درې اونۍ مخکې د ۳۹ ویتنامي کډوالو مړي د برتانیا په سوېلي سیمه کې په یوه یخچالي لارۍ کې وموندل شول. خو د یادو قربانیانو کورنۍ تر اوسه پورې د هغوی د جسدونو ترلاسه کولو ته انتظار باسي. ویتنامي چارواکو له کورنیو څخه غوښتلي چې د مړو له سوځولو سره موافقه وکړي.
ویتنام کې د دودونو او رواجونو له مخې مړي باید د درېو ورځو په موده کې خاورو ته وسپارل شي، خو ځینې ویتنامي کورنۍ له درېو اونیو راهیسې د خپلو خپلوانو د جسدونو د ترلاسه کولو په انتظار دي.
نګویېن دین ګیا یو له هغو کسانو دی چې د زوی جسد یې درې اونۍ مخکې لنډن کې په یوه لارۍ کې وموندل شو. دغه لارۍ کې ۳۹ ویتنامیان سپاره وو.
برتانوي پولیسو تر اوسه دوه کسان د یادو کډوالو د وژلو په تړاو نیولي دي.
د قربانیانو په ډله کې تر ټولو کم عمر لرونکی کډوال ۱۵ کلن و چې د کار په لټه برتانیا ته تللی و.
اوسمهال ویتنام کې د قربانیانو کورنۍ اندېښمنې دي چې څنګه د خپلو خپلوانو جسدونه ترلاسه کړي.
«غواړم چې یو ځل بیا خپله خور وګورم»
دا په داسې حال کې چې ټولنیزو شبکو کې د جسدونو د انتقالولو له پاره د لوړو
بیو په تړاو بېلابېل معلومات خپرېږي. دغه راز د ځایي چارواکو له خوا د ورکړل شویو
معلوماتو ترمنځ توپیرونه د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.
شپږ کورنۍ رویترز ته ویلي چې دوی هیله درلوده چې د خپلو خپلوانو جسدونه ترلاسه کړي، خو ویتنامي پولیسو له هغوی نه غوښتلي چې د خپلو بچیانو د جسدونو له سوځولو سره توافق وکړي.
تېره اونۍ ګیا د خپل زوی د مړي د ترلاسه کولو فارم لاسلیک کړ. خو پولیسو له نوموړي څخه وغوښتل چې د جسد ایرې د ترلاسه کولو سره موافقت وکړي. ګیا وایي: «ما ته وویل شو چې یاد فارم نور اعتبار نه لري.» نوموړي موافقه وکړه چې د زوی جسد یې وسوځول شي.
دغه راز د پام تي ترا مي کورنۍ، چې د خپل ژوند په وروستیو شیبو کې د لارۍ دننه خپلې کورنۍ ته پیغام لېږدولی و، چارواکو ته ویلي چې نه غواړي د نوموړې جسد وسوځول شي. د پام تي ترا مي ورور وایي: «زه غواړم چې یو ځل بیا خپله خور وګورم او بیا یې خاورو ته وسپارم.»
لوړې بیې یا لوجیستیکي ستونزې؟
په همدې حال کې هانوی کې د برتانیا سفارت ویلي، د ویتنام حکومت هڅه کوي چې د یادو کډوالو مړي بېرته دغه هیواد ته انتقال کړي. خو تر اوسه پورې د ویتنام د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه کوم ځواب نه دی ورکړی.
د ویتنام د ها تین سیمې یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رویترز ته ویلي: «موږ له کورنیو څخه غوښتنه وکړه چې د مړو له سوځولو سره موافقت وکړي. خو موږ چې د ویتنامي دودونو له مخې دوی د خپلو خپلوانو جسدونه غواړي.» نوموړي زیاته کړې چې د برتانیا او ویتنام ترمنځ د لوجیستیکي ستونزو له کبله د جسدونو د سوځولو وړاندیز کړی دی.
خو ویتنامي کورنۍ وایي چې پولیسو هغوی ته د مړو د انتقالو له پاره د لوړو بیو په تړاو خبرداری ورکړی.
د ویتنام دولتي خبري اژانسونه په روانه اونۍ کې د دغې قضیې په اړه څه نه دي ويلي.
د دغه هیواد د دوو خصوصي رسنیو له مخې چارواکو هغوی ته ویلي وو چې د قربانیانو له کورنیو سره له مرکه کولو څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ویتنام په ټولنیزو شبکو کې ویتنام ته د یادو جسدونو د انتقالولو په اړه تاوده بحثونه روان دي. یوه ویتنامۍ ډله هڅه کړې چې ان د دې کار له پاره پیسې راټولې کړي.