د نومبر ۷مه، پورت دو لا شاپل کې د کډوالو کمپونه وتړل شول. کرېډېټ: کډوال نیوز
د نومبر ۷مه، پورت دو لا شاپل کې د کډوالو کمپونه وتړل شول. کرېډېټ: کډوال نیوز

د پاریس په شمالي سیمه کې د کډوالو کمپونو تر تړل کېدو وروسته ۱۶۰۰ کډوال د ایل دو فرانس جمنازیمونو، د وضعیت د ارزولو مرکزونو او د مهاجرو یو هرکلي مرکز ته وړل شوي دي. په همدې حال کې یو مهاجر پلوه سازمان وایي چې ۱۶ کډوال د ونسن اداري توقیف ځای ته انتقال شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۷مه) د پاریس په شمالي سیمه کې د کډوالو د کمپونو تر تړل کېدو وروسته ۱۶۰۰ کډوال د دغه ښار بېلابېلو سیمو ته لېږدول شول. د سرچینو له مخې ۴۵ کډوال د ایل دو فرانس د وضعیت د ارزولو پنځه مرکزونو ته انتقال شوي چېرې چې د هغوی اداري وضعیت ارزول کېږي. د پاریس په پورت دو لا شاپل کمپونو کې ډوبلیني شوي، فرانسې ته تازه رسېدونکي، رد شوي او ان منل شوي کډوال ژوند کاوه.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د پاریس په شمال ختیځه سیمه کې د کډوالو کمپونه وتړل شول

اټکل دی چې یاد کډوال به څو ورځې د وضعیت د ارزولو په مرکزونو کې تېرې کړي. د دغو کډوالو د وضعیت تر ارزولو وروسته د دولت مرستې پر هغو کسانو بندېږي چې فرانسه کې یې غوښتنې رد شوې وي. د ایل دو فرانس قومندانۍ کډوال نیوز ته وایي: «خو که چېرې د کډوالو غوښتنې منل شوې وي، نو هغوی ته به څو میاشتې د اوسېدو په موقتي مرکزونو کې ځای ورکول کېږي.»

جمنازیمونو کې انتظار

خو ایل دو فرانس کې د وضعیت د ارزولو مرکزونه یوازې د ۷۵۰ کسانو ظرفیت لري، نو ځکه هلته ټولو کډوالو ته ځای نه دی ورکړل شوی. د ایل دو فرانس قومندانۍ وایي چې د ۲۰۲۰م کال په پیل کې به یو بل مرکز هم د پاریس به ۱۸مه ناحیه کې پرانیستل شي.

یاده قومندانۍ زیاتوي چې نږدې ۹۰۰ کسان د پاریس، کوربوا، ووژور، ویلمومبل او کاشان جمنازیمونو ته انتقال شوي دي.  

خو یادو ځایونو ته لېږدول شوي کډوال وایي چې دا یوه موقتي او نامناسبه حل لاره ده. دوی دغه راز جمنازیمونو کې د کثافاتو او رطوبت د شتون څخه شکایت لري. 

چارواکي دا هم وایي چې منل شوي کډوال د پاریس په ۱۲مه ناحیه کې یو نوي مرکز ته تللی شي، خو یوازې په دې شرط چې دوی کار ولري او یا زدکړې وکړي. یاده قومندانۍ زیاتوي: «دا د ادغام یو تجربوي مرکز دی چې د ۲۰۰ کسانو ظرفیت لري او کډوالو ته د ژبې د زدکړې زمینه پکې برابرېږي. دغه راز دوی سره د کار او کور موندلو په برخه کې مرسته کېږي.» 

دغه مرکز له دوو اونیو راهیسې فعال شوی او اټکل دی چې د ۶ میاشتو له پاره به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.  

بل لور ته ۲۰۷ تنه نورو ته، چې په ډله کې یې کورنۍ او ښځې دي، د اېوري سیمې په یو مرکز کې د اوسېدو ځایونه برابر شوي دي.

۱۶ کډوال د ونسن اداري توقیف ځای ته لېږدول شوي

په همدې حال کې مهاجر پلوه سازمان اسفام وایي چې د یادو کمپونو تر تړل کېدو وروسته ۱۶ کډوال د ونسن اداري توقیف ځای ته استول شوي دي.

د اسفام یوه غړې ژوستین ژیرار ویلي: «دغه کسان وایي چې د پولیسو کمیسارۍ ته ور بلل شوي وو او ورپسې اداري توقیف ځای ته لېږدول شوي.»

د ایل دو فرانس قومندانۍ د نومبر پر ۷مه په یو خبرپاڼه کې وویل چې هغه کسان چې هڅه کوي د پاریس په شمالي سیمه کې د کډوالو پخواني کمپونو ته ستانه شي د هغوی اداري وضعیت ارزول کېږي او که بې سنده وي نو دوی به اداري توقیف ځایونو ته ولېږدول شي.

اټکل دی چې په راتلونکو اونیو کې به د پورت دوبرویلیې کمپ، چېرې چې نږدې ۲۰۰۰ کډوال اوسېږي، د پولیسو له خوا وتړل شي.

 

نورې ليکنې