زيات مهاجر د رواني تکاليفو څخه کړيږي
زيات مهاجر د رواني تکاليفو څخه کړيږي

په آلمان کي عموما د رواني ستونزو د درملنې له پاره اوږد انتظار ته اړتيا وي. په زياته بيا د تراوما لرونکو مهاجرو د درملنې امکانات محدود دي.

په آلمان کي د هغو رواني طبيبانو او کارپوهانو شمېر تر اړتيا کم دی، چي تخصص يې د تراوما درملنه وي. له دې کبله نو هغه مهاجر چي له تراوما يا رواني ژوبلېدنې له ناروغۍ څخه کړيږي، هغوی ته په ډېره مشکله اړينه درملنه رسيږي. همدا وجه ده چي اړوند د درملنې مراکز وايي چي مجبور دي په زرهاؤ تراوما لرونکي مراجعين بېله دې چي درملنه يې وکړي، جواب کړي.

د مهاجرو له پاره د آلمان د فسايکو سوسيال مراکزو (
PSZ) ويلي چی په آلمان کي د تراوما لرونکو او شکنجې قرباني مهاجرو د درملنې د امکاناتو په لوړه اندازه کمښت دی. د يادو مراکزو سراتحاديې په يو راپور کي راغلي چي له ۲۰۱۳ کال راهيسي له دې کبله هر کال د زرهاؤ مراجعينو جوابولو ته مجبوره سوي، ځکه چي اړين د درملنې امکانات يې نه ورته درلود. د دغه راپور يو نقل و پروتستانت خبري آژانس ته رسېدلی چي په آلمان کي د فونکه رسنيو ډلې له خوا د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۳مه) يې په تړاو يو مطلب خپور سو.

د دغه راپور له مخي په
۲۰۱۷ کال د بېلګي په تړګه نژدې ۱۱۰۰۰ مراجعين په اړوند مراکزو کي تر درملنې لاندي ونيول سول. په دې توګه په ياد کال تر ۲۱۴۱۸ نوو او زوړ مراجعينو درملنه وسوه.

خو په
۲۰۱۷ کال د (PSZ) مراکزو څخه ۷۲۱۲ مراجعين بېرته جواب هم سول. دا ځکه چي ورته د درملنې اړين ځایونه نه ول. دا چي اړونده مراکزو اړين امکانات نه لرل نو ياد شمېر مراجعين د انتظار په ليسټ کي هم داخل نه کړل سول. په دې توګه نو په دغه کال له ټولو مراجعينو څخه ۴۰ سلنه يې جواب کړل سول. په ۲۰۱۶ کال حتی د جواب سوو کسانو شمېر تر ۱۰ زرو لا جګ ؤ.

د دغو مراکزو شمېر چي تخصص يې د شکنجه او تراوما تجربه کوونکو مهاجرو سره مرسته ده په
۲۰۱۳ کال له ۲۶ څه و ۳۷ ته جګ سو. خو د هغه باوجوده د ټولو مراجعينو د درملنې امکانات ورته نه ول.

د (
PSZ) په راپور کي راغلي چي مهاجرو ته عموما د آلمان و روغتيايي نظام ته د لاسرسي لاره بېرته نوره مشکله سوې ده. د دغه راپور له مخي د درلمنې په ترڅ کي د قانوني لحاظه مسؤل اړخ صرف ۶ سلنه مصارف په غاړه اخلي او دغه فيصدي ډېره ټيټه ده. ويل سوي چي دغه مراکز اوس هم د پخوا په شاند د روانې درملنې خپل ۹۰ سلنه مصارف د د پروژو، ايالتونو، مرکز او بسپنو له لاري په لاس راوړي.


 

نورې ليکنې