د نومبر ۱۹مه: هالنډ کې پر یوې کښتۍ بار یخچالي کانتینر. کرېډېټ: پېکچر الاینس
د نومبر ۱۹مه: هالنډ کې پر یوې کښتۍ بار یخچالي کانتینر. کرېډېټ: پېکچر الاینس

د هالنډ پولیس وایي چې د سه شنبې په ورځ یې ۲۵ کډوال پر یوې کښتۍ بار یخچالي کانتینر کې موندلي دي. دغه کښتۍ د برتانیا په لور روانه وه خو د کډوالو تر موندنې وروسته هالنډ ته ور وګرځېدله.

سرچینه زیاتوي چې موندل شويو کډوالو ته یې روتردام ښار ته نږدې په ولاردینګن بندر کې روغتیایي مرستې برابرې کړې او دوه تنه یې د بدن د حرارت د ټیټې درجې له کبله روغتون کې بستري شوي دي. پاتې ۲۳ کسان د پولیسو یوې پوستې ته انتقال شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې څو اونۍ وړاندې برتانیا کې د ۳۹ ویتنامي کډوالو مړي په یوه یخچالي لارۍ کې موندل شوي وو.

د روتردام د عاجل روغتیایي خدماتو ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دغو کډوالو تر موندنې وروسته بېړۍ بندر ته ور وګرځېدله.  

‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍د موندل شویو کډوالو هویت لا نه دی په ډاګه شوی. 

په همدې حال کې د ټېلېګراف ورځپاڼې د یادې بېړۍ د مالک شرکت له قوله ویلي چې کډوال د یوې لارۍ په مرسته کښتۍ کې سپاره شوي ول. ورځپاڼې زیاته کړې چې د لارۍ موټروان نیول شوی دی.

د هالنډۍ رسنیو په حواله سیمې ته زیات شمېر امبولانسونه او د ژغورنې موټرونه ورغلي وو.

د یو بل خبر له مخې د هالنډ سرحدي سرتېرو د سه شنبې په ورځ په یوه موټر کې ۶۵ مالډاویایي کډوال موندلي چې غوښتل یې هالنډ کې پناه وغواړي.

 

نورې ليکنې