کروېشیا سره پوله کې اغزن سیمونه لګول شوي. کرېډېټ: دانا البز/کډوال نیوز
کروېشیا سره پوله کې اغزن سیمونه لګول شوي. کرېډېټ: دانا البز/کډوال نیوز

له ۲۰۱۵ راهیسې سلوانیا ته له کروېشیا څخه د کډوالو د ننوتلو د مخنیوي له پاره د دغه هیواد حکومت د خپلې سويلي پولې په اوږدو کې خنډونه جوړوي. خو د سلوانیا د ځینو کلیو اوسېدونکي وایي چې دغه خنډونه د کډوالو مخه نه شي نیولی او یوازې د دې هیواد انځور خرابوي.

سلوانیایی رودي وایي: «څوک غواړي چې هره ورځ د خپلې کړکۍ مخ ته اغزن لرونکي سیمونه وویني؟» رودي د سلاوسکي لاز دی، داسې یو کلی چې له کروېشیا سره ګډه پوله لري. نوموړی نه پوهېږي چې ولې حکومت د کولپا سمندر پر غاړه سیمونه لګولي دي.

هغه وایي: «دوی وایي چې دا کار یې د خلکو د ساتنې له پاره کړی. خو دوی موږ له چا څخه ساتۍ؟ زه خو له چا څخه نه ډارېږم.» نوموړی له کلونو کلونو راهیسې په دغه سیمه کې اوسېږي.

رودي د کډوالو په اړه وایي: «دوی یوازې له دغو سیمو څخه تېرېږي. له سلوانیا څخه تېرېږي او نورو اروپایي هیوادونو ته ورځي، په ځانګړې توګه شمالي اروپا ته.»

د رودي ملګري ور سره موافق دي. دوی ټول د کوستل کلي په یوه کافه کې ناست دي. کوستل یوازې ۶۵۰ اوسېدونکي لري او کروېشیا ته نږدې پروت دی. د رودي په وینا دغه خنډونه کومه فایده نه لري او یوازې د کلي انځور خرابوي.

د رودي یو ملګری مارکو وایي: «دوی وایي چې دا د کډوالو مخه نیسي... خو د خنډونو سربېره کډوال له دې کلي څخه تېرېږي.»

تور رنګ: کډوال له دغو سیمو څخه له کروېشیا نه سلوانیا ته ننوځي.

نوموړی زیاتوي: «د بېلګې په توګه، اوس چې ژمی رسېدلی او څپې پیاوړې شوې ځمکه هم خوځېږي او خنډونه له منځه ځي، نو کډوال په اسانۍ سره ترې تېرېدلی شي.»

۱۱۶ کیلومتره

د روان کال له پیل راهیسې ۱۴۰۰۰ کډوال له سرحده تېر شوي دي. د سلوانیا ځایي چارواکي کډوال نیوز ته وایي چې دغه شمېر د تېر کال پرتله ۷۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

سږ کال د سویلي پولې پر اوږدو کې نور خنډونه ولګول شول.

د سلوانیا د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي: «سرحدونو کې د ناقانونه تګ راتګ مخه باید ونیول شي.» له ۲۰۱۵ راهیسې لیوبیانا د کولپا سمندر په اوږدو کې ۱۱۶ کیلومټره خنډونه جوړ کړی دي.

ژمي کې په سمندر کې جذر او مد رامنځته کېږي چې په پایله کې یې کډوال له خنډونو څخه تېرېدلی شي. کرېډېټ: کډوال نیوز

اریتریایی کډوال خالد سلوانیا ته د ننوتلو له پاره درې ځله هڅې کړې دي. نوموړی د خنډونو په اړه وایي: «په مې میاشت کې له سرحد څخه تېر شوم. په یاد مې دی چې له سمندره تر تېرېدو وروسته له سیمونو څخه مخ شوم. ازغن تار ته ختلم، لاسونه مې زخمي شول خو بالاخره ترې تېر شوم.»

خطرناکه غرونه، د خرسونو شتوالی، یخه اوبه

رودي وایي چې دغه خنډونه د «شرم» خنډونه دي او د جوړولو هدف یې دا دی چې کډوال بدنام کړي. نوموړی زیاتوي: «دلته کورنۍ او ماشومان هم راځي. خو زه نه پوهېږم چې ولې دوی باید زموږ دښمنان وي.»

