پولیسو د چهارشنبې په ورځ لا توربي ته نږدې پر یوه لویه لاره یو ایټالوی موټر چلوونکي او ۳۷ پاکستاني کډوال ونیول. د نیس جزایي محکمې یاد موټر چلوونکي په ۶ کاله بند محکوم کړی.
د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۴مه) سرحدي پولیسو د ایټالیا په سرحد کې د پلټنې پر مهال د یوې لارۍ په شا کې شاوخوا ۳۵ پاکستاني کډوال وموندل. د نیس جزایي محکمه وایي دوه نور کسان، چې دواړه یې معیوبان دي، د موټر چلوونکي ترڅنګ ناست وو. سرچینه زیاتوي چې موندل شویو کې ۶ کم عمره کسان هم دي.
په همدې حال کې ۳۸ موټروان ویلي چې هغه د مسافرو لخوا ګواښل شوی و.
خو محکمې د کډوالو له قوله زیاته کړې چې دوی له سرحده د تېرېدو له پاره یو بل کس ته پیسې ورکړې وې او ورپسې یاد موټروان د هغوی د قاچاقولو مسولیت په غاړه اخیستلی و.
د نیس محکمې یاد «موټر چلوونکی د بې سنده کډوالو د انتقالولو او دغه راز د حمل او نقل د غیرانساني شرایطو په تړاو په ۶ کاله زندان محکوم کړ.
د ۶ کم عمره کډوال پرته موندل شوي ټول پاکستاني کډوال بېرته ایټالیا ته وشړل شول.
د نومبر په لومړۍ نېټه د لاتربي په لویه لاره یو بل پاکستانی کډوال د سرحدي پولیسو له خوا ونیول شو چې په موټر کې یې ۳۱ نور پاکستانیان سپاره وو.