کروېشیایي سرتېري. کرېډېټ: پیکچر الاینس، د پي ا، ز. بالوغ
کروېشیایي سرتېري. کرېډېټ: پیکچر الاینس، د پي ا، ز. بالوغ

د کروېشیا د ریجیکا سیمې چارواکي وایي، کروېشیایي سرتېرو تېره شنبه د کډوالو پر یوې ډلې ډزې کړې چې په پایله کې یې یو تن سخت ټپی شوی. داسې ګومان کېږي چې دغه کسان غوښتل ځانونه سلوانیا ته ورسوي.

د کروېشیا د کورنیو چارو وزیر داور بوزیوویچ رسنیو ته ویلي چې داسې ګومان کېږي چې دغه کسان سلوانیا ته تلل غوښتل، خو هغه د کډوالو د شمېر او هویت نه دي په ډاګه کړي.

کروېشیا د بالکان مسیر په اوږدو کې پرته ده چې ډېری کډوال لوېدیځې اروپا ته د رسېدو په هیله ترې تېرېږي.

کروېشیایي پولیسو تر پېښې وروسته زیاته کړې چې د د غه هیواد د «پولې د ساتنې له پاره» د کډوالو پر دغې ډلې ډزې کړې دي.

د کروېشیا د کورنیو چارو وزیر په خبره ځایي چارواکي به د پېښې په اړه پلټنې وکړي چې ریجیکا ته نږدې په ګورسکي کوتر سیمه کې جوړه شوې وه.

په همدې حال کې یو کروېشیایی روغتون د ټپی شوي کس روغتیایي وضعیت نازک بللی دی او زیاته یې کړې چې د نوموړي ژوند په خطر کې دی.

د بندري ښار ریجیکا د یو روغتون ډاکټرانو د یکشنبې په ورځ وویل چې د ناپېژانده کډوال پر سینې د مرمیو ټپونه لیدل کېږي.

تر دې دمخه د بشري حقونو مدافع بنسټونه پر کروېشیایي چارواکو د کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي تورونه لګولي. خو کروېشیایي چارواکو تل دا تورونه رد کړي دي.  

دا په داسې حال کې چې د روان کال په اګست میاشت کې ۱۸ کډوال د بوسنیا او کروېشیا په ګډه پوله کې ټپیان شوي وو. هغه مهال هم د کروېشیا د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې دغه ۱۸ کسان غوښتل چې «په ناقونه توګه له سرحده تېر شي»، خو د کروېشیایي سرتېرو له ممانعت سره مخ شول. نوموړی زیاته کړې وه چې پولیسو له تاوتریخوالي کار نه دی اخیستی.

 

نورې ليکنې