يوه کورنۍ چي په هنګري کي د پناه غوښتنې اجازه يې تر لاسه کړې /  Photo: picture alliance/abaca/O. Marques
يوه کورنۍ چي په هنګري کي د پناه غوښتنې اجازه يې تر لاسه کړې / Photo: picture alliance/abaca/O. Marques

اسورما عرب د خپلې کورنۍ سره يوځای د اروپا په نيت افغانستان پرېښود. دوه کاله وروسته هغه په سربستان کي له خپلي کورنۍ جدا او بنده پاته ده. د دغې افغانې مېرمنې مشره لور او مېړه کرويشيا کي او دا د درو ماشومانو سره سربستان کي بنده ده.

اسورما ۳۶ کلنه ده او زيات وخت يې په انتظار کي تېر کړی دی. دغه مېرمنه له دوو کالو راهيسي په دې انتظار ده چي د هنګري هيواد له هغې وسپنيزي کټارې څخه تېره سي چي د مهاجرو په وړاندي يې جوړه کړې ده. مخکي له دغې کورنۍ د پناه غوښتنه د هنګري هيواد له خوا په دې دليل رده سوې وه چي »هنګري ته له راتلو مخکي په يو خوندي هيواد کي تېره سوې وه«. له دغه خوندي هيواد څخه مقصد سربستان دی.

د سربستان په کمپ کي چي کله اسورما د فرانس پرېس خبري آژانس د خبريال سره خبري کولې نو رېږدېدله او په ژړا يې وويل چي د هنګري چارواکو ورڅخه پوښتنه ونه کړه چي
«د کومو ستونزو امله راغلي ياست» بلکه صرف ورڅخه دا پوښتنه وسوه چي پر کومه لاره راغلي دي.

دغه کورنۍ يو کال په سربستان کي وه او وروسته د لنډې مودې له پاره هنګري ته ولاړه چيري چي يې اوسېدنه له ستونزو سره مل وه. دغه افغان مېرمنه وايي چي په هنګري کي يې د خپلي کورنۍ سره ۴ مياشتي وخت د پولې سره پروت يو کانټينري ترانزيتي مهاجر کمپ کي تېر کړ

چي شاوخوا تيره اغزي لرونکې کټاره پر راګرځېدلې وه. د هغې په وينا د پناه غوښتنې غوښتنه يې څلور مياشتي وروسته رده سوه او دا په داسي وخت کي چي اسورما حامله داره وه. د هغې په وينا مېړه ته يې درې ورځي ډوډۍ ورنکړل سوه. 

اسورما وايي چي د شپې په منځ کي يې کورنۍ له هنګري څخه پر پوله د چارواکو له خوا سربستان ته اخراج کړل سوه او په توره شپه په ځنګل کي پرېښودل سوه.

«ټوټه ټوټه له غم او بدبختۍ څخه»

د اسورما ماشوم اوس زېږېدلی دی او په داون سيندروم ناروغي اخته ده. اسورما وايي چي دغه ماشوم يې طبي مراقبت ته اړتيا لري او کله چي ساه اخلي نو ورته نفس تنګي پيښيږي. دغه افغان مېرمنه وايي چي داسي راته برېښي لکه زما دغه ماشوم چي «
ټوټه ټوټه له غم او بدبختۍ څخه» سوی وي. دغه مېرمنه وايي چي عمر يې ۳۶ کاله ده خو ځان ۲۰۰ کلنه احساسوي.

د سربستان هيواد شمال په ۲۰۱۵ کال د منځني ختيځ، آسيا او افريقا سره تړاو لرونکو هغو مهاجرو له پاره يو مهم مرکز وګرځېد، چا چي غوښتل د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته ولاړ سي. خو د هنګري هيواد پر پوله ۱۷۵ کلومتر اوږد سرحد د موانعو په مرسته بند کړل سو او په دې توګه پر دغه لاره اروپا ته اوښتل مشکل کړل سول.

د هغه وروسته هم بوداپست يو شمېر قوانين او اصول داسي تغير کړل چي په مرسته يې د مهاجرو مخه ونيولای سي. د لومړي وزير ويکتور اوربان په مشرۍ د بوداپست د حکومت له خوا د مهاجرو په وړاندي شخړيز اقدامات د بشري حقونو د سازمانونو او د ملګرو ملتونو له خوا تر تنقيد لاندي هم راغلل.