یوه ځوانه نجلۍ د رودي خبرو په تاییدولو سره وایي: «دغه خنډونه د دوږخ پیل دی.» نوموړې وایي چې هلته یو ډېر خطرناک غر هم دی چې هوا یې ډېره یخه ده او خرسونه پکې شته. «موږ کله کله غږونه اورو. دا د کډوالو غږونه دي چې غواړي حیوانات وډاروي.»

په تېرو اونیو کې دوه کډوال کولپا سمندر کې ډوب شوي دي او یو تن نور ځنګل کې مړ شوی.

له خنډونو څخه د تېرېدو له پاره کډوال پر سیمونو باندې بړستنې اچوي. کرېډېټ: دانا البز/کډوال نیوز

خو کډوال باید ځانونه د پولیسو له ګزمو څخه هم وساتي. خالد وایي: «شپه کې مو د خنډونو تر شا لاسي څراغونه ولیدل. سرتېري ټولو ځایونو کې دي. موږ د هغوی له شتون څخه ډارېږو. خپلې ټولې هڅې کوو چې ځانونه له پولیسو څخه بچ کړو. ځکه دوی نیول شوي کډوال کروېشیا ته اخراجوي.»

د روان کال له پیل راهیسې ۸۰۰۰ کسان د سلوانیا له سرحدونو څخه بېرته شړل شوي دي.

د ښې اړخې ملیشې

د کډوالو د یو مدافع بنسټ مشره کاتارینا برناد ستېروا وایي: «دا د شرم ځای دی. هلته نه یوازې سرتېري او اردو دي بلکې ملیشې هم ګزمې کوي.»

له څو ورځو راهیسې د ښې اړخې ملیشې چې نظامي کالي لري او مخونه یې د ماسکونو ترشا پټ دي د کولپا سمندر په اوږدو کې ګزمې کوي. یاده ډله د ښې اړخې مشر اندرې سیسکو تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي. سیسکو وایي چې غواړي د «سرحدونو د ساتلو» او د کډوالو د نیولو په برخه کې له اردو سره مرسته وکړي. اندرې سیسکو زیاتوي: «زموږ هیواد د شینګن دروازه ده. موږ بهرنیانو ته وایو چې باید په خپلو هیوادونو کې پاتې شي. خنډونه ناپایداره دي نو ځکه موږ راغلي یو چې پخپله له سرحدونو څخه ساتنه وکړو.»

د ښې اړخې ملېشې د سلوانیا او کروېشیا پر پوله کې. کرېډېټ: دانا/البز کډوال نیوز

د سلوانیا په سرحدي کلیو کې ځینې کسان لکه کاتارنیا برنارد ستېروا د دغو ملیشو د شتوالي په اړه اندېښنه ښيي. نوموړې وایي: «حکومت یې کارونه محکوموي خو په واقعیت کې چارواکي تر اوسه پورې د هغوی پر وړاندې کوم تدابیر نه دي نیولي. دغه کسان لیوني دي، موږ د هغوی پر وړاندې د حکومت غبرګون ته انتظار باسو.»

په همدې حال کې د کوپر سیمې د پولیسو یو قومندان ویکجیم توسکان کډوال نیوز ته وایي: «زه هغوی ته څه ویل نه لرم. خو دومره ویلی شم چې دوی د پولیسو له ساتنې څخه برخمن نه دي.»

نن شپه کوستل کې د رودي ملګري د هغو کډوالو پر برخلیک غږېږي چې د ملېشو له خوا نیول شوي دي. رودي وایي: «پولیس او اردو د کډوالو د نیولو له پاره دلته دي او خنډونه یې جوړ کړي. خو دغه خلک [ملېشې] به په غرونو کې له کډوالو سره څه وکړي؟»

یوه نجلۍ وایي: «دوی ماسکونه لري او په ځنګل کې ګرځي. زه له هغوی څخه ډارېږم.»

یوه مليشه د کولپا سمندر پر غاړه. کرېډېټ: دانا البز/کډوال نیوز

 

نورې ليکنې