي کمپ کې د افغان او سوریایي کډوالو د شخړې په پایله کې اورلګېدنه رامنځته شوه.
د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ څلور کاله وروسته یونان یو ځل بیا پر داسې یو مقصد بدل شوی چې کډوال اروپا ته د ننوتلو په موخه لومړی دغه هیواد ته ننوځي.
تر دې دمخه ترکیې ویلي چې د اروپایي مرستو د بندېدو په صورت کې به خپلې دروازې پرانیزي.
دغه راز د یونان د لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس حکومت ویلي چې د روان کال تر پایه پورې به ۲۰۰۰۰ کډوال له ټاپوګانو څخه مرکزي یونان ته انتقال کړي. تر اوسه پورې په سلګونو کډوال له ټاپوګانو څخه انتقال شوي دي.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: یونان: موریا پنډغالي کې د زرګونو کډوالو برخلیک نامعلوم دی
خو دا په داسې حال کې چې هره ورځ په سلګونو کډوال یونان ته رسېږي. د یونان د ښاریانو د ساتنې وزیر په حواله په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۰۰۰۰ کډوال دغه هیواد ته ننوتلي دي.
د چارواکو د یوې خبرپاڼې له مخې د سه شنبې په شپه د یونان ساحلي سرتېري د یو لړ عملیاتو په پایله کې ۱۹۴ کډوال او پناه غوښتونکي د لېسبوس او ساموس ټاپو په اوبو کې وژغورل چې ۴۸ تنه یې واتي کمپ ته انتقال شوي دي.
بل لور ته د یونان په مرکزي سیمو کې د ځینو ښارونو اوسېدونکي د کډوالو د انتقالولو پر وړاندې احتجاجونه کړي دي. دغه راز په تېرو څو اونیو کې د راسیستي لاریونونو او مظاهراتو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی.
نن سبا تر ۳۴۰۰۰ ډېر کډوال د یونان په پنځو ټاپوګانو (لېسبوس، ساموس، لېروس، کیوس، کس) کې اوسېږي، حال دا چې دغه سیمې یوازې د ۶۳۰۰ کسانو ظرفیت لري.