د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ
UNHCR د سربستان د څانګې څخه جون ينګ وايي چي هنګري د «خوندي ترانزيت هيواد» مفکوره نوې رامنځ ته کړه. د دې څخه مقصد دا دی چي که مهاجر و هنګري ته له داخلېدو مخکي پر کوم بل خوندي هيواد تېر سوی وي، نو يې په هنګري کي په دې دليل د پناه غوښتنه نه قبوليږي چي ګواکي په «خوندي ترانزيتي هيواد» کي يې بايد د پناه غوښتنه کړې وای. د جون ينګ په وينا «خو د پناه غوښتنې د نظام طرز او طريقه نه بايد چي داسي وي.»

«رواني شکنجې»

هنګري د ورځي صرف ۲۰ مهاجر له سربستان څخه و خپلو پولو ته پرېږدي او په دې توګه نو اوطا د اونۍ صرف دوې کورنۍ هنګري ته داخلېدلای سي. په سربستان کي د يو مهاجر کمپ له پاره کار کوونکي چارواکي ياده پاليسي د
«رواني شکنجې» سره مقايسه کوي. په زياته دا د هغو کسانو له پاره لکه اسورما چي د کلونو له پاره د انتظار په ليسټ کي يې نوم راځي.

د بشر د حقونو سازمانونو د هنګري پر پوله هغه
«ترانزيت مهاجر کمپونه» هم تر تنقيد لاندي نيولي دي چي پکښي مهاجر ساتل کيږي. د مهاجرو له پاره د هېلسينکي کمېټې سازمان په وينا «د ماشومانو په شمول د غير ټاکلي وخت له پاره تر اغزن ديوالونو شاته د انسانانو په توقيف کي ساتل د قانون خلاف او د نه منلو وړ کار دی چي د مهاجرو له پاره د کړاو سره مل هم دی.»

په هنګري کي د هېلسينکي کمېټې د څانګي له خوا نژدې ۳۰ داسي موارد ثبت سوي دي چي له مخي يې مهاجرو ته ډوډۍ نه ده ورکول سوې. هغوی ته انتخاب پرېښودل سوی ؤ چي يا خو به اخراج ته سر کښته کوي او يا به ډوډۍ نه ترلاسه کوي.

يادونه: د دغه مطلب په چمتو کولو کي د فرانس پرېس مواد کارول سوي

د اروپايي اتحاديې کميسيون د جولای په مياشت کي په هنګري کي د ترانزيت په کمپونو کي د توقيف پر شرايطو سختي نيوکي وکړې او په زياته د غذا نه ورکول يې د اروپايي اتحاديې د قوانيو خلاف کار وباله. په اکتوبر کي بروکسل بوداپست ته وخت ورکړ چي په یوه مياشت کي ورته په دې تړاو جواب ورکړي.

د هنګري د حکومت مطبوعاتي دفتر د فرانس پرېس خبري آژانس ته وويل چي ټولو مهاجرو ته اړينې آسانتياوي برابريږي. د دغه دفتر په وينا که البته مهاجر د هغوی وړانديز رد کړي نو بايد چي له ترانزيت ساحې څخه ووځي.

نوي ګواښونه

د اسورما په شمول ګڼ شمېر نورو مهاجرو ته بديله مځکنۍ لاره پاته کيږي چي د لوېديځ پر لور د کرويشيا تر غرونو تېر سي. په کرويشيا کي البته د مهاجرو له پاره په ډېره کمه اندازه آسانتياوي سته. د هغه باوجوده چي ژمی لا نه دی رارسېدلی، مهاجر د زښتي يخي هوا سره مخامخ دي. اټکل کيږي چي که درجه حرارت نور هم ټيټ سي نو ښايي زيات مهاجر خپل ژوندونونه له لاسه ورکړي.

اسورما غواړي چي د کرويشيا پر پولو او د پولي تر پوليسو تېره سي. دا په داسي حال کي چي دغه پوليس د مهاجرو په وړاندي د تاوتريخوالي څخه په کار اخيستلو تورنيږي.

د اسورما مېړه او مشره لور يې توانېدلي چي د کرويشيا تر پولې تېر سي خو اسورما او درې ماشومان يې شاته سول او ونه توانېدل چي تېر سي. اوس دغه کورنۍ سره بېله سوې ده. اسورما و فرانس پرېس خبري آژانس ته وويل چي مېړه او مشره لور يې آلمان ته رسېدلي او هلته يې د پناه غوښتنه کړې ده.


 

نورې ليکنې