ویچ مرکز. کرېډېټ: کډوال نیوز
ویچ مرکز. کرېډېټ: کډوال نیوز

سلوانیا یو کوچنی هیواد دی چې پناه غوښتونکو ته د سرپنا ورکولو له پاره یوازې یو مرکز پکې جوړ شوی. د «ویچ» په نامه د پناه غوښتونکو مرکز په لیوبلیانا ښار کې موقعیت لري او نږدې ۲۰۰ کډوال پکې اوسېدلی شي. خو اروپا ته راتلونکي کډوال یوازې څو ورځې په دې مرکز کې پاتې کېږي.

محمد نه غواړي چې سلوانیایي ژبه زده کړي. نوموړی وایي چې په راتلونکو څو ورځو کې به له سلوانیا څخه ووځي، نو ولې باید دغه ژبه زده کړي؟ محمد الجزایری دی او د نورو کډوالو په څېر نه غواړي چې په سلوانیا کې پاتې شي. نن سبا هغه په ویچ مرکز کې اوسېږي چې سلوانیا کې د پناه غوښتونکو یوازنی مرکز بلل کېږي. محمد وایي: «زه خو ایټالیا ته ځم. دلته یوازې استراحت کوم، خلک مهربانه دي. ۱۵ ورځې کېږي چې سلوانیا کې یم. خو نه غواړم چې دې هیواد کې پاتې شم.»

د محمد په شان ګڼ شمېر نور کډوال په دې اند دي چې سلوانیا او ویچ کمپ یې د سفر یو پړاو دی او بس. د ویچ مرکز یو مشر مارتین نېدېکو وایي: «دوی څو ورځې په مرکز کې تېروي او بیا خپل سفر ته ادامه ورکوي. دلته هره ورځ نوي کسان راځي.»


تقریباً هېڅوک نه غواړي چې سلوانیا کې پاتې شي. ډېری کسان سلوانیا یو «ناپېژندویه او ستړی کوونکی» هیواد بولي. خو دوی ټول اړ دي چې د اوسېدو ځای د موندلو له پاره همدغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي. محمد وایي: «دلته د غوښتنې د وړاندې کولو په صورت کې کډوالو ته سرپناوې ورکول کېږي، دوی په ګرمو ځایونو کې خوب کولی شي. سلوانیا کې پناه غوښتنه کوم لګښت نه لري.»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: سلوانیا: له کروېشیا سره پر پوله د «شرم» خنډونه

دغه راز دوی سلوانیا کې د پناه غوښتنې د وړاندې کولو په صورت کې کروېشیا ته نه اخراجېږي. د کډوالو د ملاتړ ټولنې فیلانتروپیا یو غړی وایي: «هغه کډوال چې د نړیوالې ساتنې غوښتنه نه کوي سلوانیا کې د پاتې کېدو چانس نه لري. دوی په معموله توګه په سرحدونو کې نیول کېږي او له هیواده شړل کېږي.» خو ځینې کسان هم تر اخراجه مخکې د پوستوینا توقیف ځای ته استول کېږي.

۹۰ سلنه کډوال له مرکزه «لادرکه» کېږي

د روان کال له پیل راهیسې تر ۹۰۰۰ ډېر کډوال له سلوانیا څخه یو بل هیواد – په معموله توګه کروېشیا – ته اخراج شوي دي. خو ۴۰۰۰ تنه نور سلوانیا کې د پناه غوښتنه کړې ده.


دغه ۴۰۰۰ کسان باید ویچ مرکز کې واوسېږي. خو دوی په معموله توګه مرکز کې نه پاتې کېږي. د ویچ مرکز یو مسئوله تینا کوتر وایي: «له جنورۍ راهیسې ۹۰ سلنه کډوال له ویچ مرکزه لادرکه شوي دي. دوی اکثر وختونه المان، اتریش او فرانسې ته ورځي. دلته ځینې وختونه د کډوالو شمېر کم دی، ځینې وختونه یو څه ډېر دی. نن سبا مرکز کې ۱۸۵ کسان اوسېږي.»

سلوانیا کې ناقانونه کمپونه نشته او پکې د کډوالو خیمې نه لیدل کېږي. محمد چې تر دې دمخه د بوسنیا د ولیکا کلادوشا په کمپ کې اوسېده وایي: «ولې کمپ؟ موږ په ویچ کې استراحت کوو او بیا خپل سفر ته دوام ورکوو. د نیول کېدو په صورت کې له سلوانیا څخه شړل کېږو. خو سلوانیایي چارواکي کډوال په ځنګل کې یوازې نه پرېږدي. دوی دغه راز نه پرېږدي چې کډوال په سلوانیا کې ناقانونه کمپونه جوړ کړي.»

