له ارشیف څخه: کډوال د سراییوو د اورګاډیو په تمځي کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
له ارشیف څخه: کډوال د سراییوو د اورګاډیو په تمځي کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

بوسنیایي پولیسو ویلي چې درې کسان یې وروسته له هغې نیولي دي چې د شنبې په ورځ د بوسنیا په ساراییو ښار کې یو کډوال د مهاجرو ترمنځ په شخړه کې ووژل شو.

د بوسنیا د سراییوو ښار پولیسو د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۱۹مه) وویل چې دغه درې کسان، چې په ډله کې یې یو کم سن مهاجر هم لیدل کېږي، د پاکستان څخه دي.

د کډوالو ترمنځ شخړه د شنبې په ورځ ساراییوو کې اسیواک کمپ ته نږدې رامنځته شوه چې په پایله کې یو مهاجر د ټپونو له کبله ومړ.

بوسنیا کې ایسار کډوال ټول غواړي ګاونډۍ کروېشیا ته واوړي او له هغه ځای څخه لوېدیځې اروپا ته ولاړ شي. 

دا په داسې حال کې چې تېره اونۍ د بوسنیا د شمال لویدیځې سیمې چارواکي خبرداری ورکړ چې که چېرې حکومت کډوال له دغې سیمې څخه د بوسنیا نورو برخو ته انتقال نه کړي، دوی به د مهاجرو پر دوو مرکزونو بندیز ولګوي. 

تر دې دمخه بوسنیایي چارواکو ویلي وو چې په راتلونکي کې به ساراییوو او توزلا ښارونو کې د کډوالو دوه نوي کمپونه جوړ شي.


 

نورې ليکنې