رواني ناروغۍ

سلوانیا کې ډېری کډوال د پاکستان، الجزایر، افغانستان، ایران، عراق، بنګله دېش او... څخه دي. دوی ټول وایي چې په دې هیواد کې نه پاتې کېږي او ویچ کې یوازې استراحت کوي. یو پاکستانی کډوال وایي: «ټول خلک پوهېږي چې موږ ویچ کې نه پاتې کېږو.»


نن باران ورېږي او د مرکز دهلېزونه او سالونونه تش دي. یوازې ځینې ماشومان د مرکز د هرکلي په سالون کې لیدل کېږي. د مرکز اوسېدونکي غوره ګڼي چې خپلونو کوټو کې پاتې شي. یو مراکشی کډوال وایي چې په داسې یوه ورځ کې اسپانیا ته تلل غواړي.

مرکز کې د کډوالو د کموالي له کبله شخړې هم نه جورېږي. د مرکز مسئوله تینا کوتر وایي: «کډوال یوازې له دې ځای نه تېرېږي. دلته استراحت کوي او بیا نورو هیوادونو ته ورځي. د شخړې جوړولو وخت نشته. خو اصلي ستونزه دا ده چې ډېری کډوال پر رواني ناروغیو اخته دي. مرکز کې زیات شمېر کسان تروما لیدلې، مسکونو ته اړتیا لري، دوی نه پوهېږي چې درمل یوازې د ډاکټر د نسخې له مخې ورکول کېږي.» د ویچ مرکز ګڼ شمېر اوسېدونکي وایي چې د بالکان مسیر په اوږدو کې یې شوک لیدلی دی. دوی په معموله توګه د کروېشیایي – او کله ناکله د سلوانیایي – پولیسو له تاوتریخوالي څخه شکایت کوي.

پاکستاني کډوال په ویچ مرکز کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

ویچ کې د ناروغانو سره د مرستې په موخه هغوی ته روغتیایي مشورې ورکول کېږي. دوی دغه راز د ژبې کورس ته لاس رسی لري. فیلانتروپیا ټولنه چې مرکز ته نږدې موقعیت لري کډوال د سلوانیا د ښار مرکز او د لامبو حوض ته ور وړي او یا هغوی ته د اشپزۍ ورکشاپونه جوړوي. د یادې ټولنې یو رضاکار وایي: «هڅه کوو چې دوی د خپلو ټپونو پرته د ژوند نورو برخو ته هم فکر وکړي. هیله مو دا ده چې دوی په خپلو پښو ودرېږي. ځینو ته هم وایي چې پخپله خوښه سلوانیا کې پاتې شي.»

«نه مې غوښتل چې دلته پاتې شم خو بیا...»

ردا او خالد هغه کډوال دي چې سلوانیا کې پاتې شوي دي. ۲۳ کلن ردا مراکشی دی او له ۷ میاشتو راهیسې ویچ کې اوسېږي. خالد اریتریایی دی او ۵ میاشتې کېږي چې ویچ مرکز کې دی. دوی دواړه غواړي چې لیوبلیانا کې پاتې شي. خالد وایي: «سلوانیا ته د ننوتلو له پاره مې لس ځله هڅې کړې. کروېشیایي پولیسو اوه ځله اخراج کړم. ستړی شوی یم. نه مې غوښتل چې دلته پاتې شم خو اوس ګورم چې د سلوانیا خلک مهربانه دي. پرېکړه مې وکړه چې همدلته پاتې شم.»

ردا هم وایي چې سلوانیا سره مینه لري. هغه زیاتوي: «دوی له ما سره ښه چلند کوي. ولې باید له سلوانیا څخه ولاړ شم؟ یوازنۍ ستونزه د ژبې ستونزه ده. سلوانیایي اسانه ژبه نه ده.»

دغه دواړه کډوال هیله لري چې غوښتنو ته یې مثبت ځواب ورکړل شي. خو دوی باید نور هم انتظار وباسي. د ویچ کمپ چارواکو په حواله د دوسیو د ارزولو موده له څو میاشتو تر یو کال پورې وخت نیسي. که ځواب منفي وي او پناه غوښتونکی د بیاکتنې غوښتنه وکړي، په دې حالت کې دغه پروسه تر درېو کالو پورې دوام کوي.


* مستعار نوم

* ویچ مرکز دوه ملحقات لري چې یو یې کوتنیکوا کې دی او ۹۰ کسان (په معموله توګه مجرد کډوال) پکې اوسېدلی شي او دویم یې په لوګاتېک کی دی او د ۱۰۰ کسانو (په معموله توګه د کورنیو او ښځو) ظرفیت لري.

 

نورې ليکنې